د پښتو و ژبلاریزو ستونځوبیو ته

ډاکټر ماخان شینواری

194

پیلیادونه:

هیله ده چې دا ستونځوبي به مو له ستونځو سره مخامخ نه کړي.

دا لیکنه پر درې برخو باندې وېشو او څېړو:

۱ – اړیکنیووني. د لیکنې بنسټیزه موخه

۲- خویوییونه

۳- ناسمې لیکنې

— دا لومړی موضوع مې نږدې درېواره لیکلې ده، د ښه روښانونې لپاره مې یې پوره ښوونیزې هلې ځلي کړي، نو هره بل ډول اند لرنه او ګوتهنیونه هم باید پوهنیزه روښانه ورکړ شوې وي. هیله او هیله مې ده، چې ستړي به نه شی.

— د پښتو ژبلارې پر ستونځو او اوبيو باندې یا د پښتو پر ژبلاریزوو ستونځوبیو باندې د سم لیکلو لپاره باید پر دې لاندې باندې پوه شو یا پوه وو.

— پوهېږم، چې د ما دا لیکنه یالیکنې ښې پېچلې دي، ځکه چی

–  د ژبلار له مخې څخه د موږ و لوستونکو ته بېخي نابلدې دي او

– لیکنې مې پر پښتوباندې دي، چې له هغې سره هم نابلد یو.

– د پښتو سم لیکلو پر هکله باندې چې هرڅومره فکر کوم، اړیکنیوونکي دي، چې باید ورباندې پوه وو. موږ یې په انګرېزې کښې کېزcase یا کاز او په الماني کښې کازوس Kasus  لرو، چې د پښتو زر پوهوړ نومونه  یې اړېکنیوونګي بللی شو، چې له پېژند څخه به یې روښانه شي. په دې هکله مې ډېرې لیکنې او روښانونې لیکلي او خورې کړي.

دا په رښتیا چې په پښتو کښې یوه پېچلې څېړنه ده، چې په ځانګړې توګه د ما په اخرني د ژبپوهنې کتاب کښې روښانه دي، ځو زه به بیا هم یوه د نورې روښانونې  هڅه وکړم.

زه لوړه کوم، چې د ما موخه و چا ته، دا په دې پوهېدنه، چې نه پخوانیو استادانو او نه و ځوانو استادانو ته پرته له ستایېنو څخه بل څه نه ده، خو د دې ستونځوبیو لپاره د موږ د زبې د رسمیت او په دولتي څلوردېوالی کښې څه نه دی شوي. نور په دې څه نه غږېږم، راځم و خپلې مخې ته.

پښتو په رښتیا ډېرې ځانګړنې لري او که غواړۍ ژبلاریزه پېچلې ژبه ده.

موږ په اړیکټینګوونو یا اړیکنیوونکو کښې لاندې ژبنیزو ډلو و کارولو ته اړ یو:

 – مورفېمونه چې پوهنوړونکي دي او دا دي: د، له، په، پر، و، تر.

یادونه: ا- دا مورفېمونه، چې موږ هر ډول بللي وي، هغه یې ناسمه بنه ده او

 — ځنې پښتو پوهان دا وستربلونه، که اوستربلونه- چې زه په رښتیا نه ورباندې پوهېږم، بولي،خو پښتو مخځاینیوي یا مخ اړیکويیونه نه لري.

مشوره: دا پېژندونه به تل په یاد لرو.

-Morphem  مورفېم ( روښانونه)

مورفېم:

– د یوې ژبې کوچنی پوهنوړونکی یووالی مورفېم بللکیږي.

– د بېلابېلو مورفېمونو د ګډوله لیکنو څخه وییونه جوړېږي.

– مورفېم د ژبپوهنې یوه غوره کلمه ده او د مورفولوژي( د وییونو د جوړښت او بڼې پوهنه) جوړښتبرخه ده. دا کلمه  د زړې یوناني له morphē (مورف= بڼې) څخه رابېله شوې ده.

موږ په پښتو کښې دا پوهنوړوني مورفېمونه  لرو: د، له، په، پر، تر، و، لرو. دا هم په پام کښې نیسو.

