د افغانی دودیزو جرګو مخینه او ارزښت

لیکونکۍ: محمدربی آماج

348

انځور: د میرویس نیکه مقبره په کوکران کی چیری یی لومړنۍ لویه جرګه جوړه کړی وه.

سریزه:

په محکومه پښتونخوا کی د پاکستانی ښکیلاکګر رژیم لخوا د پښتنو د سرد سړیو (عثمان کاکړ،پروفیسورارمان لوڼی اومشال) له شهید کیدلو وروسته بیا د ارواښآد شهید ګیله من وزیرد جنازی په مهال د پښتون ژغورنی ولسی غورځنګ مشر (منظور احمد پښتین) د اکتوبرپه یوولسمی نیټی باندی د پښتون ټبر د قامی (نیاو)عدالت د لویی جرګی د را بللو اعلان وکړ.او له هماغه مهاله بیا تر نن روځی پوری په نړیواله کچه د دغی بلنی تود هرکلی وشواو د نړۍ له هرګوټ څخه پښتنو او نورو په انسانیت باورمنو آغلو او ښاغلو دهر اړخیزو مرستو ژمنه او تابیا وکړه چی ډیر د ستاینی وړ ګام دۍ. لدی سره جوخت په ټولنیزو رسنیو کی د جرګی اړوند موافق او مخالف اندونه را ولاړ شول، له بده مرغه چی ډیرۍ دغه د تولنیزو رسنیو ګډونوال د جرګو له مخینی او شالید نه بی خبره او یا هم کره مالومات نلری نو پهمدی خاطر پدی لیکنه به هڅه وکړو چی دغه د افغانی او پښتنی جرګوپه تاریخی مخینه او ارزښت باندی ځغلنده رڼا واچوو. په درنښت

د افغانی دودیزو جرګو مخینه      

له هغه مهاله چی مدنیت شروع او انسانانو یو دبل تر څنګ په ګډه سره په ژوند کولوباندی پیل وکړنو ورسره جوخت ځنی کودونه،نورمونه ،ارزښتونه او يا پر بل عبارت قوانین هم جوړشوی اومنځته راغلل. په لومړنیو وختونوکی دی کودونویا قوانینوشفاهی او رواجی بڼه درلوده چی د وخت په تیریدواو د لیک په ایجاد سره بیا نوری سمونی پکښی راغلی او لیکلی بڼه یی خپله کړه. د بیلګی په توګه له لومړنی لوی مهاجرت ۱۲۰۰زیږدیز(ز) کالونه وړاندی (اویستایی مدنیت) کله چی اریانا ویجه په باکتریا/باختر/بخدی اوسنی بلخ کی مدنیت پیل کړو نو د مشریا بادشاه (یما [یمه/ جم] د ټاکنی لپاره باز(شاهین /عقاب) وکاریدو او همدی یمه ،جم یا یما بیا دبخدی یا اوسنی بلخ د ښار بنسټ کښیښود. سرچینه او اخځلیک : د افغانستان لنډ تاریخ ۱۸ـ۱۹ مه پاڼه.

I یونانی تاریخ لیکونکۍ هیردوټس  (425-490 BC)چی د تاریخ د پلار پنامه شهرت لری ( کتاب یی له نن څخه ۲۱۰ کالونه وړاندی په انګلیسی ژباړل شویدۍ ) داسی وایی چی پاکتیسیا (پکتیکا) او باکتر ( باختر یا بلخ) یو خلک دی او پارس او ساکستان (پارس اوسنی ایران او ځینی نوری ګاونډ سیمی او ساکستان یی اوسنۍ افغانستان د امو او سند سیندونو تر منځ سیمه ) دوه جلا ملکونه دی ، پدی اړه تردی بل باوری تاریخی لاسوند تر اوسه نشته.

هیردوټس لیکی چی په (BC 513) کی د پارس پاچا (داریوش) په ساکستان ناڅاپی یرغل وکړو پدی مهال د جګړی د پیل تر مخه د ساکستان پاچا (ایدان تورسوس) سمدلاسه د لویی جرګی د رابللو غږ او تابیا وکړه چی د ساکستان یا اوسنی افغانستان په تاریخ کی دا لومړنی لویه جرګه وه چی ثبت شویده. اخځلیک: د هیردوټس تاریخ ۲۷۴ مه پاڼه  کی نورتفصیل هم لیکل شویدۍ.

