سکوت سکوت خاموش مۀ شې زبان زبان سړيه
جانان جانان سړيه
بلال بلال نارې کوه آذان آذان سړيه
جانان جانان سړيه
کچکول کچکول خبرو کښې دې لال د استقلال دی
جلوې جلوې هلال دی
ځلا ځلا روڼ شوی ستا د روڼ فکر مشال دی
جلوې جلوې هلال دی
خاکي خاکي زمين باندې آسمان آسمان سړيه
جانان جانان سړيه
آفتاب آفتاب راوبرېښه عيان عيان سړيه
جانان جانان سړيه
اودۀ اودۀ قامونه به راوېښ د لر اؤ بر شي
نږدې ده چې لښکر شي
خوارۀ خوارۀ به بېرته رايؤ ځائ پۀ يؤ ټغر شي
نږدې ده چې لښکر شي
ازغن ازغن سفر به شي آسان آسان سړيه
جانان جانان سړيه
ولاړ ولاړ قدم به شي روان روان سړيه
جانان جانان سړيه
جابر جابر قلنګ ته ځغره شوې دي بدحالې
ټپې ټپې ملالې
مېوند مېوند جذبې کړه پۀ پاڅون پسې لیوالې
ټپې ټپې ملالې
ضمير ضمير راؤپاره وجدان وجدان سړيه
جانان جانان سړيه
ايوب ايوب ګاټۀ غواړي مېدان مېدان سړيه
جانان جانان سړيه
باتور باتور نارې درته ډالۍ شولې لۀ قامه
باغي باغي امامه
منصور منصور کپرې ئې صدقه شوې لۀ عدامه
باغي باغي امامه
شمر شمر پلکونو ته سندان سندان سړيه
جانان جانان سړيه
حسېن حسېن ولاړ اوسه ايمان ايمان سړيه
جانان جانان سړيه
کامران کامران دې غواړمه ښۀ جوړ تيار دې غواړم
بهار بهار دې غواړم
لمبه لمبه دې نۀ غواړم اؤ دنګ چينار دې غواړم
بهار بهار دې غواړم
مسرور مسرور دې غواړمه مستان مستان سړيه
جانان جانان سړيه
مدام مدام ؤمۀ وېنې خفګان خفګان سړيه
جانان جانان سړيه
ګلاب ګلاب ٬ غاټول غاټول ٬ رېحان رېحان سړيه
مرهم مرهم ٬ ټکور ټکور ٬ درمان درمان سړيه
جانان جانان سړيه
صدقه صدقه٬ لوګی لوګی٬ قربان قربان سړيه
پښتون پښتون ٬ اتل اتل ٬ افغان افغان سړيه
جانان جانان سړيه
مسرور مسرور ٬ مسکی مسکی ٬ خندان خندان سړيه
منظور منظور ٬ باتور باتور ٬ مردان مردان سړيه
جانان جانان سړيه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.