د فزیک نوبل جایزه د مصنوعي ځیرکتیا او خپله زده کوونکو کمپیوټرونو بنسټګرو ته ورکړل شوه
په روان کال کې د فزیک په برخه کې د نوبل جایزې ویاړ هغو پوهانو ته ورسېد چې د مصنوعي ځیرکتیا (AI) بنسټ یې ایښی دی. د امریکا نامتو فزیک پوه “جان هوپفیلډ” او د برتانیې او کاناډا ګډ تابعیت لرونکی کمپیوټر ساینس پوه “جیوفري هینټن” د ماشین زده کړې او هغو کمپیوټرونو لپاره چې خپله ځان خپله هوښیارولی شي، بنسټیزې نظریې وړاندې کړې دي.
د نوبل کمېټې په وینا، دغو دوو پوهانو ته دا جایزه “د هغو بنسټیزو موندنو او اختراعاتو په پار ورکړل شوه چې د مصنوعي عصبي شبکو له لارې د ماشین زده کړه شونې کوي.” مصنوعي عصبي شبکې زموږ د مغزو جوړښت تقلیدوي، او د دې په مرسته کمپیوټرونه کولی شي په خپله د معلوماتو بېلابېل جوړښتونه پېژني او د دوی تر منځ اړیکې زده کوي، پرته له دې چې یو پروګرامر ورته په لارښوونې وکړي.
“هوپفیلډ” داسې یوه تګلاره رامنځته کړه چې د معلوماتو جوړښتونه ذخیره او بیا جوړولی شي، لکه د یو ډول طبيعي حافظې په څېر. “هینټن” بیا پر دې بنسټ نوې لارې چارې رامنځته کړې چې له مخې یې کمپیوټرونه د جوړښتونو زده کړه کولی شي، لکه څنګه چې په انځورونو کې د بېلابېلو څیزونو پېژندنه کولای شي.
د AI څېړنیز مرکز Imec مشر، پروفیسور “سټیون لاترې”، په دې اړه وايي: “هوپفیلډ او هینټن د AI اصلي بنسټګر دي. که دوی نه وای، نن به نه د خبرو پېژندنه شونې وه او نه به ChatGPT رامنځته شوی وای.” د دوی لومړني کارونه لا د ۱۹۸۰ لسیزې په پیل کې ترسره شوي وو، خو په هغه وخت کې کمپیوټرونه دومره پرمختللي نه وو چې دا ډول پېچلې محاسبې ترسره کړي. په ۲۰۱۰ کال کې، کله چې کمپیوټرونه ډېر پیاوړي شول، د دوی اختراعاتو په رښتیني ډول د پام وړ پرمختګ وکړ.
د پام وړ خبره دا ده چې “جیوفري هینټن”، چې لس کاله یې په “ګوګل” کې دنده ترسره کړې، تېر کال خبرداری ورکړ چې AI کولی شي خطرناک حالتونه رامنځته کړي که چېرې د شريرو خلکو لاس ته ورشي. هغه اندېښنه څرګنده کړه چې د ټکنالوژۍ شرکتونو ترمنځ د AI پرمختګ سیالي ښایي له واکه ووځي.
هغه په دې اړه وویل: “ډېر لږ خلک به دا ومني چې AI به کله هم له انسانانو څخه هوښیار شي. ما هم فکر کاوه چې دا به لږ تر لږه ۳۰، ۵۰ کاله یا لا هم زیات وخت ونیسي، خو اوس مې نظر بدل شوی دی.”
د نوبل جایزه هر کال د اکتوبر په میاشت کې هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په بېلابېلو برخو لکه طب، فزیک، کیمیا، ادبیاتو او سولې په څېر ډګرونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. دا جایزه د سویډني کیمیا پوه او صنعتي شخصیت “الفریډ نوبل” (۱۸۳۳-۱۸۹۶) په نوم نومول شوې، هغه کس چې د دینامایټ اختراع یې کړې وه.
د نوبل جایزې ګټونکي د دسمبر په لسمه نېټه، د الفریډ نوبل د مړینې په تلين کې، د سرو زرو مډال، یو ویاړلیک، او نږدې ۹۷۰ زره یورو ترلاسه کوي.
هغه دلایل چې ولې د کتابونو لوستل باید زموږ د ژوند يوه برخه وي
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.