پدی جرګه باندی به لږ نورتم شو: هیردوټس لیکی چی د ساکانو پاچا(ایدان تورسوس) د ټولو قومی مشرانو جرګه را وغوښته چی د داریوش د یرغل د مخنیوی په پآریو تدبیر او پریکړه تر لاسه کړی،هیردوتس ورپسي زیاتوی چی دا جرګه په بشپړه دیموکراسي کی جوړه شوه.پدی جرګه کی د بودینی،ګلونی او سرماتو استازو د ساکانو/سکاییانو د ملاتړ ننګه وکړه مګرد اګاتیریسی،نری،اندروفاګی،ملانکلایی او توری مشرانو ورته وویل چی لومړۍ یرغل تاسو کړۍ او تاسی پړه یاست او تاسو هغه مهال زمونږ سره مشوره ونه کړه او په دوی مو یرغل وکړ او که هغوی په موږ باندی په نامردۍ (نا میړنتوب) یرغل وکړی نو موږ هغه مهال له دوی سره جګړه کوو( دا وه دهغه مهال د ساکستانی/ اوسنی افغانی جرګو دیموکراسی). دلته دا هم د یادونی وړه چی هخامنشی کوروش دساکستانی(لوی افغانستان) ملکی تهموروس سره په جګړه کی د ساکانو په لاس ووژل شو. اخځلیک: د افغانستان ملی تاریخ لومړۍ ټوک.لیکوال قدرت الله حداد.

د لرغونی افغانستان په همدی دودیزو جرګوکی د کلی او محلی له ستونځو نیولی بیا د ټول ملک په کچه سیاسی مسلی څیړل کیدلی او پریکړی ورباندی کیدلی.

II- ورپسی بیا کله چی لرغونو آریایانو(باختریانو) د هند د نیمی وچي په لور لوی مهاجرت پیل کړو نو همدا لرغونی دود او رواج یی له ځان سره د هند نیمی وچی ته راوړو چی تر اوسه پوری په هند کی د هماغه مهال مفهومونه پخپله اصلی بڼه کارول کیږی. او په لاندی ډول دی لکه:

۱-سبها Sabha: دغه لرغونۍ آریایی نوم چی اوس په هند کی د (لوک سبها) پنامه یادیږی او د هند دپآرلمان لاندینی خونی ته ویل کیږی.

۲-سیمتی Simathy : په افغانستان کې د لرغونو آریایانو په مهال د سبها جرګې تر څنګ د سیمتي په نامه بله جرګه هم وه چې پوهانو، مخورو کسانو، ریشیانو (چې د جرګې چارې یې څارلې) او مذهبي شخصیتونوبه په کې برخه اخیسته.

د ریګویدا په سرودونو کې راغلي ” ای اندرا! د سیمتي جرګه کې ستا هغه دوستان برخه اخلي چې د رمو او شتو څښتنان دي.”

په دغه جرګه کې نه یوازې سیمه اییزې لانجې او ستونځې هوارېدې، بلکې په ملي کچه ان د هېواد ټولواک هم د دغې جرګې له لوري ټاکل کېده.

۳-د کنیشکا جرګه (۱۲۰-۱۶۰ز) : کوم وخت چې کنشکا واک ته ورسېد د افغانستان یو شمېر وګړواو په سر کې یی د ګندهارا، باګرام، او د لویې کاپیسا (کپاپیس) اوسېدونکو وړاندیز وکړ چې په بودایي مذهب کې باید بدلون منځ ته راشي.

دبودیزم عقیده یا مذهب په شپږمه مخزېږدې ( (BC پېړۍ کې په هندوستان کې زېږېدلی و خو په افغانستان کې یې وده وکړه او پراخ شو، نو ځکه خو کنشکا د خلکو په غوښتنه یوه لویه جرګه چې د ګډونوالو شمېر یې ۵۰۰ کسانو ته رسېده د افغانستان د هغه وخت په ژمنۍ پلازمېنه کشمیر کې جوړه کړه.

په دغه جرګه کې د هېواد پوهانو، مذهبي سټو او قومي مشرانو برخه اخیستې وه. دغه جرګه د هېواد د نامتو عالم او نوښتګر وازو میترا Vasou Mitra تر مشرۍ لاندې جوړه شوه. نوموړی په فلسفي او مذهبي زده کړو کې د بشپړ واک او ځواک څښتن بلل شوی دی.

په دې جرګه کې پر مخورو کسانو سربېره د کنشکا مذهبي سلاکار پارسوا Parsva ، لیکوال او ادبپوه “اسواکوسا” او نورو ګډون درلود.

III- د اسلامی پیرافغانی جرګی

۴- د غزني جرګه (۳۶۶ ه ل، ۹۷۷ ز)

دغه لویه جرګه د لرغوني غزني په تاریخ کې په ځانګړي ډول د غزنویانو (تګیانو) په تاریخ کې د پام وړ ځای لري چې په پایله کې یې سبکتګین (ناصرالدین) د افغانستان پاچا وټاکل شو.

