روان یمه ځمه ځمه ،
ترهغه ځایه پورې ،
چې اوښکې اوښکې نه وي
چې وینې وینې نه وي .
زما داوښکو بهیر ،
د سړې آه پرشونډو
د شهادت ناوې ته ،
په پښتانه احساس کې ،
یوه مسره جوړه کړه ،
چې وه له غمه ډکه ،
وه د آهونو ځولۍ
او پښتنی احساس مې ،
بیا د شهید پرشونډو ،
زما د خیال میلمه کړه ،
اوراته ویی ویل ،
په غزل بول نظرچې :
د سرو مردکو په قسمت مخ د جانان کې ډوب یم
(مرګیه مه راځه ) د اوښکو په توپان کې ډوب یم
زما د اوښکو بهیر ،
د چارسدې په مینه ،
یو بل کاروان روان کړ،
بیا د پښتو ن په وینه ،
د ورک منزل په لوري
د شهادت په نامه ،
ترهغه ځایه پورې،
چې اوښکې اوښکې نه وي
چې وینې وینې نه وي …
زما د خیال بیړۍ وه ،
چې په کې هرهرخیال و ،
لکه دنوح دهغې ،
خوپه یوه توپیر …
د اوښکو وینو یو ځای ،
د بي کفنو بل ځای
د خوشالیو بل ځای ،
د خواشینیو بل ځای
خو په کې یو دا هم و
د حماسې د شهید ،
د لوی خیبرد رستم ،
د یوه پښتون شهید ،
چې یې دفکر کښتۍ ،
زما په شور راوسته ،
پردغه وچه ځمکه ،
دی هوایی دریاب کې ،
او بیامې چغې کړلې :
زه له ازله د سرو وینو په آسمان کې ډوب یم
«مرګیه مه راځه » د اوښکو په توپان کې ډوب یم
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.