پهٔ مجلسونو کې اکثرا” دا خبره ډیره تاویږي چې د دین واګې د ملا پهٔ لاس کې دي او پهٔ هرراز چې وغواړي د دین تعبیر کوي او پهٔ خلکو یې عملي کوي. کهٔ د ملا د پوهې او تعبیر سره څوک مخالفت وکړي او یا د هغې پهٔ مقابل کې دریځ ونیسي نو د تکفیر سره مخ کیږي. لهٔ بلې خوا دا وړاندیز هم کیږي چې غیرملا د ملي فکر هیوادوال سره يوځای شي او د دې حالاتو لپاره سمه د حل لار راوباسي.
دا خبرې د څو اړخونو لخوا څيړلو ته اړتیا لري چې کیدای پهٔ لاندې پوښتنو او ځوابونو کې ورته د حل لار پیداشي.
۱- ملا ولې د دومره د زور خاوند و او خاوند دی؟
پهٔ تاریخي لحاظ، ملا د ټولنې غریبه طبقه وه چې پهٔ محدود معاش، د ملا پهٔ ونډه(غله) او وظيفه(د ملا ماښامئ ډوډۍ) به یې ژوند تیراوه. حتی پهٔ ځينو سیمو کې به چا د ملا او د هغه کورنۍ سره خیښي او خپلوي هم نهٔ کوله.
خبره دا نهٔ وه او اوس هم دا خبره مطرح نهٔ ده چې ملا د دین پهٔ هکله پوره پوهه لري او د دیني مسایلو د ټولو اړخونو څخه پوره خبر دی، بلکې خبره دا وه او اوس هم دا ده، چې لوستي قشر دین ته شا کړې وه او اوس یې هم دین ته شا کړې ده.
که لږ شاته نظر واچوو نو ځينې خبرې به څهٔ روښانه شي.
د محمدظاهر شاه سلطنت، د شهیدمحمد داود خان جمهوریت او د خلقیانو او پرچمیانو ډیموکراتیک نظام د مکتب او مدرسې ترمینځ لویه فاصله رامینځته کړې وه. د ملا او دیندارې کورنۍ زوی به مدرسه کې زده کړه کوله او د نورو خلکو زامنو به پهٔ مکتب کې زده کړه کوله.
پهٔ مکتب کې به د څلورم ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې پهٔ اونۍ کې يوځل د قرانکریم ساعت و. پهٔ اوم، اتم او نهم ټولګيو کې به پهٔ اونۍ کې یو ساعت قران کریم او یو ساعت دینیات ته تخصیص و. پهٔ لسم او یوولسم ټولګیو کې پهٔ اونۍ کې يو ساعت د قرانکریم او یو ساعت د عقایدو تدریس ترسره کیده. پهٔ دولسم ټولګي کې پهٔ اونۍ کې یو ساعت قرانکریم او يو ساعت تفسیر ته تخصیص شوی و. اوس نو تاسې خپله فکر وکړئ چې پهٔ اونۍ کې په یو ساعت کې به يو زده کوونکي څومره دیني زده کړه کړې وي.
دا عمومي نهٔ وه مګر لهٔ بده مرغه پهٔ لویو ښارونو او کابل کې معمول و، څوک به چې د دولسم ټولګي څخه فارغ شو نو لمونځ ته به یې شا کړه. څوک به چې پوهنتون ته ولاړ، نو لومړی خو به يې یا د پوهنتون پهٔ دوره کې او کهٔ نه نو د پوهنتون څخه د فراغت نه وروسته به یې روژې نیولو ته رخصت ورکړ. هغه کسان به چې بهرنیو غیراسلامي هیوادونو ته د ماسترئ او ډاکترئ لپاره ولاړل اکثره به یې پوره بیدینه هیواد ته بیرته راستنیدل. ډیر کم ماسټران او ډاکټران د لویديځو هیوادونو څخه بیرته افغانستان دینداره راستانه شوي دي. د جهاد د پیل څخه وروسته د لوستې او نالوستې قشر پهٔ مینځ کې د لمونځونو اداکول ډیرشوي دي، مګر لهٔ بده مرغه پهٔ دین پوهه لاتراوسه هم پهٔ ټيټه کچه ده.