خو د جرګو په تاریخ کې په تېره د افغانستان په اوسمهاله یا معاصر تاریخ کې کومې جرګې چې ډېر ارزښت لري هغه د میرویس هوتک او احمدشاه ابدالي د پېرونو لومړنۍ جرګې دي چې حکومتونو له خوا نه دي رابلل شوي، بلکې دغو جرګو حکومتونه رامنځته کړي دي.

۵- د میرویس نیکه د مهال جرګی : د میرویس نیکه د مشرتابه په مهال ټولټال دری جرګی جوړی شویدی.

۵.۱- د۱۷۰۹ز کال لویه جرګه:

د دغې جرګې تاریخي ارزښت په دې کې دی چې صفوي واکمن شاه حسین د افغانستان یو شمېر سیمې لاندې کړې وې، او ګورجستاني ګورګین د شاهنواز خان زوی د کندهار واکمن ټاکل شوی و.

د ده د ظلمونو له بابته میرویس خان ۴ وارې صفوی شاه حسین ته شکایت وکړ. دا چې نوموړي د میرویس خان شکایتونه با بیزه وګڼل، او یا یې په ګورګین وس نه رسېد، کره نه ده. هره خبره چې وه خو له صفوي درباره نهیلی میرویس خان د بیت الله په لور وخوځېد، او د حجاز له عالمانو یې د ګورګین پر وړاندې دمقابلی شرعی فتوا ترلاسه کړه.

میرویس خان هوتک لومړی ځل د کندهار ښارشمال لودیځ په لس کیلومترۍ  د ارغنداو په کوکران کی یوه لویه ملي جرګه جوړه کړه، او ولسی مشران یې د حجاز د مفتیانو فتوا ته راوبلل چې د ګورګین او صفوي دربار په وړاندې پاڅون وکړي.

 ۵.۲- دویمه لویه جرګه : د کندهار ښار ختیځ لوری په دیرش کیلومترۍ کی په “مانجه” نومی ځای کې جوړه شوه او د ټولو قومونو(سیدال خان ناصر،بابو خان بابۍ،بهادرخان،پیرمحمد میاجی هوتک،یوسف خان هوتک،عزیزخان نورزۍ،ګلخان بابړ،نورخان بړیڅ،نصروخان الکوزۍ،یحیی خان د میرویس هوتک ورور،محمدخان د هغه وراره اویونس خان کاکړ ګډون کړۍ وو مشرانو میرویس هوتک د پاڅون د مشر په توګه وټاکه، او د خپلواکۍ د اعلان لاسوند د ټولو جرګه والو له خوا لاسلیک شوه او هم یې په قرآن کریم لوړه وکړه.

۵.۳- دریمه ملی لویه جرګه: درېیمه جرګه د میرویس هوتک د واکمنۍ، او د هېواد د خپلواکۍ ساتلو لپاره جوړه شوه. دا ځکه چې د هند ګورګانیانو او د پارس صفویانو ګواښ کړی و او نه یې غوښتل په افغانستان کې یو پیاوړی حکومت جوړ شي. دغه جرګه د وخت د ګاونډیانو د بدو نېتونو پر وړاندې یو ملي ګام بلل شوی دی.

۶- د ۱۷۴۷ زېږدي کال جرګه

په پارس یا اوسنی ایران کی د نادر شاه افشار له وژلو(۱۱۶۰ه او ۱۷۴۷ز دجون میاشت د یکشنبی شپه د خبوشان په فتح آباد کی) وروسته احمدشاه ابدالی د خپل پوځی ملګری نورمحمدخان میرافغان سره د هرات او د بل روایت له مخی د فراه له لاری د رسالی (نه تم کیدونکۍ سفر) پوسیله د اوو شپو په موده کی کندهار ته راورسیدو او نادرشاه افشار د وژل کیدو خبر یی ولس ته ورسولو او بیا یی د نادر آباد نوي کلا ته څیرمه د شیرسرخ زیارت کی د قومی مشرانو هریوه : نورمحمدخان میرافغان د غلجیو مشر،محبت خان دپوپلزیو مشر،موسی خان د ساکزیو مشر،نصرالله خان د نورزیو مشر او حاجی جمال خان د بارکزیو مشرګډون کړۍ وو ،دی مشرانو آته غونډی وکړی خو سره جوړ نه شول لامل یی دا وو چی نوموړی قومی مشران د یوه داسی شخصیت په لټه کی وو چی هم په قومی دود او دستور بلد وی هم دیکتاتور نه وی او وطنپآل وی نو د دی جرګی په نهمه روځ د ټولو مشرانو سترګی د احمدشا ابدالی لوری ته واوښتی او پّهمدی روځ بیا د شیرسرخ زیارت منجورد کوټی راووت او د غنمو یو څو څانګی یا وږی یی د احمد شاه ابدالی په لنګوټه کی وټومبل (چی دغه دغنمو وږی لا تر اوسه د افغانستان په ملی بیرغ کی شته ) او د جرګی ټولومشرانوپه یوالی ورته مبارکی وویله. دغه ده د پښتنی ولسی جرګو د دیموکراسۍ بله بیلګه.

