ستا ياران به وي راجمع په حجره کې به ته نه ېې
دا رواج دی دا نيمګړې دنيا نيمه پاتې کېږې
پښتانه به فيصله کړي فيصله کې به ته نه ېې
ګوهرونه به ورېږي د منظور د خولې خبرې
د خيبر د ښايستونو ولوله کې به ته نه ېې
تنها نه دی خو بې تا دی د منظور بغل خالي دی
خوشحالي د اتحاد ده دې جذبه کې به ته نه ېې
د خيبر خاوره لت پت شوه د شهيد د زړه په وينو
ستا سرې وينې به ډيوه شي خو ډيوه کې به ته نه ېې
د اتڼ د ازادۍ په دبدبه کې به ته نه ېې
دا اتڼ به ستا د غوړو تورو څڼو په ارمان وي
د سيالۍ د غوړو څڼو په جمله کې به ته نه ېې
ستا د خپلو زمزمو په زمزمه کې به ته نه ېې
ديارلسم د اکتوبر دې بې تا نه شي ګيله منه!
چې راځي به ازادي او دغه شپه کې به ته نه ېې
د پښتون ازاد وطن زېری به دروړي ستا مزار له
خو باور نه شم کوی دې افسانه کې به ته نه ېې
په سراب کې د متين د سترګو ښکارې ګيله منه!
خو باور مې هر ګز نه شي دې چپه کې به ته نه ېې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.