د لایزال څښتن په پاک نوم
د پښتون قومي عدالت لویې جرګې ته پیغام
د وروستي خبر له مخې د پاکستان حکومت د اساسي قانون خلاف د پښتون ژغورنې غورځنګ د عدالت غوښتنې سوله ایزې هلې ځلې غیر قانوني اعلام کړي.
د پاکستان واکمنه ډله د غورځنګ په وړاندې د تقابل دریځ غورہ کړی. خو د غورځنګ د مشرانو په وینا د احتمالي ستونزو سر سره د اکتوبر په ۱۱ مه به لویه جرګه دایره شي. د لویې جرګې په جوړیدو، غورځنګ پاکستاني مقاماتو ته ښئي چې که انګریز، شوروي او امریکا د پښتون قام لوړ عزم ته خنډ جوړ نکړای شو ، پاکستان هم ستونزه نشي جوړولای.
پاکستان باید غورځنګ دیته اړ نکړي چې د عدالت د تحقق په موخه ټوپک ته لاس واچوي.
* * *
په نولسمه پیړۍ کې ، د سیمې او د سیمې څخه بهر یرغلګرو د ډیورنډ پر جعلی کرښې میشت دواړو خواو سرکښ او نه تسلیمیدونکی جنګیالي په نښه کړل ترڅو له دې لیارې ځانونه هندوستان او ګرمو اوبو ته ورسوي.
په معاصر تاریخ کې زبر ځواکونو د پښتنو جنګي کلا فتحه د مرکزی اسیا د جیوپولیټیک کنټرول په توګه وپیژند.
له همدې امله ، په تیره نیمه پیړۍ کې ، د شوروي اتحاد او نړیوال نظامي ائتلاف د جګړو اصلي لنګر د ډیورنډ کرښې په دواړوخواو کې متمرکز وو او پکې پښتانه په نښه شوې وو.
په افغانستان کې د شوروي او امریکا یرغلونه د دې لامل شول چې د ډیورنډ جعلي کرښې پر دواړو غاړو د پوځي عملیاتو په مقصد د ګاونډي پاکستان همکاری راجلب شي.
د امریکا او پاکستان تر منځ د استخباراتي هوکړې له مخې، د کرښې پر دواړو غاړو میشتو خلکو د وژنې پروګرام پیل شو.
پاکستاني پوځ او استخباراتو یې د پښتنو د قتل عام په بدل کې میلیونونه ډالرترلاسه کړل.
سرہ له دې چې، د پښتون ژغورنې غورځنګ داسې مھال د جرګې له لارې عدالت غوښتنه چې پاکستاني چارواکي پخپله یا د بهرنیو په مرسته هره ورځ د پښتون ولس د امنیت او آرامۍ پر ضد دسیسې جوړوي، په واقعیتونو ولاړ نوښت دی، خو د جرګې په جوړولو کې باید لاندې ټکي په پام کې ونیسي :
۱. د پښتنو سیاسی تاریخ ته په کتو پکار دہ چې د ډیورنډ د جعلي کرښې پر دواړو غاړو د میشتو خلکو ولسي پراخ ملي مجلسونه د لویې جرګې په نومی جوړ شي. راتلونکې جرګه باید د دودیزې لویې جرګې تسلسل وي . نو ځکه باید راتلونکې جرګه د لویه جرګې تر نامه لاندې دایره شي، نه د جرګې په نوم.
۲ – پاکستان د میلیونونو ډالرو په بدل کې، د ډیورنډ مصنوعي کرښې دواړو غاړو سلهاوو زره پښتانه وژلي، نا درکه کړي او مهاجرت ته اړ کړی.
په افغانستان کې د اشغالګرو ځواکونو د شتون پر مهال، پاکستان د ګاونډیتوب د منل شوېو ضوابطو خلاف خپله خاورہ د اشغالګرو ځواکونو لوژستیک اکمالاتو ته سپارلې وہ چې په ترڅ کې یې په جنوبي سیمو کې لږ تر لږه نیم میلیون افغانان ووژل شوہ.
له همدې امله ، لر او بر پښتانه ګډ درد او شریک دشمن لري، ځکه نو باید د افغانستان استازي د پښتونخوا د استازو تر څنګ په راتلونکې لویه جرګه کې حضور ولري.