–  یادونه: د دې دنده به په کاز یا اړیکنیوونکو کښې ښه روښانه شي او دا دې هم په ګوته وي، لکه څنګه یې چې د موږ ژبپوهان بولې، پرېپوزېشینونه نه دی او نه یې دنده لرودی شي.

په نورو ژبوکښې دا هم ( لکه پوستپوزېشن،لاندې و ګورۍ) پرېپوزېشن هم یو روښانه پېژند لري او دغه د پوشستپوزېشن مخامخ پېژند دی، په دې پوهېدنه چې دا مخ اړیکوی دی، خو موږ یې په پښتو کښې نه لرو. کله یې د ما پورې دا هم د څرکوم پوزېشن لومړي برخه بولو – ما د ما د مخهیکو کښې همداسې ناسمه لیکلې ـ ، چې دا یوازې دا موږ په ګوته کړي مورفېمونه دې، د همدې دندې سره او بس.

– اړیکوییونه:

  پسېځاینیوPostposition، چې موږ یې د دندې له مخې اړیکوییونه بولو، دي:

— لپاره لخوا، مخامخ، د خاوندوالي اړیکویونه  دي او

– څخه، سره، کره، پسې، باندې، کښې، پورې، ته، د داتیو – اړیکوییونو کښې راځي

یادونه: دا به اړیکټینګوونې کښې ښه روښانه کړو یا به اړیکټینګوونه  ورسره ښه روښانه کړو.

– پښتو یوه اېرګاتیو ژبه ده:

دا لاندې د پښتو بله ځانګړنه ده.

 دا په دې پوهېدنه، چې پښتو نومیناتیو یا نومیزه او اکوزاتیو ژبه نه ده لکه الماني، چې نومیناتیو او اکوزاتیو ژبه ده.

– موږ په پښو کښې دوه ډوله نومځاینیوي لرو:

 دا یې هم د ما په ګومان یوه بله ځانګړنه ده، چې له دې سره به اړیکنیوونکي ښه روښانه شي.

— ځانیزنومخاینیوي، زه،ما، ته، تا، هغهء، هغه( یوګڼ)، موږ، تاسو هغوي( ډېرګڼ)

— کلیتیکي – یا تکیه-اړ  نومخآینیو، چې:

 — پروکلیتیکي- یا پسې تکیه-اړ نومځاینیو: مې، مو،دې، یې  او

— اینکلیتیکي یا مختکیه-اړ نومځاینیوي دي، لکه: را،در، ور.

یادونه: و دې اینکلیتیکې نومځاینیوو ته لوریز تکیه-اړ نومځاینیوي هم وایي.

۱ –   Kasus; case اړیکنیووني یا اړیکټینګووني:

پېژند: پېژند یې په تکرار کښې راغلی

پښتو دوه  اړیکنیونکی لري: رېکتوس (کړونی اړیکنیووني) او اوبلیکوس ( نه کړونی اړیکنیوونی)

د دې اړیکنیوونکو روښانه-ونه د ځانیزو نومځاینیو او کلیتیکي نومځاینیو سره په همدې یوه لیکنه کوو:

لومړی–کړونی اړیکنیونی: زه ځم، ته ځې، هغه ځي.  دلته مختکیه اړ نومځاینیوي راځم، ورځې. درځي.

 خو لومړی۱ سره بیا راځي: ما وواهه. و مې واهه.  تا وواهه. ودې واهه.  له دې سره پسې ټکیه-اړ نومځاینیوي راځي.غزوم یې نه

دویم- نه کړونی اړیکنیوونی:

دا درې دي:

 دویم۱۱ – نه کړونی اړیکنیوونکی: د اوس مهال لپاره: ما وهي. وهي مې. تا وهې. وهي دي. هغه وهي. وهي یې. …

خو دویم ۱۲ : د اوسمال لپاره زه ووهلم. ویې وهلم.ته ووهلې. و یې هلې هغه وواهه. و یې واهه.

دا دې په یاد ولرو، چې په نه کړوني اړیکنیوونو کښې د اوس مهال لپاره ما او د تېرمهال لپاره زه کارول کیږ.

