منظور پښتین پر پي ټي ایم د پاکستان د بندیز په غبرګون کي ویلي، ”نن د پاکستان تش په نوم مرکزي حکومت د پښتنو پر وړاندي د دښمنۍ ټولي پولي ماتې کړې.“
دلته د ”تش په نوم مرکزي حکومت“ اصطلاح کارول، ژور سیاسي پيغام لري او دا واضح کوي چي که څه هم پاکستان خپل حکومت ته مرکزي یعني د ټولو صوبو حکومت وايي، خو دا یوازي د پنجاب او سند حکومت دی، نه د پښتونخوا.
اصلاً، دا د حکومت له منلو ښکاره انکار دی، او د سپېڅلي بغاوت د پيل لور ته اشاره ده. کله چي بدلون راولې، لومړنی شرط انکار دی او له همدې ځایه پيلیږي. پاکستانی ریاست پوهیږي که پي ټي ایم د پاکستان د حکومت له منلو رسماً انکار وکړي، دا به یوازي د یوه تحریک انکار نه، بلکي د ټول پښتون قام انکار وي. دوی د پي ټي ایم ولسي زور او قوت په کامله توګه درک کړی او لیدلی دی. ځکه خو دومره وارخطا دي او په لومړي ځل یې پر یوه سولیز سیاسي تحریک باندي بندیز ولګاوه.
پکار ده چي منظور پښتین خپله او پښتانه دا اصطلاح عامه او ډېره استعمال کړي تر څو (جي ایچ کیو) او ټولي پالیسي سازي ادارې په دې وپوهیږي چي د پاکستان او ”پټان“ یاري ګرانه نه، بلکي ناممکنه ده او نه کیږي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.