د پښتونخوا هغه سيمه چې اوس د پاکستان ترحاکميت لاندې ده، له تېرې نيمې پېړۍ راهیسې د پاکستان د پوځ او استخباراتو په لاس د جهاد او سپېځلي اسلام په نامه د د جهادي تنظيمونو، القاعدې، لشکر طيبه، جيش محمدی، د شرقي ترکستان (یغور) اسلامې نهضت، د ازبکستان، تاجکستان او چيچنيا ترهګرو، پاکستاني طالبانو او داعش خراسان په څېر د سيمه ايزو او نړيوالو ترهګرو او ترورستي ډلو د روزنې او پالنې په مرکزونو بدله کړې ده. په افغانستان او سيمه کې د اوږدو کلنو سياسي او امنيتي بې ثباتي په همدغه سيمه کې د روزل شويو ترهګرو د لاس محصول دی.
کله چې په ۲۰۰۱ کال کې د امریکا اوناټو پوځونه له تروريزم سره د مبارزې په نامه افغانستان ته ننوتل او دې کار ته يې د وسلو او پيسو په سخاوت کمپاين پيل کړ، دپاکستان فوځ او استخباراتو په ډیر مهارت له تروريزم سره دمبارزي په بهانه له امريکايانو څخه د څو کلونو په اوږدو کې دری دیرش (۳۳) ملیارده ډالر تر لاسه کړل، خود تروريستانو پرځای يې د بیګناه ځايي خلکو کورونه بمبارد کړل، ۸۵ زره عام بیګناه پښتانه يې يا ووژل، يايې بنديان او لادرکه کړل. د خلکو کورونه ، دکانونه اوبازارونه يې وروسوزول او یا يې په بلدوزرونو، بمونو، راکټونو اوبمباریو وران کړل، د دوی په ځمکو کې يې ماینونه وکرل، په زرګونوبیګناه اوبي وزله کورنۍ يې مهاجرت ته مجبوري کړي، چې اوس هم په ډيره خوارۍ او ذلت دمهاجرو په کمپونو کې ژوندکوي.
د مظلوميت ، حقارت او غلامۍ دغه حالت تر دې زيات د پښتنو لپاره د زغم وړ نه دی، چې د پاکستان پوځي اداره له يوې خوا د ترورستانو روزنه او پالنه کوي، او له بلې خوا د تروريزم سره د مبارزې په بهانه له امريکايانو او غربيانو پيسې اخلي اوپه دغه جنګي تجارت کې د ترورستانو پر ځای ساده بې وسلې پښتانه وژني.
پر پښتنو ددغه ظلم او ناروا د مخنيوي لپاره د 2018 کال دجنوري په میاشت کې د منظور احمد پشتین په مشرۍ د پښتون تحفظ مومنټ ( PTM) یا پښتون ژغورنې غورځنک جوړ شو.
پی ټي ام دپښتنو یوسوله ایز غورځنګ دی ، چې دپاکستان دقانون په چوکاټ کې دننه سوله ایز فعالیت کوي او
دپاکستان له دولت څخه يې عمده غوښتني دادي :
– پر پښتنوباندی دپاکستاني پوځیانواو استخباراتو د ظلمونو او استبداد بندول .
– دزرګونو ورکو شويو پښتنو د مړي يا ژوندي پیداکول .
– د زندانیانو عادلانه محاکمه، او د بی ګناه زندانیانو آزادول کول.
– د پښتنو پر شتمنيو د پنجاب د برلاسي حاکميت مخنیوی .
– دنظامي عملیاتو په نامه دبی ګناه پښتنو دوژني اود هغوی دکورونو د ورانولو او لوټلو مخنیوی .
– پښتنو ته دپاکستان دنورو قومونوپه شان مدني او بشري حقوق ورکول .
– د پښتنو لپاره د خپل تعليمي نصاب او په هغه کې په خپله مورنۍ ژبه د خپلو ادبياتو، خپل تاريخ او خپل فرهنګ زده کړه.
