افغانستان کې د اقلیم بدلون اغېزې؛ په ډېری ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

88

اټکل کېږي چې نن، سبا او بل سبا به د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د تېزو ورښتونو له امله د اوبو کچه لوړه شي چې د سېلابونو د بهېدو امکانات شته.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکړل شوی چې د خوړو نړیوال پروګرام پرون وویل چې افغانستان د نړۍ له هغو شپږو هېوادونو څخه یو دی چې د اقلیم د بحران تر ټولو لوړه کچه لري، خو دې نړیوالې موسسې ژمنه وکړه چې په دې برخه کې به مرستې وکړي.

د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت د خبرپاڼې له مخې سر له ننه تر سې شنبې پورې د ناڅاپي ورښتونو له امله د سېلابونو د راوتلو اټکل د هریرود، هلمند، کابل، شمال او امو سیندونو په حوزو کې شوی دی.

د همدې خبرپاڼې له مخې د اوبو د سطحې لوړوالی په ځانګړي ډول په بادغیس، غور، هرات، دایکندي، فراه، زابل، غزني، لوګر، میدان وردک، پکتیکا، پکتیا، خوست، پنجشېر، غوربند، کونړ، لغمان، جوزجان، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، د تخار او بدخشان په مرکزونو، تالقان او فیض‌آباد کې ډېر ممکن دی.

ارشیف: په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه
ارشیف: په بغلان کې د وروستیو سېلابونو له کبله د اوښتو زیانونو یوه څنډه

په خبرپاڼه کې د دې سیمو له خلکو غوښتل شوي چې ځانونه خوندي کړي.

که څه هم سر له ننه د درې ورځو په مخه د افغانستان د شمال په تقریباً ټولو ولایتونو کې د سختو ورښتونو وړاندوینه شوې ده، خو د خوړو نړیوال پروګرام په خپره کړې اعلامیه کې ویل شوي چې په ژمي کې به چې ډېر ورښتونه کېږي، سږ کال د افغانستان په شمال کې لږ واوري او بارانونه وورېږي.

د اقلیم بدلون د دې سبب شوی چې د ورښتونو وخت بدل شي.

د همدې ناڅاپي ورښتونو په لړ کې تېره اوونۍ په کابل کې داسې سخته ږلۍ وشوه چې د ځینو ښاریانو په وینا دوی یې ساری کله نه و لیدلی او د کابل سیند هم له اوبو ډک شو.

د چهارشنبې په شپه بیا د ننګرهار په سپین غر، اچین او کوټ ولسوالیو کې له سختو ورښتونو وروسته سېلابونه وبهېدل چې خلکو ته یې مالي زیانونه واړول.

د سیمې اوسېدونکي صبغت‌الله کوټوال ازادي راډیو ته وویل: “زموږ د سیمې خوړ تنګ دی، ډېر خراب سېلاب لري، بره یې ډېرې ځمکې وړې دي، تخریب کړې یې دي، فصلونه یې لاندې کړې دي. بارانونو کوټې هم چپه کړې دي.”

د سپین‌غر اوسېدونکی رستم سعید وايي: د ږلۍ له وجې شته فصلونه چې هلته رومیان کرل شوي وو، هغه یې له منځه یووړل، نور فصلونه او زراعتي مځکې هم سېلونو خرابې کړي دي.

رستم سعید د سپین‌غر ولسوالي د سېلابونو په اړه وایي: “د ننګرهار ولایت سپین‌غر ولسوالي مامن دره باندې سخته ږلۍ او باران و. د ږلۍ له وجې شته فصلونه چې هلته رومیان کرل شوي وو، هغه یې له منځه یووړل، نور فصلونه او زراعتي مځکې هم سېلونو خرابې کړي دي.”

د خوړو نړیوال پروګرام په اعلامیه کې راغلې چې د هوا په برخه کې وړاندوینې له دوی سره مرسته کوي چې وار له مخه چمتووالی ونیسي او د افغانستان هغو سیمو ته درې میاشتې مخکې خواړه چمتو کړي چې له اضطراري وضعیت سره ممکن مخامخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان لپاره په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې له اروپایي ټولنې او د ملګرو ملتو له یو شمېر ادارو مننه کړې چې له دوی سره مرسته کوي چې د افغانستان په هغو سیمو کې وار له مخه پانګونه وکړي چې هلته د سېلابونو د بهېدو امکانات خورا زیات دي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.