په خیبر پښتونخوا کې د پي ټیم ایم سوله ایزه جرګه د ښارونو او کلو نه لرې د خیبر په دښته کې په دې منظور حوړه شوې وه چې عامو خلکو ته تکلیف ونه رسیږي او دوی د پاکستان د پوځي ادارې، استخباراتو او پولیسو د لسیزو کلونو د ظلم او بیعدالتۍ په وړاندې خپل غږ پورته کړي.
دوی غواړي چې په خیبر پښتونخواه کې د پښتنو مشران سره جرګه شي او په هره سیمه کې د تیرو څو لسیزو د وژنو، د خپلو عزیزانو د ورکیدو او لا پته کیدو، د کورونو، کلو او بازارونو د ورانیدو او جنګونو د پیښو نه خبر او د پاکستان د استبلیشمنت ظلم، وحشت او دهشت خپلو خلکو او نړیوالو ته په ډاګه او د ثبوتونو سره شریک کړي او همداشان د خپل راتلونکې په هکله تصمیم ونیسي چې څنګه د دغه مصیبت نه خلاص او په خپلو کورونو کې په امن سره ژوند وکړي.
د دې سره سره، د پاکستان پوځ او پولیسو د جرګې په ځای مسلحانه برید وکړ. د پي ټیم ایم درې غړي شهیدان او یو شمیر نور یې زخمیان کړ.
په سوله ایزه جرګه د پاکستان د استبلیشمنټ دا عمل په کلکه غندم او په زور د ولس اواز حکومتونه غلې کولې نشي.
شاه محمود میاخیل د ننګرهار پخوانۍ والي او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.