د متن لوستنې اړتیا

لیکوال: شاه‌محمد بشیر

411

د ادبیاتو د برخې محصلان تقریبآ ټول سمسترونه د متن‌پېژندنې په نوم مضمون لري، چې په کې د هماغې ژبې منظوم او منثور متونونه لولي. هر مضمون چې کله په ښوونیز او تحصیلي بهیر کې د نصاب برخه کې شاملېږي، د ټولنې او هغه برخه کې اړتیا ته په کتلو د هماغه برخې د متخصصینو د روزنې لپاره راوړل کېږي. متن لوستل او پرې پوهېدل هم د ادبیاتو د برخې د مسلکي زده‌کوونکو لپاړه اړین دی چې د کیفي او کمي برخه ترڅنګ د متن په بڼې او منځپانګې باندې هم پوه شي.

د متن لوستل د ژبې لرغونو متونو باندې د پوهېدلو او همدغو متونو ځانګړنو ته په کتلو باندې د نوو متونو پیدا کولو سره سره ګڼه نور د کارونې ځایونه او په ورځني کاري چاپیریال کې د ګتې اخیستنې موارد هم لري. د متونو د لوستلو په وخت کې موږ ته دا راښودل کېږي، چې د ژبې په تاریخي پیر یا پخوا وختونو کې د لیکدود له مخې توري، کلمات، جملې… څه ډول لیکل کېدلې. هغه وخت کې ځینې کلمات څه ډول لیکل کېدل/ مانا یې څنګه وه؟، ګرامري جوړښت څه ډول وه. په دې باندې پوهېدل موږ د هر وخت د متونو نه په اسانۍ خپل هدف اخیستلی شو. د متونو په لیکدود او منځپانګې باندې له پوهېدلو وروسته اساسي پوښتنه دا پیدا کېږي، چې ښا! په دې باندې پوهېدلو سره ماته په کاري او مسلکي چاپیریال کې چېرته د کارونې وړ دي؟

په کاري او مسلکي چاپیریال کې د متونو نه د ګټې اخیستنې او په ټوله کې د دې پوهې په زده کولو سره موږ څه کولای شو، ځان ته، مسلک ته، ټولنې ته… ګټه ورسوو او پرمختګ کې ترې استفاده وکړو. د متن‌پېژندنې د مضمون د لوست په وخت کې ډېری دا ویل کېږي، چې له دې سره زموږ د ژبې، ادب، فرهنګ، تاریخ… راڅرګندېږي. زموږ د ژبې لرغونتیا ثابتوي. د همدې متن له مخې موږ خپل تاریخ او د تاریخي ژبپوهنې له مخې د خپلې ژبې تاریخي بدلون معلومولای شو. دا چې د متن لوستل او پرې پوهېدنې باندې زموږ کاري برخې لپاره څه پیاوړې کېږي؟ دې باندې خبرې کوم.

د متن لوستلو مضمون کې باید محصلانو ته دا وروښودل شي، چې یو متن په څه ډول وویل شي؟ کله چې د ادبیاتو محصل غواړي په رسنیو کې کار وکړي؛ نو د متن لوستلو طرز یې باید زده وي. دې مضمون کې دا باید وروښودل شي، چې یو خبري متن په په څه ډول ولوستل شي. ادبي متن څه ډول؟ سیاسي، اقتصادي… کله چې په رسنیو( راډیو، تلویزیون او انلاین) کې یوه خپرونه مخته وړل کېږي، د خپرونې منځپانګې ته په کتلو سره هغسې د خپرونې متن ونه لوستل شي، په اورېدونکو/لیدونکو باندې اغېزه نکوي. د متن‌لوستنې د مضمون یوه دنده دا دی چې متن ته په کتلو هغسې باید ولوستل شي. بل د متن لوستلو کې د غلطۍ نه د خلاصون لپاره باید لوستونکی کوم ټکي په پام کې ونیسي؛ ترڅو متن روان ولوستلی شي. ښه به وي چې دلته د روان متن لوستلو یو څو تخنیکونو یادونه وکړو. د روان متن لوستلو یو تخنیک دا دی چې هر کله متن لولئ، د لوستلو په وخت کې مو سترګي باید یوه کلمه مخکې وي. یانې یوه کلمه چې کله تلفظ کوو یا ادا کوو، هغه وخت باید سترګي مو په مخکې کلمي وي. مثلآ دا جمله: د کابل ښار د کوتل سړک د رغونې چارې پیل شوې. د لوستلو په وخت کې چې کله په خوله باندې د کابل کلمه تلفظ کوو دا وخت باید سترګې مو به ښار کلمې باندې وي. د ښار چې تلفظ کوو سترکې مو باید د کوتل په کلمې باندې وي. که غواړئ چې متن روان ولوستلی شئ، او غلطي پکې ونکړئ؛ نو دا چارې نه ګټه واخلئ. ممکن په لومړیو کې درته لږ سخت وي؛ خو د عدد کېدلو په وخت کې اسانه کېږي. د متن د روان لوستلو په برخه کې بل لوی ټکی د متن سم لیکل دي. که متن کې مو توري، یاګانې او لینکنښې سمې کارولې وي، د متن لوستل به مو روان وي.

د متن‌لوستنې د مضمون بله ګټه دا دی. د ادبیاتو د فارغ او یا د دې برخې د مسلکي په توګه تاسې چې د پوهنتون په څلوروکلونو کې د یوې ژبې د بېلابېلو دورو له متنو سره اشنایي پیدا کړې. دا مو زده‌کړي چې په مختلفو وختونو کې د پښتو ژبې لیکدود څه ډول وه؟ توري، کلمې او جملې څه ډول لیکل کېدلې؟ دې ته په کتلو یو کس تاسې ته د ۶۰۰، ۷۰۰ یا هم پخوانیو وختونو یو اسناد( هوکړه‌لیک، قوله) راوړي، تاسې باید هغه ولوستلی شئ. د متن‌پېژندې د برخې متخصصین ډېری په محکمو، علومواکاډمي، ارشیف… او نورو بېلابېلو ادارتو کې وي، ترڅو د بېلابېلو وختونو د متونو شننه ترسره کړي.  یا مثلآ د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ بېلابېل هوکړه‌لیکونه ترسره شوي، د هغه وخت په متن باندې پوهېدل او دقیقه مطالعه کولو لپاره اړیو چې ټول جزییاتو باندې پوه شو. اوس وخت کې د هلمند د حقابې مساله ډېره یادېږي. که چېرې موږ له ایران سره د موسی شفیق په وخت کې ترسره شوی هوکړه‌لیک وګورو، چې هلته د ایران څومره حق دی؟ موږ سره به په نوو خبرو اترو او ځواب ویلو کې ډېره مرسته وکړي. یا د ډیورند‌ خبره، چې له انګریزانو سره ترسره شوې وه، هغه متن باندې پوهېدل زموږ خلکو لپاره ضروري دي.

ګڼې نورې ګټې او ښې‌ګڼې لري، چې یادونه یې دلته خبره اوږدوي؛ خو دوه عمده برخې مو چې پورته یادې کړي، د همدې شاوخوا نورې خبرې هم شته، چې د دې په مرسته پرې پوهېدلی شو.

د خبرونو اورېدل ولې اړین دي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.