د سیاسی حساسیت د راڅرګندېدو د مخنیوی لپاره، دا استازي د افغانستان د پښتنو استازیتوب کوي، نه د طالبانو د حکومت.
۳. د ډیورنډ د مصنوعي کرښې په دواړو خواو کې د پښتنو فزیکي حذف او هدفی وژنې د جنګي ( ټي ټي پي ) او غیر جنګی ( د پښتون ژغورنې غورځنګ ) غبرګون لامل شوی دی. په بل عبارت په پښتونخوا کې د آزادۍ او ملي واکمنۍ د داعیې د تحقق په موخه ، یوپیاوړی جنګي او سوله ایز پوتنسیال رامنځته شوی.
راتلونکې لویه جرګه باید د لاندې پوښتنو پر محور پریکړه وکړي :
– آیا پښتانه د پاکستان په خاوره کې پاتې شي ؟
– د افغانستان سره یوځای شي ؟ او که
– ھم خپلواک پښتونستان جوړ کړي ؟
که پریکړه د پښتونستان د جوړښت په اړه وي، باید د ریفرنډم یعنې د ټولپوښتنې غوښتنه ملګرو ملتونو ته وسپارل شي. ځکه چې ملګري ملتونه د خپل منشور له مخې تر ظلم لاندې ملتونو څخه د دفاع او حمایت دنده پر غاړه لري.
۴ . د پاکستان د قضایي ارګانونو سربیره لاندې مراجعو ته د عدالت غوښتنې عریضه واستول شي :
الف – د سزا نړیواله محکمه
ب – د اروپا اتحادیې د عدالت محکمه
ج – د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیسیون
د – د عفوې نړیوال سازمان ( ایمنسټی انټرنیشنل )
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پښتانه د داسې معامله ګر او حیله ګر دښمن سره مخ دي چې د خپلې بقا څخه ډاډمن نه دی او د مخالفینو په وړاندې د لازیات خشونت او زور زیاتي څخه دډه نکوي.
دا ھم ممکنه ده چې لویه جرګه ګډوډه شی، مخالفین ونیول شي، بندیان او ترور شي.
په هرصورت، واقعیتونو ته په کتو سره که لویه جرګه دایره هم شي، د هغې څخه باید زیاته تمه و نشي. دلویې جرگې اغیز یوازې د تبلیغاتو په ساحه کې محدود پاته کیږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ باید پدې باندې پوه شی چې ازادي، حق او عدالت د ویناوو، شعارونو، عذرو او زاریو له لارې نه ترلاسه کیږي. غورځنګ باید د خپلې مقدسې داعیې د تحقق په موخه قرباني ته تیار اوسي.
که د پاچا خان سوله ایزه مبارزه له ناکامي سره مخ شوہ، هیڅ دلیل نشته چې د پښتون ژغورنې غورځنک هلې ځلې دې مثبتې پایلې ولري.
که چیرې د حق ترلاسه کولو لپاره سوله ایزه مبارزه پایله ونلري ، نو یواځینۍ پاته لاره د نورو آزادي او عدالت غوښتونکو سره تعامل دی.
دلته د بیلتون سیاسي اوعقیدوي کرښه د یو مقدس آرمان چي آزادي ګڼل کیږي تر اغیز لاندې راځي.
که پاکستاني مقامات د پښتون ژغورنې غورځنګ د سوله ایز دریځ پر ضد خشونت وکاروي، غورځنګ ته یواځینۍ پاته لار له ټي ټي پی سره جنګي ائتلاف دی. پدې توګه له یوې خوا د برحقې داعیې په مقصد یو پیاوړی اغیزمن ځواک جوړیږي او له بلې خوا د یوې مذهبی ډلې سره د یو ملي او اسلامی ازادۍغورځنګ ائتلاف مذهبي ډلې ته فکري اعتدال وربښي او موخې ته د رسیدو لاره هواروي.
و ما علینا إلا البلاغ المبین
۰۷/۱۰/۲۰۲۴
د پاچا خان او ګاندي سوله ایزه مبارزه په متضادو ژیوپولتیک بسترونو کې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.