منظور پښتین: فدرالي ادارې د پښتنو پر وړاندې د دښمنۍ ټولې پولې ماتې کړې

264
د پښتون ژرغورنې غورځنګ پر ضد دا رسمي دریځ داسې مهال اعلانېږي چې دا غورځنګ د “پښتنو قومي عدالت” په نوم اعلان شوې جرګې ته وروستۍ چمتووالی نیسي.

منظور احمد پښتین د حکومت له لوري پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) د بندیز لګولو له اعلان وروسته په لومړي غبرګون کې ویلي “نن په اصطلاح فدرالي حکومت له دې اعلان سره د پښتنو پر وړاندې د دښمنۍ ټولې پولې ماتې کړې او پي‌ټي‌اېم یې په رسمي توګه د یو منع کړل شوي (ممنوع) سازمان په توګه اعلان کړی.”

هغه دا له ”اندازې زیاته ظالمانه تګلاره” بللې او ویلي یې دي ژر به یې په اړه رسمي دریځ اعلان کړي.

ښاغلي پښتین یوه وېډیو خپره کړې او ورسره لیکلي یې دي “په لښکرو لښکرو پښتانه ځوانان نن ماښام د خیبر جرګې میدان ته راورسېدل.”

نوموړي پر خواله رسنۍ فېسبوک پرون لیکلي وو، “د پښتو د جرګې پر سمبالوونکو د ریاستي ستم او وحشت لړۍ دوام لري او اوس یې دا لړۍ له خیبر پښتونخوا د بلوچستان تر پښتنو سیمو پورې رسېدلې ده.”

منظور احمد پښتین دا هم ویلي چې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشرانو او تنظیموونکو په ګډون له ۲۰۰ ډېر کسان نیولي دي.

وړاندې، د پاکستان مرکزي حکومت نن یکشنبه د یوه رسمي اعلان له مخې پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز اعلان کړ.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لخوا څو رسمي او امنیتي ادارو ته په لېږل شوي مکتوب کې ویل شوي:

“د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان کورني امنیت لپاره ګواښ دی.”

په دې مکتوب کې چې یوه نسخه یې بي‌بي‌سي هم کتلې، ویل شوي چې “د واضحه شواهدو له موندلو وروسته په پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز اعلانوي.”

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ادعا کړې چې “پي‌ټي‌اېم د هېواد دښمنانه بیانونو خپرولو کې ښکېله ده.”

دې Facebook پوسټ نه تېرشئ

ایا له Facebook نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Facebook پای

وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ ویاند حاجي صمد بي‌بي‌سي ته ويلي وو، حکومت رسمي اعلان اوس وکړ، خو د جرګې ناکامولو هڅې له وړاندې نه روانې وې. دغه لړ کې د جرګې لپاره لګول شوې خيمو باندې امنيتي سرتېرو درې وارې بريدونه کړي او سوځولې يې دي.

دی وايي، د دوی تر دوه سوو ملګري له بېلابېلو ځايونو نيول شوي دي او بېلابېلو ولسواليو کې لارې هم تړل شوې دي.

حاجي صمد زیاتوي، ولس او حکومت دواړو ته دا روښانول غواړي چې د اکتوبر د یوولسمې جرګه د پي‌ټي‌اېم کومه اجنډا یا غونډه نه ده، بلکې دا د ټولو پښتو جرګه ده او دا به خامخا کېږي.

د حاجي صمد په وینا، نن ماښام به د غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي غونډه کوي او د حکومت د دې نوي ګام پرضد به خپله تګلاره اعلانوي.

د پښتون ژرغورنې غورځنګ پر ضد دا رسمي دریځ داسې مهال اعلانېږي چې دغه غورځنګ راتلونکي جمعه د “پښتنو قومي عدالت” په نوم لویه جرګه رابللې او ورته وروستۍ چمتووالی نیسي.

له دې مخکې منظور پښتین او د غورځنګ ګڼو نورو فعالانو بیا بیا ادعا کړې چې د پاکستان حکومت د جرګې پر وړاندې له هرو ممکنه خڼدونو کار اخلي.

ښاغلي منظور له دې وړاندې ګواښ کړی و چې پښتانه به په هر قیمت دا جرګه کوي او د خپل راتلونکي غم به خوري.

دوی دا جرګه په خیبر کې راغوښتې ده چېرې چې وار له مخه سلګونه کسان جمع شوي او د جرګې چمتووالی روان دی.

د طالبانو د حکومت غبرګون

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ

ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Twitter پای

د طالبانو حکومت پاکستان کې د روان وضعیت په اړه یوه لنډه خبرپاڼه کې لیکلي، پاکستان کې د وروستي وضعیت او په دې هېواد کې د حکومت او سیاسي مخالفینو د پلویانو ترمنځ ترینګلتیا د اندېښڼې وړ کچې ته رسېدلې ده چې دوام یې پر ټوله سیمه منفي اغېز لرلای شي.

دا اعلامیه د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له لوري پر اېکس پاڼه خپره شوې ده.

خیبر پښتونخوا کې د قومي عدالت جرګې خېمې “سوځول”

پښتین

د عکس سرچینه،PTM

د جرګې تنظمیونکو او خیبر کې د جرګې ځای ته ورغلو کسانو تېره اونۍ ادعا وکړه چې پاکستاني پولیسو لږ تر لږه درې ځلې په دوی حمله وکړه او د دوی درولي خیمې یې ویجاړې کړي دي.

په همدې مهال د پاکستاني پولیسو او جرګې ته د ورغلو کسانو تر منځ اخ او ډب هم رامنځته شوی و.

د پښتنو قومي عدالت په نوم دغې جرګې ته د خیبر پښتونخوا بلوچستان او نورو سیمو پښتانه مشران، سیاسي فعالان، د پښتنو خواخوږي او نورو کسان بلل شوي دي.

له دې مخکې اعلان شوی و چې په خیبر کې جوړېدونکې دا جرګه به درې ورځې دوام کوي.

د پاکستان د مرکزي حکومت د نوي اعلان له مخې او د جرګې په ضد د پاکستاني پولیسو د تېرې اونۍ چلند ته په کتو ښکاري چې پاکستان نه غواړي د پښتنو دا جرګه چې ډېرو ‘تاریخي’ بللې وشي، خو خپله منظور پښتین د خیبر ولسونو او د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو فعالانو په هره بیه د دغې جرګې په ترسره کېدو ټینګار کړی دی.

د پښتونو ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي د پښتونو د دغې جرګې موخه چې راتلونکې جمعه، د اکتوبر پر ۱۱ مه کېدونکې ده، د پښتنو سيمه کې د سولې، وسيلو او د خلکو ستونزو حلولو لپاره سلا مشورې دي.

منظور پښتين يوه اعلاميه کې ويلي، دې جرګه کې به له ۳۰ زرو ډېر سيمه ييز او قومي مشران، پوهان او د اغېز څېرې، د ګوندونو مشران او پښتون ټولنې نور بېلابېل استازي سره راټولیږي.

ده له دې مخکې په خپلو ویناوو کې له پوليسو او پاکستاني چارواکو ګيله کړې، چې ټول حکومت د جرګې ناکامولو ته کار ویلی.

بی بی سی پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.