نن یکشنبه د خیبر پښتونخوا د «ریګي للمه» سیمه کې، «منظور پښتین» د «پښتنو د قامي جرګې» درې ورځینۍ غونډې په پای کې خپله پرېکړه اعلانوي.
د پښتون ژغورنې د غورځنګ په نوښت د پښتنو قامي جرګه چې تېره جمعه د اکټوبر ۱۱مه پلان شوې وه د یو لړ ستونزو له امله پرون ورځ شنبه پیل شوې وه او نن به پای ته ورسېږي، د دغې جرګې د پریکړو د ترتبیبولو لپاره په شاوخوا۸۰ کمیټو کې چې د ۶۰ ولسوالیو استازې راټول شوي دي.
په خېبر کې روانې جرګې ته د خېبرپښتونخوا د سیاسي ګوندونو مشران او پلاوي، د ټولو ولسوالیو او د بلوچستان د ایالت د پښتون مېشتو ولسوالیو څخه پلاوي هم ورغلي دي.
همداراز ویل شوي چې دغې جرګې ته په ګڼ شمیر هغه کسان هم ورغلي، چې په تېرو ۲۲ کلنو کې یې د کورنيو غړي لادرکه شوي دي.
منظور احمد پښتین پرون شنبه په ورځ اکتوبر ۱۲مه د جرګې د پیل غونډې ته په وینا کې د ۲۰۰۲ کال څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې پښتنو ته د اوښتي ځاني او مالي زیانونو په اړه زیاته کړه چې په تېرو ۲۲ کلونو کې ۷۶ زره او ۵۸۴ پښتانه په ډزو، بمونو او چاودنو کې په داسې جګړه کې وژل شوي.
نوموړي وویل، د پښتنو په خاوره ښخوشویو ماينونو اووه زره ۵۳۸ کسان معیوب کړي، نهه زره ۲۳۷ غټې چاودنې شوي، یو زر او ۷۳۸ قومي مشران وژل شوي، چې د زیات شمیر دغو مشرانو سرونه هم له هغوی پرې کړل شوي دي.
پښتين ادعا وکړه، چې کومې شمېرې یې چې وړاندې کړې ثبوت یې هم لري.
د پاکستان حکومت تراوسه د منظور پښتين دغو ادعاو ته سمدستي غبرکون نه دی ښودلی.
د یادولو دی چې د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې د غورځنګ پر فعالیتونو باندې بندیز لګولی دی.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت د اکتوبر ۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي وو چې پيټي اېم په خپلو فعالیتونو سره د دغه هېواد سولې او امنیت ته زیان رسوي.
خامه پریس
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.