دویم ۲ : د خاوندوالي اړیکنیوونکی: په دې اړیکنیوونکي کښې یو څه یا څوک د یوڅه خاوند دی. ،، د ،، د خاوندوالي مورفېم هم، خپلواکه پوهېدنه نه لرې او له نوم یانومځاینیوي سره هغه د کړونو نومځاینیوو پوهېدنه په نه کړونو بدلوي.

بېلګې: د ما کور(کور مې په کابل کښې دی ). د تا خولۍ (خولۍ دې تور رنګ لري). د هغه ځوي ( ځوی یې ځوان دی) او نور.

یادونه: ولې مې د دې اړیکنیوي سره له کلیتیکي نومځانیوو سره یوبل څه هم ولیکل. دا ځکه چې دا په نور اړیکنیوونکو کښې هم همداسې راځي، لکه کتاب مې واخست.

دویم ۳ : دا د الماني و دا تیو اړیکنیوونکو ته ورته دی او ما د پسېځاینیوو اړیکنیونی یا اړیکټېګوونی بللی، چې همداسې دی هم.  نوم ته یې بیا هم پام باید په ګډه وشي:

اړیکنیووني د اینکلیتیکي – او پروکلیتیکي ڼومځاینیوو سره:

پروکلیتیکي:

لومړی: کتاب مې-، دې -، یې واخست

دویم ۱ : سپین مې وهي

دویم ۲ : سپین مې ورور دی.

اړیکنیوونی د اینکلیتیکي نومځاینیوو سره

لومړی: را، در، ور. راځه…. له دې امله دا لوریر نومځاینیو هم بلل کیږي.

دویم ۳ ـ را(، در، ور) څخه( سره، کره، پسې، باندې، کښې، پورې)

له دې امله مې دا د اړیکوییونو اړیکنیوونی هم بللی یا بولم.

دا اوس په اینکلیتیکی او پروکلیتیکي یا پسې تکیه-اړ او مختکیه اړ نومځاینیوي

یادونه: په پښتو کې د موږ ستونځې ټولې همدلته دي، چې پرې غږېدلي یو:

بېلګې:

۱ –زه له هغه څخه ( سره،کره، پسې…) لاړم.

۱۱- زه ور څخه( سره، کره، پسې)

لرو:  له هغه = ور

۲ – تر کابل پورې. ور پورې. تر کابل = ور

۳ –زه نن په کور کښې یم. په کور کښې. زه نن ور کښې یم.  په کور= ور

۴ –کتاب پر مېز باندې پروت دی. کتاب ور باندې پروت دی. پر مېز= ور

۵ – پر ما پورې.  راپورې. پر ما =را

۶ – و سپین ته. ما و سپین ته وویل. ور ته وویل. و سپین = ور

بیا لنډ: (له ما، له تا، له هغه…تر ما…، پرما…و،.. ) = ( را، در، ور).

له دې سره مو دا وښوول چې: له، تر، پر، و، په…. بل څه نه دي پرته له مورفېمونو څخه، چې د نوموییونو یا  و یو بل څه ته پوهېدنه وړي، چې اړیکنیوونو سره سمه پوهېدنه ولري.

د پښتو په زیاتو ادبیاتو کښې لولو، چې په پښتو کښې، په ځانګړې توګه اړیکوییونه نه لیکل کیږي  یا پرېښوولکیږي یا ور څخه تېریږي( زه یې په رښتی درته وایم، چې پر ،،حذف،، باندې نه پوهېږم، چې څه ته به وایي، خو دومره پوهېږم، چې یو څه دا د ما له لیکلو څه څخه به وي. بخښنه دې وي)

دا د پورته تکرار دی، داسې لږ په بل دول.

موږ په دې خبروو کښې درې څه لروده، چې باید ورباندې پوه شوی وی.

– پوهېدنوړوني مورفېمونه او دندې یې. ایا بل ډول مورفېمونه هم شته؟ هو!

– اړیکوییونه او دندې یې او

– اړیکنییوني.

اړیکنیوو ني او پېژند یې:

 حالتونه یا اړیکنیوونکي و موږ ته را ښایي، چې څنګه په یوه غونډله کې نومجوړښتبرخې، نومونه، نوموییونه او یا یو څه ( نورشیان) په یوه غونډله کې د غونډلې له نورو وییونو سره په اړیکو کې راځي. و دې پېژند ته دې پوره پام وي.