د افغانستان په تاریخ کې له لرغوني پېر نه راواخله تر اوسه پورې دغه جرګه چې احمدشاه ابدالي یې واک ته ورساوه ځانګړی ارزښت لري.

په دې جرګه کې د افغانستان یووالی ټینګ شو، او هېواد په اقتصادي، سیاسي، کلتوري، او پوځي برخو کې د تېر په پرتله وده او پرمختګ وکړ.

دغه جرګه چې د ۱۷۴۷ زېږدیز(ز) کال په اکتوبر کې د کندهارپه شېرسرخ زیارت کې جوړه شوه، د څرنګوالي، او خپلی ځانګړتیا لله مخې د هېواد له نورو جرګو سره د پرتلې وړ نه ده.

احمدشاه ابدالي د همدې جرګې په هوکړه واک ته ورسېد، او د همدې جرګې له برکته یې یوه لویه ټولواکمنۍ جوړه کړه.

اخځلیک: د استاد شهسوار سنګروال مقاله ۲ لیندۍ ۱۳۹۲ – ۲۳ نومبر ۲۰۱۳ تاند بريښنایی ورځپاڼه، علامه عبدالحۍ حبیبی د افغانستان لنډ تاریخ اومیر غلام محمد غبار: افغانستان در مسیر تاریخ.

۶- د ۱۸۴۱ز کال جرګه

دغه جرګه په داسې مهال کې جوړه شوه چې په هېواد کې د افغان انګلیس لومړۍ جګړه روانه وه.

د هېواد په داسې شرایطو کې جرګه د نومبر په لومړۍ نېټه (۱۸۴۱ ز) کال کې جوړه شوه او سردار محمد زمان خان (چې په نواب مشهورو) د رئیس، او امین الله خان لوګري د مرستیال (نایب) په توګه وټاکل شول.

موخه یې دا وه چې پاڅونوال د انګرېزانو پر وړاندې له نظامي او سیاسي اړخه منظم کړي. د جرګې د پرېکړو له مخې د نوامبر په دویمه نېټه عمومي پاڅون پیل شو.

۷- د ۱۸۶۵ ز ۱۲۴۴ه کال لویه جرګه

دغه جرګه چې د امیر شېر علي خان د واک په مهال رابلل شوې وه د ۲۰۰۰ تنو شاوخوا کې استازو په کې ګډون درلود چې د افغانستان د ټولو سیمو مخورو، سپین ږيرو، اود قوم مشرانو په کې ګډون کړۍ وو، د دې جرګې غونډه د امیر شېرعلي خان په مشري جوړه شوه چې د یو شمېر نورو موضوعاتو په لړ کې یوه مهمه مسئله د امیر د زوی ( شهزاده عبدالله جان) د ولیعهدۍ اعلان و.

۸- د امان الله خان د مهال جرګې

۸.۱- د امان الله خان د پيرلومړۍ لویه جرګه : نوموړی جرګه په ۱۳۰۱ ه کال په جلال اباد ښار کې جوړه شوه. په دې جرګه کې ژمنه وشوه چې دولتي چارې به د نظامنامو (قوانینو) له مخې پرمخ ځي. په دغه جرګه کې ۸۷۲ کسانو ګډون کړی و.

۸.۲- د امان الله خان د پېر دویمه جرګه:  دا جرګه په ۱۳۰۳ ه کال په پغمان کې جوړه شوه چې د هېواد استازو په کې په بشپړه آزادۍ برخه اخیستې وه. په دغه جرګه کې پر نظامنامو (قوانینو) سربېره د هېواد  په کورنیو او بهرنیو مسئلوهم خبری شوې وې.

پدی جرګه کی د ګډونوالو شمېر ۱۰۵۴ تنو شاوخوا ته رسېده. کومه خبره چې د دغې جرګې په تړاو ډېره مهمه وه هغه د روسانو له خوا د پنجدې نیول وو. د جرګی ګډونوالو افغانستان ته د پنجدې سیمی د بېرته سپارلوغږ وکړ.

۸.۳- د امان الله خان د پیردرېیمه لویه جرګه : نوموړی جرګه په ۱۳۰۷ لمریز کال په پغمان کې جوړه شوه چې پاچا ورته د خپل باندني سفر په اړه خبری وکړی. د دې جرګې د ګډونوالو شمېر ۱۱۰۰ تنو ته رسېده.