PTM دخپلو پورته غوښتنو دعملي کولو په خاطر د پاکستان په سترو ښارونو اسلام آباد، کراچۍ ، پېښور ، کويټه ، لاهور، سواټ ، بنو، کوهاټ ، باجوړ، دیره اسماعيل خان او نورو سيمو کې ګڼ شمير ستر لاريونونه وکړل، منظور پښتون او د غورځنګ ډير نور مشران او فعالين څو ځلي بنديان شول ، د ارمان لوڼي، عثمان کاکړ ، عارف وزير او ګيله من وزير په شان د غورځنګ ډير فعالين د پوځ او استخباراتو تر ادارې لاندې دترورستانو له خوا شهيدان شول، د منظور پښتون د وژلو لپاره يې څو واره د هغه د سوارلې په موټر ډزي وکړې، خو هغه وژغورل شو. د غورځنګ ډير شميرتکړه ملګري شهيدان شوي، بنديان شوي او شکنجه شوي دي, خود پاکستان حکومت يې دغه قانوني غوښتني نه دې منلي.
لدي کبله د غورځنګ مشر منظور د روان کال د جولای میاشتې په ۱۲ د خپل شهيد ملګري او د پښتنو د ملي شاعر ګيله من وزير د جنازي په مراسمو کې اعلان وکړ چې د۲۰۲۴ کال داکتوبر په ۱۱ مه به د ټولو پښتنو د نماينده ګانو يوه ستره غونډه / د قامي عدالت جرګه راوبلل شي، چې د ديرشوزرو څخه زيات استازي به ګډون په کې وکړي. پدغه جرګه کې به پر پښتنوباندې په تيرو ۷۵ کې دشويو او روانو ظلمونو حقيقي انځور وړاندې شي، او له برخه والو څخه به وغوښتل شي چې ټول يو ځای ددغو ظلمونو او استبداد د ختمولو او د خپلو برحقو مدني غوښتنو د عملي کولو لپاره خپل برخليک او حللاره وټاکي.
د غورځنګ مشرتابه د دريو مياشتو په اوږدو کې د پښتونخوا د ګڼ شمير سيمو د ولسونو له مشرانو، د سياسي ګوندونو، ديني عالمانو، مدني فعالانو، د ټولنيزو او بشري چارو کارکوونکو او د مختلفو مسلکونو او فکرونو له لارويانو سره کتلي او هغوی يې د اکتوبر په 11 د قامي عدالت جرګې ته دعوت کړي دي.
له يوې اونۍ راهيسې د غوځنګ فعالين په خيبر دره کې د جرګې لپاره د ټاکل شوي ډګر په جوړولو، هوارولو، هلته د خيمو په درولو او نورو سمبالي چارو بوخت دي. له بده مرغه د پاکستان پوځي اداره او پوليس د جرګې پر ډګر بريدونه کوي، خيمې يې ورسوزوي او د غورځنګ پر کارکونکو ډزې کوي. تيره ورځ د اکتوبر پر نهمه يې د جرګې په ميدان کې درې ځوانان ځای پر ځای شهيدان کړل او ۱۲ کسه يې زخميان کړل ، نن د اکتوبر ۱۰ د زخميانو له جملي څخه څلورم کس هم ساه ورکړه او شهيد شو. پاکستاني پوځيانو او پوليسو د جرګې ځای (خيبر درې) ته ورتېرې لارې بندې کړې دي او جرګې ته د ورتلونکو کسانو مخه يې نيولې ده. خو د جرګې خلک د پښتونخوا له مختلفو سيمو څخه څو ورځې او شپې پياده مزل کوي او د غرونو له پلیو لارو څخه د جرګې ځای ته ځانونه رسوي.
د پاکستان د پوځ او پوليسو له خوا ددغو خلکو ژوند له سخت خطر سره مخ دی، ځکه هغوی په بې باکۍ سره د پښتنو په وژلو اسره نه کوي.
په دې توګه له نړيوالو خبري رسنیو، سوله دوستو دولتونو، سازمانو، چارواکو او د بشر د حقوقو په مدافعيو غږ کوو چې د پښتنو د مظلوميت اواز نړيوالو ته ورسوي او د پښتنو په سوله ايزه جرګه د پاکستان د پوځيانو او پولیسو د بريدونو مخه ونيسي.
په روسيه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملګري او لارويان
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.