لنډ: دا اړیکنییونکي، لکه له نامه څخه هم چې برېښي، د اړیکوییونو په واک کښې دي او د نومجوړښتبرخو، په ځانګړې توګه نومځاینیوي په نورو ژبو کښې بڼه بدلیږي، په په پښتو کښې له اړونده مورفېمونو سره راځي او بڼه نه بدلوي، دا په دې پوهېدنه، چې و نومجوړښتبرخو ته انډول پوهېدنه وړي یا ورکوي. ( دا به په پام کښې ولرو)  یا دا لاندې

اړیکنیوني د نوم او نومځاینوو( نوموییونو او یو څه یا شیانو) ګرامري واکوالی یا دنده ده، د نور وییونو سره یاپر نورو وییونو باندې، یااړیکنیوني د یوګونو غونډالغړو په منځ کې اړیکې ټينګوي، له دې امله اړیکنیووني یا اړیکټینګوونکي.

د کازوس له لارې څخه ښوولکیږي، چې په یوه غونډله کښې نومونه یا نومځاینیوي د نورو وییونو سره په کومو اړیکو کښې دي.

اړیکوییونه: لپاره، لخوا، مخامخ،څخه، سره، کره، پسې، پورې، کښې، ته، باندې.

او نوموییونه د اړونده اړیکنیوني سره سم. دا نوموییونه په اړیکنیوونو کښې، چې دا اړیکنییوې سره سم و سرته رسیږي، نو دلته د اړیکوییونو د مخه له اړيکنییونو سره اړونده و نوموییونو ته  پوهېدنوړونکي مورفېمونه ورزیاتیږي.

اړېکوییونه پر پښتو باندې  او پر الماني – او انګرېزي باندې.

دا چې دنده یې اړیکې دې، نو ترې تېرېدنه یې ناسمه ده.

لپاره

سره

څخه

باندې

کښې

پورې

ته

کره

 For Für

With; mit

From; von

On; auf

In

Untill; bis

To; zu

By; bei

یادونه: که د انګریزي څه مې ناسم لیکلي وي، بخښنه به وي او نور یې تاسو پوره کړۍ.

په لاندې لښتکي کښې اړیکنیووني لیکو او سره پرتله کوو:

نوموییونه المانی   او انګلیسي او اړیکنیوونکي یا -نیووني  case oder Kasus

د اړیکنیوونو اړوند نوموییونه بڼه بدلیږي

پښتو : د الماني او انګرېزي د اړیکنیوونو دنده دا ده، چې نوموییونه په کښې فلکتیرن یا بڼه-بدلیږي او په پښتو کښې دا دنده د فونېمونو ده، چې و نوموییونو ته  اړونده پوهېدنه وړي. دا فونېمونه دی: د، له، په، پر، تر، و.
Ich, i :  نومېناتیو کړونی: زه، ما: زه ځم. زه لاړم.

زه هغه وهم. ما هغه وواهه ( دا که په الماني ولیو، نو اکوزاتیو اړیکنییونکی به دي)

پرېکړونی:ما، زه: ما هغه وهې. ( دا که په الماني ولیکو، نو اکوزاتیو اړیکنییونکی دی). زه هغه ووهلم.

Mein; my : ګېنیتیو: دلته د  Ich, i بڼه بدلونMein; my د ما کور. ګوره دلته ،،د،، و ،، ما،، ته. د خاوندوالي پوهېدنه یووړه

 

Mir; me: داتیو: دا دوه نومځاینیوي د ich  او i  د  اړیکتینګونی له امله بڼه بدلېدنه ده، چې انډول یې د زه یا ما لپاره په پښتو کښ هم باید وي، چې و زه او و ما ته اړونده پوهېدنه ورکړي او دا مورفېمونه د، له ، پر او دا نور مخامخ، پوهېدنوړونکي دي. له  ما یا یو څه سره(څخه، کره، پسې) یو څوک لاړ.

پر ما یا یوڅه باندې.  پر مېز باندې.  پرما پورې خټې نښتي.

په یو څه کښې. په کور کښې.