IV– دامان الله خان دوری او دسقاو د زوی د پرځیدو نه وروسته جرګی

۹- د ۱۳۰۹ ه کال لویه جرګه: دغه جرګه د وږي په اتلسمه ۱۸ نېټه په “استور” ماڼۍ کې د محمد نادر خان په وینا پرانیستل شوه. د دې جرګې رابللو نه د نادرخان یوه موخه دا وه چې خپل واک ټینګ کړي، او بل ټول هغه تورونه له یوې مخې رد کړی چې ګنې نوموړۍ د پردیو په مرسته واک ته رسېدلی دی.

۱۰- د ۱۳۲۰ ه کال لویه جرګه: دغه لویه جرګه چی اعلحضرت محمد ظاهرپه پیر کی جوړه شوه موخه یی د دوهمی نړیوالې جګړې په اړه د افغانستان د ناپېیلتوب اعلان وو. دا په داسې حال کې و چې د جګړو ټولو اړخونوهڅه کوله چې افغانستان د ځان ملګری او پلوی کړي، اوهغه داسی وه چی پدی جګړه کی ښکیل متفقین ( د نازی آلمان او ملګرو هیوادونو) مخالف هیوادونوله هغی ډلی شوروی او انګلیس له افغانستان څخه د جرمنی او ایتالیی مسلکی متخصصینو له افغانستان نه د بدرکولوغوښتنه کوله او نوروبیا دا غوښتل چی له دوی سره په جنګ کی د دوی په ګټه برخه واخلی او یا دوی ته لاره ورکړی چی ځواکونه شوروی اتحاد جبهی ته ولیږی نود افغانستان پاچا (محمد ظاهر) لویه جرګه راوغوښته اود همدی لویی جرګی په ترځ کی داسی پریکړه وشوه چی: پدی جګړه کی افغانستان په بشپړه توګه بی پری پاتی کیږی اومتفقینو ته د جرمنی او ایټالوی مسلکی اتباعو ورسپارل یی هم رد کړل او وه یی ویل چی هغوی زموږ میلمانه دی اوافغانستان غواړی چی دا متخصصین په پوره خوندیتوب خپلو هیوادونو ته ورسیږی او متفقین باید دا تضمین کړی چی بیا همدا جرمنی او ایټالوی متخصصین د شوروی او انګلیس په ضمانت خپلو هیوادو ته ورسیدل اود افغانستان د لویی جرګی دا دواړه غوښتنی د متفقینو لخوا ومنل شوی.

۱۱- د ۱۳۳۴ ه کال جرګه: دا لویه جرګه د پښتونستان د ستونځی په تړواو جوړه شوه. د دې جرګې ملي، سیمه اییز، او نړیوال ارزښت د پام وړ و. لدې جرګې یو کال د مخه (۱۳۳۳ ه) د سردار محمد داود خان د صدارت په مهال د پاکستان پر وړاندې “سفربري” هم اعلان شوې وه.

جرګې پرېکړه وکړه چې د پښتونستان ستونزه دې د دغې سيمې د ولسونو د حق او غوښتنې پر بنسټ هواره شي اوافغانستان دې له پوځې پلوه پیاوړی شي.

جرګې په پای کې ټینګار وکړ چې د پښتونستان ستونځه د هغوی د اوسیدونکو له خوښي پرته د پاکستان خاوره ونه ګڼل شي.

۱۲- د اساسي قانون د تصویب جرګې

نوموړی جرګه په ۱۳۴۳ ه کال کی د اساسي قانون د تصویب لپاره راوغوښتل شوه.

V- د سردار محمد داوود خان د جمهوری ریاست د وخت جرګه

۱۳– د ۱۳۵۵ کال لویه جرګه چې د سردار محمد داوود خان په هیواد کی واک واک ته ورسید د اساسي قانون د تصویب لپاره رابلل شوې وه او هم نوموړۍ پکښی دلومړی جمهور رییس پتوګه اعلان شو.

VI-۱۴:- د خلق دیموکراتیک ګوند د واک د مهال جرګې

۱۴.۱– د خلق دیموکراتیک ګوند دپرچم ډلګۍ د واک په مهال د ببرک کارمل لخوا په ۱۳۶۰ ه کال کی یوه جرګه په داسې مهال کې جوړه شوه چې شوروي ځواکونو پرافغانستان برید کړی و، اود پرچم ډلی هڅه کوله چې د “پلار وطنه ملي جبهه” جوړه شي تر څود شوروی پوځی یرغل ته توجیه له ولسی اړخه ومومی. د نوموړی جرګی نیږدی ټول غړی یې دخلق او پرچم ډلی ګوندیان، اویا خو هم د ګوندیانو خپلوان وو.

