خیبره بختوره

سلطان جان کلیوال

291
خـیبـره بخــتـوره د پښــتـون د جـرګـو کـوره
سـاتی به پښــتانه د اســتـبـداد  د ظلـمو زوره

راغلـي جـرګه شــوی پښــتانه ســتا په لمـن کی

راسپړی خپلې سـتونزی د کلـونو په خـوږلن کی
نور نه شی تیرولی وخت په دی کلی درد من کی
دردونه  خـتـموی  به د ځـلـمـو له مـوراو خـوره
خــیـبـره بـخـتـوره د پـښــتون د جـرګـو کــوره

ورکیږی سـتا له غرو او له درو قومی مشران

بی شمیره وژل کیږی په کوڅو کی مو ځوانان
په خپـلې شــتـمـنۍ کی یـو د عـمـر فـقـــیران
نه کـیـږی ګــذاره له داســی جــبر ســره نوره
ســاتی به پښــتانه د اســتـبـداد د ظلـمــو زوره

پښـتون نن بـیـدار شـوی پښـتون نه دی د پرون

کـوی به ســتا لمـن بانـدی  دا  نن ملـی  تــړون
جګړې ته دي تیـار د هـر ابـلـیـس د هـر قارون
خـبـره د مـنـظـور ده  نه مــنو خــبـره نــوره
روانې مو زلمو سره دي  پیغلی  په سـر توره

اکتوبر/۱۲/۲۰۲۴

!لـیــــونـي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.