پښتانه د ښکېلاکګرو په لومو کې

ډاکټر نجیب الله زاخیلوال

511

د بيټ نيکه اولاده چې د زرګونو کلنو راپردېخوا د د کسي غره په لمنو کې ژوند کوي. د کسي غره لمن، همدغه سيمه ده چې نني افغانستان او خيبر پښتونخوا سيمې پکې پرتې دي. دغه قوم ډېر غښتلی، مېلمه پال او د جرگو مرکو قوم دی.  مېلمه پالنه، پښتونولې، جرګه مرکه، ننواتی او ننگ ددغه قوم هاغه ځانگړتياوی دي چې نور قومونه يې نه لري.

پښتانه ځکه غښتلی او قوي قوم دی چې دومره ستر يرغلونه، تاړکونه او وحشتونه چې پدغه قوم ترسره شول مګر لا تراوسه هم دغه قوم ژوندی دی او خپله سيمه. ژبه. کلتور او هويت يې په کلکه ساتلی دی.

که تاسې خپلو خوا او شا قومونو ته نظر وکړئ هغوۍ د يو يرغل وروسته هر څه د لاسه ورکړي دي. مګر پښتانه لا تراوسه هم د خپل هويت او کلتور سره لکه ونه مستقيم په خپل مکان ولاړ دي.

جرگه ددغه قوم هاغه اصل دی چې ننۍ نړۍ ورته سنيټ، پارلمان يا شورا وايي.  پښتانه دجرگو اوږه تاريخچه لري چې مخينه يې تر زرگونو کلنو رسيږي. نو دلته دغه دعوه درسته ده چې وويل شي پښتانه د ډېر زمانو راهيسي متمدن قوم دی

 

تاريخي شواهد وايي چې پکتانه يا پښتانه هاغه قوم دی چې په لومړي ځل يې د دوولسو علمونه بنسټ ايښی دی. چې زه دلته يوازې د دريو علمونو څخه يادونه کوم.

ستورپېژندنه يا استرانومي: لا تر اوسه هم پښتانه مشران ستوري، لمر، سپوږمۍ د وختونو، حالاتونو، سفرونو د لارو ګودرو او طرفونو، اوبخور، کرکيلې او د لمانځه د وختونو د پېژندلو لپاره استعمالوي.  زياتره پښتانه د ستورو له مخې په زمکه د پېښېدونکو افتونو وچکالۍ، ورښتونو او بېلا بېلو نورو پېښو وړاندويينه کوي.

پښتنې نياګانې لا تر اوسه هم خپلو لمسيانو ته په اسمانونو کې د بېلا بېلو ستورو نومونه اخلي او د هغوۍ په اړه ورته ډول ډول کيسې کوي. چې دا کيسې د د ننۍ استرانومي يوه برخه ده.

طب کې هم پښتانه برلاسي وو د غاښ د درد لپاره د لونګ او لاچي د استعمال څخه نيولې د ټکيدلي ځای لپاره د ګرمو پيازو او الوگانو پټۍ هغه څه دي چې ننی طب يې په ورين تندي مني.

ټولنپېژندنه د پښتون قوم د ملکۍ، خانۍ سيستم څخه نيولی د قومونو قبيلو د جوړښت او بيا د هرې قبيلي ځانګړتياوی چې هر پښتون بله قبيله به هماغه اوصافو پېژني. که موږ ووايو مومند نو ان ماشومان هم پوهېږي چې دغه د کومو ځانکړتياوو خلک دی، همدغه راز افريدي شينواري…. دا ټول  په ننۍ نړۍ کې د ټولنپېژندني د علم په نوم پېژندل کيږي.

دغه ځيرک او غښتلی قوم تل د يرغلونو لاندې راغلی دی، لاملونه يې ډېر دي خو تر ټولو ستر لاملونه د دغه قوم غښتلتيا، تېر برم، خاصلخېزه او زرخېزه زمکې دي.