۱۴.۲-  بیا هم د خلق دیموکراتیک ګوند د پرچم ډلی دې ته ورته جرګی په ۱۳۶۴ کال کې د قبایلو په نامه، په ۱۳۶۵ او ۱۳۶۶په کلونو کې د ډاکټر نجیب الله له خوا جرګې راوبلل شوې چی د ۱۳۶۶ه-۱۹۸۷زکال د نومبرد جرګی یادون اړین دۍ،نوموړی جرګه چی د ډاکتر نجیب الله د واک په مهال او وطن ګوند تر سرپرستۍ لاندی جوړه شوه ځنی ارزښتناکی پریکړی پکی وشوی او هغه داسی وی: الف:- د وطن ګوند د خپل آساسی قانون مسوده تصویب او هغه یی قانون وبللو.ب:- پدی قانونی مسوده کی اسلام د افغانستان دین وبلل شو.پ:- د هیواد حکومتی نوم د دیموکراتیک جمهوریت څخه د افغانستان په جمهوریت بدل شو.د:- سیاسی اداره له دیموکراتیک نه پارلمانی ته واوښته او مجاهدینو ته ۲۵ سلنه چوکی ونډه بیله شوه.مګر دی جرګی هم هیڅ د لمس وړ پایلی نلرلی او نه یی کوم ملی ارزښت وموند ځکه ټول افغان ولس او نړیوال پوهیدل چی د رژیم وخت تیراو د پاڼ په څنډه ولاړدۍ.

 اخځلیک: دافغانستان په معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه،لیکوال کاندید اکادیمیسین ابراهیم عطایی.

VII- د مجاهدینو د واک د مهال جرګی

۱۵- د برهان الدین ربانی د اهل حل وعقد جرګه: د۱۹۸۸ کال د اپریل په څوارلسمه د ماسپښین په ۴ بجو په جینوا کی د امریکا(د بهرنیو چارووزیرشولز)او شوروی اتحاد(د بهرنیو چارو وزیر ادوارد شوارد نادزی) په ضمانت د پاکستان(د بهرنیو چارو وزیرزید نورانی) او افغانستان (بهرنیو چارو وزیر عبدالوکیل) تر منځ د سولی هوکړه لاسلیک شوه چی په ترځ کی یی شوروی اتحاد له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د بیرته ایستلوژمنه وکړه.ورپسی د پاکستان د هغی مهال لومړی وزیر (محمد نوازشریف) په لارښوونه په پیښور کی د افغان مجاهدینو تر منځ د راتلونکی حکومت په سر داسی جوړ جاړۍ وشوچی: لومړۍ به حضرت صبغت الله مجددی د دوو میاشتو لپاره د پنځوس کسیزه شورای په مشرتابه هلته ولاړشی تر څو د موجوده واک لرونکو څخه بیله کوم قید اوشرطه قدرت انتقال کړی بیا همدا شوری د حضرت صیب تر مشرتابه لاندی د څلورو میاشتو لپاره عبوری حکومت تمثیل کوی. ورپسی به برهان الدین ربانی د څلورو میاشتو لپاره حکومت کوی چی یوه ورځ به هم نه غځول کیږی کله چی برهان الدین ربانی واک تر لاسه کړ نو د چل ول او خلکوته د بډو ورکولو له لاری یی د “شورای اهل حل و عقد” په نامه د یوې ناستې په ترڅ کې د جرګې پېښې (تمثیل) وشوې،پدی شورای ډېره نیوکه دا وه چې یوازې د برهان الدین ربانی او شمالی ټلوالی د واک او ځواک دغځولواو پیاوړتیا په موخه رابلل شوې وه، خو د لویې جرګې تاریخي حیثیت او حقوقي ارزښت یې نه و خپل کړی او همدا پریکړه د داخلی جګړی د شروع او خوریدولامل شوه. د اټکلونو له مخی اویازره کابل میشتی پکښی شهیدان شول.

اخځلیک: دافغانستان په معاصر تاریخ یوه لنډه کتنه،لیکوال کاندید اکادیمیسین ابراهیم عطایی. او زما(لیکوال مشاهدی)

VIII۱۶ د طالبانو د اولینۍ دوری د دینی عالمانو(ملایانو) جرګه: طالبانو په افغانستان له ولکی ټینګولو وروسته د ۱۹۹۶ کال د اپریل په څلورمه په کندهارکی یوزراو پنځه سوه (۱۵۰۰) ملایان راغونډ او جرګه ګړل چی په ترځ کی یی ملامحمدعمر آخوند د امیر المومنین په توګه وټاکلو. طالبانو پخپله هم دا ټولنه د جرګی په نوم نه ده یاده کړی بلکه د الله د حکم یعنی د سورت شورای د دغی آیت :وامرهم شورای بینهم.ط ژباړه : الله تا سو ته پخپلو منځو کی په مشوره باندی امر کوی. د دینی عالمانو د شورای نوم ورکړیدۍ. د طالب پلوه ملایانو دا غونډه نه ملی وه او نه قومی. او کوم خاص تاثیر یی هم نه درلود ځکه یوازی د ملا محمد عمر آخوند سره دبیعت په پار جوړه شوی وه او نور ولس پکی له پام غورځول شوۍ وو. اخځلیک: زما(لیکوال) مشاهدی او د سترګو لیدلۍ حال.