د لوستي قشر پهٔ توګه موږ نهٔ يواځې د دې هڅه ونهٔ کړه چې پهٔ دین ځان پوه کړو، د دیني زده کړي ابعاد وڅيړو، بلکې پهٔ دې مو اکتفا وکړه چې پهٔ ملا انتقاد وکړو او کارونه یې د افغانستان د ملي ګټو پهٔ تاوان وګڼو.
کهٔ لږ ژور فکر وکړو او بیلابیل اړخونه وڅیړو نو ګورو چې دا د ملا دیني پوهه نهٔ ده چې ملا یې د افغانستان پهٔ ټولنه کې دومره غښتلی کړی، بلکې دا د لوستو خلکو د دین څخه کمه پوهه ده چې ملا ته یې د حاکمیت او قدرت لار هواره کړې ده. د دین څخه ناپوهئ د ملا د قدرت د زیاتیدو سبب ګرځي.
۲- د حل لار څه ده؟
کله چې موږ پهٔ خپل مسلک کې پهٔ یوه مسئله خبرې کوو نو لومړی پهٔ هغه برخه کې پوره څیړنه کوو چې پهٔ مسئله پوره پوه شو او حاکمیت پرې ولرو. د دین د زده کړې لپاره دا اړینه نهٔ ده چې موږ باید حتمي مدرسې ته ولاړ شو او هلته زده وکړو. کهٔ د مالیزیا، اندونیزیا، خلیجي هیوادونو، مصر او ځینو نورو اسلامي هیوادونو تعلیمي جوړښتونو ته وګورو نو مکتب او مدرسه يو سیستم دی او ترمینځ یې واټن یا نشته او یا ډیر کم دی. زده کوونکي پهٔ ښوونځیو کې تردې حد پوري د ديني زده کړې پهٔ پوهه سمبالیږي، چې ملا د دین څخه بهر کومه خبره نشي کولای او د دې قدرت او امکانات نشي ترلاسه کولای چې د دین څخه د خپلو ګټو لپاره کار واخلي.
د ملا سره دښمني زموږ د ولس پهٔ ګټه نه ده او نهٔ موږ خپلو موخو ته رسولی شي. که غواړو چې ملا کمزوری کړو نو هغه وسله ترې باید واخلو چې ملا یې د خپلو ګټو پهٔ خاطر د دې هیواد او ملت پرضد کاروي او هغه د دین زده کړه او پهٔ دین پوره پوهیدنه ده. دا کار اوږودمهاله دي مګر نتيجه یې ښه او دوامداره ده.
پهٔ اففانستان کې پرته د ملا څخه داسي عالمان شته چې هم د دیني علم پهٔ پوهه سمبال دي او هم دنیايي لوړه پوهه لري. بله دا چې موږ هم باید د دې توان پهٔ ځان کې پيداکړو او ځان پهٔ ديني پوهه دومره سمبال کړو چې د ملا هرې خبرې ته بیځوابه پاتې نشو. د دې ترڅنګ، پهٔ هرځای کې چې اوسیږو، پهٔ هیواد کې دننه او د هیواد څخه بهر، خپل اولادونه د دنیايي زده کړو ترڅنګ پهٔ دیني زده کړه او پوهه هم سمبال کړو ترڅو د دې جوګه شي چې د دین د پوهې څخه د ملا د سواستفادې مخه ونیسي. هله به د مکتب او مدرسې فاصله کمه شوې وي او ملا به د تکفیر د حکم د صادرولو څخه مخکې ډیر فکر وکړي، او حتی دا وړتیا به یې هم کمزورې شي چې پهٔ چا یا د تکفیر حکم وکړي او یا د دین څخه د خپلو شخصي ګټو او اغراضو لپاره ناوړه استفاده وکړي. د اسلام دین يواځې د ملا نهٔ دی او نهٔ ملا د دین د واکدارۍ حق لري. دا دین زما او ستا د لارښوونې او نیکمرغۍ دپاره رالیږل شوي او پهٔ واقعي او پوره توګه پرې ځان پوهول پهٔ کار دي.
نوره خوښه ستاسې.
لوی څښتن تعالی عالم او لارښود دی.
۲۰۲۴ زیږدیز کال د اکتوبر پنځمه(۵)
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.