د پرنګيانو، چنګېزيانو، پارسيانو او عربانو يرغلونو او تاړاکونو پښتانه ايل نه کړل خو بلاخره په ۱۸۹۳ کال د ډېورنډ استبدادي کرښې پښتانه پر وجود دوه نيمه کړل او پر لر او بر يې وويشل. چې لره خوا بيا به ۱۹۴۵ کال د پاکستان د رامينځته کېدلو پر مهال په چل او فريب او په افغانستان کې د هماغه مهال د شته دولت د بېغورۍ له لامله د پاکستان برخه وګرځېده. خو لرو پښتنو ته په پاکستان کې هاغه ځای ورنکړل شو کوم ځای چې د دوی انساني او مدني حق و. دا ځکه چې د پاکستان حکومت او پنجابيانو د پښتنو د تېر تاريخ ته په کتلو سره د پښتنو څخه وېره درلوده. نو د پښتنو مشرانو په ځورولو او بندي کولو او بدنامولو يې پيل وکړ. حضرت باچاخان رح، اودل صمد خان او نور خداي خدمتګاران يې زندانو ته واچول او ان تر دی چې د چارسدی د بابړې کربلا قتل عام يې هم ترسره کړ. که په لنډ ډوول ووایم چې پاکستان کې د پښتنو وژل، ځورول د پاکستاني استخباراتي ادارو تر ټولو ستره دنده وه نو  زياته خبره به نه وي خو بيا هم دغه کار يې د زړه له خلاصه او په خلاص مټ تر ۱۹۷۸ کال پورې په افغانستان کې د شته دولت له ويرې نشو ترسره کولای.  خو ددغې کار لپاره تر ټولو زرينه موقعه پآکستان استخباراتو هاغه وخت په لاس ورغله چې په ۱۹۷۸  کې د غوايي انقلاب او روسانو په افغانستان باندې يرغل وکړ او د افغانستان مرکزي دولت ړنګ شو او د افغانستان څخه يو شمېر خلک پېښور او پاکستان ته کډوال شو. دغه کډوالۍ پاکستاني رياست او استخباراتي ادارو ته درې چانسونه په لاس ورکړل

لومړی په دايمي شکل په افغانستان کې مرکزي حکومت له مينځه وړل او داسې حکومت په راوستلو کې مرسته کول چې تش په نوم دولت وي

دويم په پېښور او خيبر پښتونخوا  او بر افغانستان کې هاغه پښتانه  او افغان مشران وژل او ترور کول چې افغانان پرې راټولېدلی شي. او دريم پښتانه د عصري نړۍ او تعليم څخه لرې کول او د مدرسې يا مذهبي سختدريځه زده‌کړو ته ورټېل وهل.

هماغه و چې پاکستاني استخباراتي ادارو په پېښور او خيبرپښتونخوا په خلاص مټ د لر او بر ټول روڼ اندي ووژل او ترور کړل او ددې تر څنگ يې راتلونکی نسل په مدرسه، جومات، تبليغ او سکول کې پنجابي استعمار او جناح ثناخوان وروزه. د افغانستان او هند سره شخړه په ځانگړي ډول د کشمير جنگ يې ورته فرض عين وروپېژانده. کشمير او افغانستان ته د پښتون اولس څخه لښکرکشي وشوه او ان چې زياتره پښتانه ځوانان ووژل   له دې وراخوا پښتانه پخوانی مشران او غازيان يې ډاکوان غداران اوغله معرفي کړل. او د پښتو پر ځای اردو ژبه جبرې شوه ان دا چې د افغانستان کډوال هم اړ وو چې اردو ژبه ولولي او هر سهار د پاکستان ملي ترانه وغږوي.

د پښتنو سيمې د ترهګرو او تروريستانو په تمرين ځايونو بدلې شوې او د ټولې نړۍ څخه ورته ډاکوان، غله او مجرمين د جهاد او مجاهدينو په نوم راوستل شو او پښتانه د جهاد په نوم يو ناولي جنګ ته ورټېل وهل شو، د کشمير، فلسطين او برما د خلکو لپاره د جهادونه قافلي د همدې پوښتنو څخه تيارې شوي او پآتې يې په د اي ايس اي د نظارت لاندې په تبليغ بوخت شو چې په خلاص مټ د علم او پرمختګ څخه لرې کړل شو او ځوان نسل يې په مدرسو کې د وژنو، نقرت او تروريستي زدهکړو څخه برخمن شو. کابل او افغانستان يې په مجاهدينو پر کنډواله بدل کړ او د افغانستان د ملې اردو نوغی يې وويسته او دړې وړې يې کړه. او وسله، طيارې او ټانګونه يې کباړ کړل. او پر پاکستان يې وپلورل.