تر تا یا یوڅه پورې. ترما – یا تر کابل پورې

و یو څه  ته. و ما ته. ته و ما ته جګ یې.

یادونه: دا مورفیونه پر ترتیب باندې له همغه اړونده اړیکوییونو سره راځي او  نه له بل څه سره. ،،تر،، هلته راځي، چې ،،پورې،، ورسره وي او نه په بل ځای کښې. دا دې تل په پام کښې ولرو.

اړیکنیووني د پروکلیتیکي یا پسې تکیه اړ اړیکوییونو یاښه یې، له اړیکوییونو سره.

 Mir; me انډول په پښتو کښې ،،را،، دی. د دویمو او دریمو کسانو لپاره،، در، ور،، دي او اړیکنیوني یې داسې لیکو: (را،در، ور)( څخه، سره، کره پسې، کښې، ته، باندې، پورې).

یادونه: دا چې پښتو اکوزاتیو ژبه نه ده یا mich په کښې نه شته، نو دا اړیکټینګوونی ا اړیکنیوونی مو په پورته لښتکي کښې نه راوړو.

(1)  Ich schlage ihn. Ich habe ihn gesch.

(2) Er schlägt mich; Er hat mich ges. .

یادونه: دا پورته ده غونډالې په الماني کښې اکوزاتیو او په پښو کښې یې دا لومړۍ کړونې اړېکنیونې او دا دوهمه یې پرېکړونی اړېکنیونې  ده.

اړیینه یادونه: دلته دې فکر وشي، چې دا کړوني – او پرېکړوني اړیکنیووني تل یوځای راځي، چې ایا دا اړیکنیوونی دې همدا یو وي او که څنګه؟، خو ما سره بېل بللي.

پوستپوزېشن د غوښتنې حالت سره سم یا د پوهېدنې سره سم ټولګیزاو ډلیزکیړۍ.

دا لاندې هم بیا تکرار راغلی، خو و ما تهګټور برېښیي ورسره یتړي کېږي مه.

– د ډېر پام وړ دا ده، چې: د مورفېم ،،له،، اړوند پسېځاینیوی دي: څخه، سره کره، پسې.

بېلګه: له ما (څخه، سره، کرهپسې) لاړ.

لنډونه نه شته: که ،،له ما،، لاړ. و لیکې، نو څه به پوه شي، چې دابه څه شی وي او له بلې ځوا څخه که اړیکویی نه وي، خو هغه غوره او پوهېدن لرونکی وی یې لهمڼځه خي، چې دا پهخپله خټه کښې ناسم دی.

– د مورفېم ،،په،، اړونده اړیکوی یا پسېځاینیوی دي: کښې: کتاب د مېز په کور کښې ایښی دی

-د مورفېم ،،پر،، اړونده ایکویی یاپسېځاینیوی دي: باندې، پورې. پرمیز باندې. پر تا پورې خټې نښتي دي.

-د مورفېم ،،تر،، اړونده اړیکویی یا پسېځاینیوی دی: پورې. تر کور پورې. دا مورفېک ،، تر،، له خبلې پولې وتلی او دا باید پر همدې ،، پورې ،، باندې ابند شي

-د مورفېم ،،و،، اړونده اړیکوی یا پسېځاینیوی دي: ته. و هغه ته

پوښتنې ته په ځواب کې،، وچیرته؟،، ( ( یو) شی وچیرته ایښودل شوی؟ یو شی وچیرته خوزښت کې دۍ؟ ).

۲ – خویوییونه

موږ د زبې له سم لېکلو سره له خویوییونو سره هم پوره ستونځې لرو:

دا په عربې کښي صفت بولې، چې په پښتو کښې له دې امله ستایېنه نه، ستایېننوم بولې په لاتین ژبو کښې ورته Adjective او ما د پېژند په بنست خویوی بللی، ځکه چې تورو سپین، جګ، زیارکښ، ګړندی دا خویونه دي او دا نوم یې و ماته مناسببرېښي.

خووییونه او خویینومونه دواړه لرو او هر یو یې بل څه دی. د تور او تورخان په منځ کښې همدا توپیر دی، چې دا یو خوی او دا بل نوم دی.