IX۱۷ د امریکا او ناتو د شل کلن حضور جرګی

د حامد کرزي د واک له پیل د جمهوریت تر پرځیدو پورې  دغه لاندی جرګی جوړی شویدی:

۱۷.۱- بیړنۍ لویه جرګه:  په افغانستان کی د امریکی او ناتو په مټود طالبانو له پرځیدو وروسته او دبن د کنفرانس په بیړنۍ غونډه کی د حامد کرزی دغوراوی په تعقیب د۲۰۰۲ ز کال د اپریل په میاشت کی د اسماعیل قاسمیار ترمشرتابه لاندی د ۱۵۵۱ ګډونوالو په شتون کی حامد کرزۍ د موقت جمهور رییس پتوګه غوره او دبرهاان الدین ربانی لخوا په سمبولیکه توګه د چارو واګی وروسپارل شوی. همدا رازپدی جرګه کی ۱۱ سلنه ونډه ښځو ته ومنل شوه.

۱۷.۲- د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه: د ۱۳۸۲ز کال په لیندۍ میاشت کی د حامد کرزي  لخوا رابلل شوی وه او دحضرت صبغت الله مجددی تر مشرتابه لاندی یی د  ۵۰۰ کسانو په ګډون جوړه او هیواد آتم آساسی قانون یی تصویب کړو.

۱۷.۳- د ۱۳۸۹ ه کال مشورتی جرګه: نوموړی جرګه د ۱۶۰۰ کسانوپه ګډون د برهان الدین ربانی تر مشرتابه لاندی جوړه شوه او په ترځ کی یی د حامد کرزی د سولی پلان تایید، برهان الدین ربانی د سولی شورای د رییس پتوګه غوره او یو شمیر طالب بندیان آزاد کړل.

– بيړنۍ لویه جرګه، او د اساسي قانون د تصویب لویه جرګه چې د حامد کرزي په لنډ مهاله حکومت کې رابلل شوې وې، ټاکلې دندې يې درلودې، چې پر بنسټ یې په هېواد کې نوی نظام ټینګ شو. په همدې سبب دغو دووجرګو ته ډېری افغانان په درنه سترګه ګوري

۱۷.۴- له امریکا سره د ستراتیژیکی همکارۍ  تړون جرګه: دا جرګه چی د حضرت صبغت الله  مجددی تر مشرتابه لاندی د ۲۰۰۰کسانو په ګډون د څلورو ورځو لپاره په کابل کی جوړه شوی وه چی په ترځ کی یی له امریکا سره د ستراتیژیکی همکارۍ او له طالبانو سره د سولی مسله وڅیړل شوه د نوموړی جرګی د جوړیدو په اړه طالبانو د ګډوډۍ تهدید کړۍ وو او د لویی جرګی په خیمه باندی یی د توغندیو برید هم وکړ. دا چې د ستراتیژیک تړون په اړه د مشورتي لویې جرګې رابلل څومره پرځای ګام دی، یو جلا بحث دی، خو د افغانستان اساسي قانون ولسمشر له دې نه دی منع کړی چې د هېواد او حکومت په چارو کې دې له ولس نه سلا واخلي.

۱۷.۵- د سولی مشورتی جرګه: نوموړی جرګه د۱۳۹۹ه -۲۰۲۰ز کال د اګست په آتمه د محمد اشرف غنی د جمهوری ریاست په مهال جوړه شوه او موخه یی له طالبانو سره د سولی دپروسی پرمخ بیول وو چی په ترځ کی یی ۵۰۰۰ طالب بندیان چی له هغی ډلی ۴۰۰ بندیان ډیر خطرناک بلل شوی وود همدی مشورتی جرکی په خوښه له زندانونو خوشی شول.

اخځلیک: ویکیپیډیا دانشنامه او زما(لیکوال) خپلی مشاهدی

X – د طالبانو د اوسنۍ پیر جرګی: د جمهوریت له سقوط وروسته ۱۵ اګست ۲۰۲۱ کله چی طالبانو پیاځلی د قدرت واګی په لاس کی واخیستی تر اوسه (اکتوبر۲۰۲۴) پوری یی حکومتی سیستم نا څرګند دی او د افغانستان د طالبانو اسلامی امارت نوم یی ورکړیدۍ ،پخوانی اساسی قانون یی ځنډولۍ دی او ټول حکومتی سیستم په سرپرستانو چلوی اوکومه جرګه یی هم نده رابللی. دوی خپلی ورځنۍ چاری د دوی قاضی القضات او ستری محکمی د رییس(شیخ عبدالحکیم حقانی) په عربی ژبه  د الامارت الاسلامیه و نظامها (د اسلامی امارت چوکاټ) نومی لیکلی کتاب له لارښوونو سره سم پرمخ وړی.پردی کتاب باندی د طالبانو د امیر المومنین(شیخ ملا هبته الله) سریزه هم لیکل شویده او داسی مانا ورکوی چی همدا کتاب د طالبانو مانیفیست دۍ، پدی کتاب کی ډیر خامۍ او کمزورۍ استدلال وجود لری.