 خو بيا هم د پاکستاني استخباراتو د مجاهدينو د ډلو په دغه ورانيو او وژنو زړه يخ نشو نو د طالبانو په نوم يې يوه بله ډله اختراغ کړه چې د مجاهدينو څخه زياته د روڼ اندو وژنو ته ليواله وه.  ددغې ډلې د رامينځ ته کولو او ځای پر ځای کولو څخه وار د مخه د پاکستان استخباراتي ادارو هم په افغانستان او په لره پښتونخوا کې ښه شراېط مساعد کړي وو پدې مانا چې د مدرسو څخه په ميلونونو  پښتانه فارغ شوي چې د د فراغت پرمختګ ضد مفکورې سربېره يې افغانستان کې واک نيول هغه څه وو چې دغه ډلې په شدت سره سرايت وکړ او د نړۍ څخه يې ورته نور تروريستان هم راوستل شول.  خلکو طالبان د نجات پرښتی بللی ولې داسې نه وه دا يوه کاذب خيال وو. داسې ښکارېده چې طالبان ټول پښتانه دي خو دا هم يو غلط فکر وو چې د استخباراتو له خوا په سيمه کې پيچکاري شو چې ويې ويشه حکومت وکړه فارمول وو. ځکه دغې ډلې تر هر څه وړاندې په افغانستان او لره پښتونخوا کې د پښتنو هويت، پېژندګلوي د خاورو سره خاورې کړه. د پښتنو مشرانو د بېعزته کولو او وژلو لړۍ يې ښه پسې گرمه کړه. پوهنتونونه او ښوونځي يې وتړل او ځايونه يې مدرسو ته خوشې کړل زده کوونکي يې اړ کړل چې د طالبانو په څېر ځان برابر کړي. په افغانستان کې د خپلو جاسوسو علماو پواسطه عصري زده‌کړې کفر اعلان کړې او عصري زده‌کوونکو ته به يې په ډېره سپکه سترگه کتل.

طالبانو تحريک په لر او بر کې د پښتنو هاغه سيمې چې د مجاهدينو د فساد او ورانۍ څخه لا په امن کې پاتې وي هاغه يې شړې کړې او د وژنو. قصاصونو په قصابخانو او د ترهګريزه ډلو په روزنتونونو يې بدلې کړې. دېره، حجره، رباب منګی، موسيقي لنډه دا چې د پښتنو ټول عننعات او دودونو سربېره يې د پښتنو تاريخي اثار او موزيمونه، زيارتونه او ان د بودا مجسمه او نور تاريخی اثار يې … له مينځه يوړل. او په پښتنو يې د وېرې خپسه کېنوله.

هو دغې ډلې دا ټول کارونه د همدې لپاره ترسره  کړل چې په لر او بر پښتونخواو او افغان  خاوره کې پاکستاني استخباراتو او پوځيانو ته لار هواره کړي تر څو پدغه سيمو باندې يرغل وکړي او طبعي زيرمې او شتمنۍ ولوټي. همدغسې وشول پنجابي پوځيانو او استخباراتي ادارو په لرو پښتونخوا، کويټه او بلوچستان کې په ټولو طبعي زيرمو قبضه وکړه او د هغوي بازارونه يې ورته وران کړل تر څو پښتانه په ځان بسيا نشي او تل په کراچۍ، لاهور، پنجاب کې د پنجابيانو په کوڅو کې په گدايي او ځوکيدارۍ بوخت وي.   د پښتنو مغزونه يې داسې پېچکاري کړل چې د کشمير جنگ يې خپل فرض وباله ، فلسطين او برما يې ليده  او د هغوی لپاره يې خپل سرونه او مال نذرانه کاوه خو خپله څېرې گرېوان، لوټلی بازار او په بمونو الوتې سيمه او په دار راځړول شوي ځوانان او وران شوي ښوونځي چې د طالب او اي ايس اي له خوا ترسره کېدل نه ليدل. همدغه د اي ايس ای موخه وه چې پښتانه ووژل شي و ځورول شي خو دومره بېسده او ويده وي چې خبر نشي او چېغه پورته نه کړي.