خویویینه جګیږی او دا په ډېر، خوراډېر او زښت ډېر سره جکیږي. دا مو باید تل په یاد وي. دا د ما د ژبپوهنې اخرنۍ لیکنه کښې شته او دا کتاب په  ketabton.com کښې لوستل کېدی شي.

ایا خویویینه او خوینومونه سره توپیرولی شو:

هو!

که جګیږي، خو خويوویي دی او که نه نو خوي نوم دی. بېلګې یې: تور، ډېر تورو، زښت ډېر تور او موږ ډېر تورخان، زښتډېر تورخان نه لرو یا نه شو لیکلی.

۳ – نامونونه:

دا، چې ټول ژبپوهان او لیکوالان یې لیکي دا ناپوهوړ غوڼداله ده: ،،سږ کال په افغانستان کښې تر ټولو ډېر انګور شوي دي،،.

بیا:د ناسمو لیکنو لپاره یو څو بېلګې:

— لولو: سږ کال تر ټولو ډېر انګور شوي دي. دا ،، تر ټولو ډېر،، که پوره او ژور فکر ورته وکړو، نو داسې ژبنیز څه سوچ بوچ نه شته، خو موږ یې د خویويي د جګېدنې له امله لیکو او د خویوییونه د جګېدنې جګووني مو له یاده وځي. له دې پوهېږو، چې موږ د خوي و جګېدنې ته هېڅ پام نه کړو او یا مو په لیکلو کښې دا خویجګووني له یاد څخه وځي. داسې به نه وایم، چې نه ورباندې پوهېږو، خکه، چې ما دا نږدې شپېته کلونه د مخه دما مشر استاد او ملګري سرمحقق دوست شینواري څخه د پښتو ټولنې دفتر کښې زده کړي.

،، تر،، مورفېم دی، چې یواځې او یواځې هلته راځي، چې اړیکوی ،، پورې،، په اړیکنیوونکي کښې راِشي. بېلګه: تر ننګرهار پورې.

— لولو:

  ،، د لوبې تر ګټلو ملګرتیا وغځوله،،

په پورته غونډله کښې هغه غوره اړیکوی ،، پورې،،، چې غونډله یې بې له لیکنې نا پوره ده، نه شته. ورباندې پوهېږو، خو دا بسیا نه کوي.

— لولو:

،،تر دې مخکې، وړمه ورځ په بلوچستان کې،،

که یو څه تر دې پورې وي، خوسم به وي او که نه، نو دلته دا ،، تر ،، ځای نه لري او په ،، تر دې مخکې،، څه شی نه شته، خکه چې دا مخکې له پخوا څخه ناسم لیکل شوی او دا ،، مخ کښې،، دی. دا به په لاندې کښې روښانه کړو، خو اوس به دا غونډله سمه او موخه-وره ولیکو: ،،له دې څخه د مخه ،،

لیکي: ،،تر دې مخکې په بادغیس ولایت کې،،

،،تر،، پورته روښانه شو او دا مخکې د موږ لیکولانو له پخوا څخه ناسم یوځای لیکلی او دا ،، مخ کښې،، دی او سمې لیکنې لپاره په اړونده سمه لیکنه کښې مورفېم ،، په،، راځي، چې له ،، په،، اړیکوی کښې راځي او داسې یې لیکو: ،،په مخ کښې،،.

لیکي: ،،مخکې تر دې چې طالبان د خپل مشر،،. دا هم د پوتهپه څېرخو د  دلته دا ،، تر،، ځای بدل کړی.

لیکي: ،،پښتو ژبه تر اسلامي دورې وړاندي،،

دا چې دلته هم ،، تر،، دا غونډله همغومره ناسمه کړې، خو دا ،،وړاندې،، به یې لږ وڅېړو.

که اجازه مو وي، نو دا به په یوه غونډاله کښې روښانه کړو:

سپین له ما څخه د مخه راغلی وو، هلته وړاندې لاړ او د کور په مخ کښې ناست دی.

“هغوی چې ددې برید مسوولیت ورترغاړې دی،،

په دې پورته کښې دا ،، ور ترغاړې،، و نو تاسو سم ولیکۍ.

پر لیکنه باندې د لاندې اړیکو له لار څخه خبرې کولی شو.

Smakhan1946@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.