پورتتنیو جرګوته له ځغلند نظر اچولو نه داسی پایله لاسته راځی چی په افغانی او بیا پښتنی جرګو کی هغه جرګی بریالۍ ختلی دی چی ولسی ملا تړ ورسره وو او روښانه موخی یی لرلی لکه: ساکستانیانو (ایدان تورسوس) لویه جرګه،د کنشکا لویه جرګه د حاجی میرویس خان جرګه، د احمدشا ابدالی جرګه،د محمدظاهرشاه لویه جرګه د دوهم نړیوال جنګ په مهال….. مګر هغه جرګی چی د اشخاصو او یا هم د ګوندونو لخوا دشخصی او ناڅرګندو موخو لپاره رابلل او جوړی شویدی څرګندی پایلی یی ندی لرلی لکه د شوروی اتحاد دیرغل او نیواک په مهال د خلق او پرچم ګوندونوجرګی،یا د برهان الدین ربانی د اهل حل وعقد جرګه او یا هم په کندهار کی د طالب چارواکوجرګه.

اوس به راشو دیته چی د جرګی لغت څه مانا لری او سرچینه یی چیری ده؟. د جرګی د لغتEtymology: د نوموړی لغت ریښه د مغولی (منګولیایی Jerge) څخه اخیستل شویده چی د رتبی،نظم او تر تیب په مانا ده چی د لوبویا ډوډۍ خوړلو په مهال به یوه لویه ډله نارینه د دایری په شکل سره ناست وو. او یا خو به نارینه د ۴،۳ او یا هم ۵ او تر دی زیات کسان به دخپلمنځی ستونځو د حل په پآرپه مځکه د دایری په شکل سره کیناستل او کوم مشر چی به خبری کولی هغه به د دایری په منځ کی ولاړوو او که کوم چا به سوال کولو نو هغه به هم ولاړیدو. چی دجرګی دا عادت تر اوسه په پښتنی ټولنه کی کټ مټ پلۍ کیږی.

په پښتو کی غټی ټولنی ته لویه جرګه او کوچنی ټولنی ته جرګګۍ وایی.دغه بنسټ او دستور سلګونه کالونه لرغونتوب او مخینه لری او اسلامی نظریی اودی الهی حکم (وامرهم شورای بینهم.آیت) ته ورته والۍ لری پداسی حال کی دغه پښتنی دود سلګونه کالونه وړاندی له اسلام څخه منځته راغلۍ او پلۍ کیدو. د جرګی په اړه داسی فکر کیږی چی دا دود اودستور د اندو-اروپایی ټبرونودی چی د آریا،آرینه ویجه (په پښتو کی اویجه اوس هم د ټاټوبی مانا ورکوی عبدالحی حبیبی د افغانستان لنډ تاریخ ۱۳ مخ) پنامه یادیږی.

 اخځلیک: ویکیپیډیا (jirga).

لکه د دی څیړنیزی لیکنی په سریزه کی می لیکلی چی نن سبا په کوزه پښتونخواه کی د پښـــتون ژغورنی قومی خـــوځـــښت (Pashton Tahafooz Movement PTM) لخوا د اکتوبر د ۱۱نیټی د لویی قومی جرګی بلنه ورکړیده چی د ټولو انساندوسته خلکو او پښتنی افغانانو لخوا یی پراخ ملاتړ شویدۍ دا ولۍ؟! ځکه چی ادعا یی پځای ریښتینی او پیعمبری ده. د ځان لپاره څه نه غواړی بلکه دټول قوم لپاره یی غواړی او غوښتنه یی څه ده. ارواښاد اجمل خټک دی سوال ته پخپل ژوندکی مخکی له مخکی داسی ځواب ورکړیدی.

ما دی خپل زړه ته سر وښکته کړلو،،ده په اوتره سترګو بره کتل…..دی شنه آسمانه غوریدو ویل یی،،،ما تری نه واوریدل یوڅو لفظونه…..ویل یی ای د لامکان خاونده!،،،پخپل مکان کی خپل اختیار جنت دۍ،،،ګنی د دغه لیونتوب پنامه ،،،،،که نار وی نار که دار وی دار جنت دۍ. او د پآی تکۍ: چی شاهین یی پّ الوتو ستړۍ کیږی…پښتانه هلته دیری لری جرګی کړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.