خدای ج نور دغه حالت په لرو پښتنو نه پېرزو کېده، تقدير وغوښتل چې يو بل چانس لر پښتون اولس ته ورکړي. هماغه وو چې په کراچۍ ښار کې د استخباراتو يو مامور راو انور په خپل فرعونيت کې دومره غرق شو چې د وزيرستان يو ښکلی يوسف رنګی ځوان نقيب الله محسود  يې شهيد کړ.

همدلته الله ج د پښتنو دعا واورېده او د فقير ايپي په کور کې راپيدا شوي منظور پښتېن د فقير ايپي مريد د پښتون ژغورني يو اواز د وزيرستان څخه راپيل کړ. د پښتون  ته د ازادۍ چېغه، پښتون ته ژوندون غواړو چېغه، د دهشتګردو د روزونکو د بربنډولو چېغه ای جو نامعلوم هی هم سب کو یه معلوم هی، ای جو دهشتگردي هی ايس کی پيچهی وردی هی چېغه، لراو بر يو افغان چېغه….. دا هاغه چېغې دي چې چا يې په بړستن کې د ځان سره د ويلو جرآت هم لا نشو کولای، راپورته کړې.

دغه چېغه دومره ساده، اسانه او ارزانه نه وې.دغه چېغې په لوړه بيه او د وينو په نذرانه کولو تمامه شوې. د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونه مشران، غړي او خواخوږي د پاکستاني استخباراتي ادارو له خوا يا پټ په پټ او يا هم په ښکاره ډول شهېدان شو لکه ارمانی لوڼي، طاهر داوړ، خړ کمر شهيدان، د باجوړ شهېدان، د کويټې وکيلان، عارف وزير،…

همداراز يې د پې ټي ايم مشران هم بنديان کړل منظور پښتين، محسن داوړ، علي وزير، ملا بهرام، ننگيال او په نور په سلګونو مشران ونيول شو د اډياله، هريپور، ډېره اسماعيل خان او ګرد پاکستان زندانونو ته واچول شو. خو دا چيغه ټپه نه شوه، دا نغمه سړه نشوه لا پسې توده شوه

دا چې د پښتون ژغورني د تحريک په راپيدا کېدلو سره يو ځل بيا په پښتنو کې ساه راپيدا شوې ده نو بايد ټول پښتانه په يو اواز ددغه تحريک تر شا ودريږي تر څو د پاکستان استخباراتو دغه د پښتون او افغان وژنې لوبه او د دهشتگردو د رامينځ ته کولو لوبه او د پښتنو  افغانانو د جينوسايډ لوبه د خپلو خلکو او سيمې څخه ټوله کړي او پښتانه لکه د نړۍ د نورو خلکو په څېر ځانونه د مدرسې، طالب او دهشتگردو د استعمار څخه خلاص کړي او واقعي ديني او دنياوي زده کړې وکړي تر څو د نړۍ سره سيال شي او بېرته خپل تېر برم ته وګرځي.

که د پښتون ژغوني تحريک پا پي ټي ايم د بريا پوړيو ته ورسيږې نو لرې نه ده چې افغانستان او په ځانګړی ډول بر پښتانه به هم د ددغه وژنو، د طالبانو، داعش، مافيايي او نورو استعماري ډلو دښکېلاک حخه ازاد شي او بېرته به د حجرې، دېرې، ګودر، يکه زار ټپې، ډول او اتڼ وخت په پښتنو راشي. او لر او بر پښتانه او افغانان به بېرته خپله تتلې شتمني او زيرمې لاسته راوړي. او پنجابي گوډاگيان به خپلې څوکېدارۍ ته وگرځي او پښتون افغان به خان صاب شي او د پټان اگيا چېغه به بيا د پنجاب پېژندنې نښه وگرځي.

د همدې ورځې په هيله.

مننه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.