د نيکونو پر ټغر

صدیق کاوون توفاني

128

غزل مثنوي (د نيکونو پر ټغر)

لویه خبره ده له خوبه را ویښېږي وطن
لکه جنډه د آزادۍ راپورته کېږي وطن

لکه د مور د تودې مينې ناز پروره وږمه
د تاندو هیلو په غوټيو راغوړېږي وطن

لویه خبره ده، ښکالو د پسرلیو راځي
لکه غاټول له وچو تيږو راټوکېږي وطن

د سپېرې دښتې په گرمۍ وهلو مړاوو بوټو
لکه باران د رحمتونو راورېږي وطن

بیا د خوشحال د منډو سیمه د رزمونو سیمه
د اسیرانو د سرکښو پاڅونونو سیمه

له شوره ډکه ده له گرمو ولولو ډکه ده
د ننگیالیو سر ښندونکو له شملو ډکه ده

بیا د نيکونو پر ټغر باندې ټولېږي ولس
بیا لکه ورونه یو له بله قربانېږي ولس

لویه خبره ده، پښتون ستم ته نه و ويل
بیا یې په زغرده د پېړیو غم ته نه و ویل

په خپله خاوره خپل اختیار غواړي، خپل امن غواړي
په خپل کاله باندې روزگار غواړي خپل امن غواړي

خواره واره څاڅکي په يوه سین کې ټولېږي سره
لکه څپې د توفاني دریاب خوځېږي سره

ژوندون به څه وې چې بدلون او حرکت يې نه وي
سرونه څه وي چې غیرت یې نه وي، پت یې نه وی

د بې ننگیو په قفس کې اوسېدل څه معنا
د بل لپاره د خپل ځان قربانول څه معنا

ژوندون به څه وي چې غلام د غلامانو شي څوک
په خپله خاوره کې نوکر د نوکرانو شي څوک

د استبداد د وحشتونو شپه به پای ته رسي
د غلامۍ د زنځيرونو شپه به پای ته رسي

لمر به راخېږی، راغوړېږي به حسيني شغلې
په باغ و راغ باندې به پلنې شي رنگينې شغلې

د قلم څوکه به سپرغۍ د غيرتونو شي بیا
د ” حق ” ناره به پيلامه د پاڅونونو شي بیا

بیا به ټيکری د ملالۍ په میوند و رپېږي
بیا به روڼ ستوری د افغان په خیبر و ځلېږي

لویه خبره ده، ولس راپاڅېدلی دی اوس
د تورو شپو له تروږمیو راوتلی دی اوس

په خپله خاوره باندې کر د سرو گلونو کوي
په توره شپه کې اقتدا د څراغونو کوي

د سورکفنه شهيدانو وینې نه هېروي
د آرمانونو د گلانو وینې نه هېروي

لویه خبره ده، ژوندی دی لا خوځېږي وطن
لکه د شنه سهر رنگین ستوری ځلېږي وطن

لکه شهباز به بیا پرواز ته خلاصوي وزرونه
بیا به د ټولو په رگونو کې بهېږي وطن

لکه څپه د اباسین، سرود د مینې وايي
بیا د یو والي په سوما باندې مستېږي وطن

په مړاوو گلو بیا نسیم د آزادۍ لگېږي
لکه غوټۍ د امیدونو را غوړېږي وطن

نن که سبا وي پر دې خاوره به لمر و ځلېږي
د تروږمیو له منگولو نه خلاصيږي وطن

بیا به کابل خپل “خونړی خیبر” په غېږ کې نیسي
لکه ققنوس به له ايرو راپورته کېږي وطن.
*****

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.