په پښتونخوا کي حالات په ډېر شدت سره د تغیر په حال کي دي

احمد شاه ساحل

328
په پښتونخوا کي حالات په ډېر شدت سره د تغیر په حال کي دي. پاکستان په رسمي توګه پر پي ټي ایم بندیز ولګاوه او د ممنوعه سازمانونو په لیست کي یې شامل کړ. دا اقدام پر دې بنا سوی چي پي ټي ایم د ”امن او هوسایني ضد“ فعالیتونه کوي. خو دا کوم امنیت دی؟ دا هغه امنیت دی چي د پنجاب او سند شهزادګانو، مریم نواز او بلاول بوټو، د محکومو پښتنو په قربانیو او وینو ترلاسه کړی دی. اصلاً، د هغوی ارام لمنځه ځي. هغه ستراتیژیکي ګټي چي پاکستان یې عملاً د پښتنو له خاوري څخه ترلاسه کوي، اوس په خطر کي دي. دوی دا د سولي او امنیت ضد هڅي بولي، ځکه پښتانه اوس د خپلو هغو حقونو او وسایلو غوښتنه کوي چي پنجاب او سند یې د تیرو اویاوو کلونو راهیسي استثمار کوي. دا د دوی لپاره د ناامنۍ معنا لري، خو هغه نیابتي جګړې او ترهګر چي په پښتنو سیمو کي روزل کېږي، او زیان یې یوازي پښتون قام ته رسیږي، د دوی په سیاسي قاموس کي نارامي نه ده، بلکي “پالیسي” بلل کېږي.
څه کول پکار دي؟
د یولسم اکتوبر قامي عدالت جرګه اوس یوازي یوه جرګه نه ده. بلکي دا اوس د پښتنو په عزت او غیرت بدله سوې موضوع او یوه تاریخي ازموینه ده. که دا جرګه په بریالیتوب سره ترسره نه سي، مانا یې دا ده چي پښتانه ونه توانیدل د خپل تاریخي دود او ارزښت عزت وساتي. خو که جرګه ترسره سي، دا به د پنجابي استبداد پر وړاندي د پښتنو لومړنۍ بریا وي.
ځيني ګامونه چي اوس اوس یې شدیده اړتیا ده، دا دي چي لومړی باید د منظور پښتین امنیت او ساتني ته په جدې توګه توجه وسي. پر پي ټي ایم د ممنوعه سازمان نوم لګېدل، په ښکاره توګه دا ښيي چي پاکستان اوس هڅه کوي دا غورځنګ په بشپړه توګه ختم کړي. د دې لپاره به لومړی او اساسي ګام د غورځنګ د مشر نیول یا ترور وي. پښتانه باید د منظور پښتین ساتنه خپل لومړنی هدف وګرځوي.
دوهم، هر څومره ژر باید د جرګې میدان اشغال او پخپل بشپړ کنترول کي راوستل سي. پښتانه باید په پراخه کچه د جرګې په میدان کي ګډون وکړي. دا یوازي د مشرتابه کار نه دی، بلکي عام پښتانه، ځوانان، او ټولنیز استازي باید میدان ته ځانونه ورسوي او پرې نږدي چي پاکستاني ځواکونه یې قبضه کړي.
دا جرګه د پښتنو لپاره یو تاریخي فرصت دی. که پښتانه خپل غیرت او عزت ساتي او په پیاوړې توګه په دې جرګه کي ګډون کوي، دا به د پنجابي ظلم پر وړاندي د پښتنو لومړنی ستره بریا وي، دا بریا به د پښتنو راتلونکي بریاوي تضمین کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.