پر ما ګرانو خویندو او وروڼو السلام علیکم.
د خیبر په لمن کي د پښتنو د قامي عدالت جرګه پای ته ورسېده او د پښتنو ځوان او سترمشر منظور پښتین، د نورو مهمو اعلانونو ترڅنګ، یو داسي اعلان وکړ چي هیڅ افغان مشر یې تر اوسه پوري پر خوله باندي د راوړلو قدر جرأت هم نه سو کولای. ګران مشر منظور پښتین په ډاګه اعلان وکړ چي موږ د ډیورنډ کرښه نه منو. پښتانه ټول یو قام دی او یو کور لري.
ګرانو خویندو او ورڼو! اوس زموږ وظیفه ده چي د خپل ګران مشر ملاتړ وکړو. د خیبرپه لمنه او د اپرېدیو د غښتلي او تاریخي قام په غېږ کي، د پښتنو د قامي عدالت د جرګې دې وروستۍ فیصلې او اعلان وښودله چي دا ستره او تاریخي جرګه د ډیورنډ د منحوسي کرښي په پوري غاړه باندي د کوم بل هیواد داخلي مسله نه ده بلکه دا د ټول لوی افغانستان د سرنوشت مسله ده. دا به انشاءالله هغه لوی افغانستان وي چي سترخوشحال خان یې له کندهاره تر اټکه پوري خوب لیدلی وو.
حق ورکول کیږي نه، حق اخیستل کیږي. لکه زموږ ګران مشر منظور پښتین چي، له اوږدو مبارزو او شهیدانو او بندیانو ورکولو په نتیجه کي، د دومره لویی جرګې د جوړلو حق په وچ زور ترلاسه کړ؛ موږ اوتاسي هم دا حق ترلاسه کولای سو.
د دې حق د ترلاسه کولو لپاره فقط او فقط زما یوه نسخه ومنی او هغه دا چي همدغه شېبه سره په تماس کي سی او د خپل قامي یووالي د غلیمانو مخونه تور کړی. تاسي تر هیچا کم نه یاست. تش د ژوندی دي وي منظور پښتین او بریالی دي وي پي ټي ایم په چیغو او شعارونو هیڅ نه ترلاسه کیږي. د خپل یوه سپین ږیري خواخوږي په حیث مي د اتحاد راوستلو توصیه پرځای کړی. زه زېری درکوم چي لوی افغانستان جوړېدونکی دی او د دې ستر ارمان په مخ کي یوازینی خنډ ستاسي بې اتفاقي ده. دا خنډ په ډېره آساني له منځه ځي. فقط د هغو کسانو مخونه تور او له خپلو منځونو وشړی چي ستاسي تر منځ په یوه او بل ډول نفاق اچوي. و من الله توفیق.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.