د بې وسئ زده کړه

قدرت الله هېوادپال

312

لکه څرنګه چې توانمنده او غښتلي کيدل زده کيږي، همداسې بې وسي هم زده کيږي، له بې وسې هدف په قصدي ډول له هغه چارو لاس اخيستنه ده چې د ودې او پرمختګ لامل کيږي، يا په عموم کې د شخص لپاره د بدلون سبب ګرځي، بدلون نارامي او کړاوو لري، نو ځکه نه بدلون ښه دی.

لکه خيرات خور ته وګورئ، هر څومره چې ځان ژوبل او کمزوری وښيي همدومره پرې د خلکو زړه درديږي، او دا پوهيږي چې د ځان غښتلی او توانمنده ښودل زما کاروبار ته تاوان کړي. د ده ځان بې وسه او ناتوانه ښودل د ده کاروبار او اهدافو لپاره ښه دي.

که يو فرد يا ټولنه ځان ته په دوامداره توګه دا تلقين ورکوي چې نه یې شم کولای، يا زما د ژوند او حالاتو بدلون د بل چا په لاس کې دی، يا که دندې پسې ګرځم او هغه پر واسطه او نورو ده، نو د ده تمرکز هم هلته وي، له ځانه يې پام اوړي، نورو ملامتولو پسې ګرځي، او په دغه حالت کې دا فکر کوي چې تر څو بل څوک دغه حالات بدل نه کړي، تر هغې به زه هیڅ نه کړم، او نه دې څوک له ما دا تمه ولري چې څه وکړم، خو دې ته نه ګوري چې دا د ځان بې وسه ښودل خپله يوه قصدي پريکړه ده.

2 men playing basketball in grayscale photography

د انسان لومړی ګټونکی او بايلونکی خپل ځان دی، که څوک د بل لپاره سخي وي، نو لومړی ځان لپاره سخي دی، بيا هغوی ته چې ده ته نږدې دي او بيا ټولنې لپاره دی. که څوک نورو لپاره بد وي، نو لومړی ځان لپاره بد دی، بيا يې نږديو ته او بيا نورو ته.

له مشرانو راپاتې وينا ده چې حماقت او نااهلي نورو لپاره عذاب دی، هغه شخص چې نااهله او احمق وي، هغه پرې پخپله نه پوهيږي، خو هغوی چې له ده سره ژوند کړي، په عذاب وي، خو دا په دې معنا نه ده چې دا پخپله په عذاب نه وي، هر څومره چې وخت تيريږي، دا هوښياريږي، بيا يې سر خلاصيږي چې په غلطه دی، خو ښايي هغه مهال ترې وخت تير وي.

هغوی چې د ژوند له تجاربو او کړاوونو تير وي، يا يې يو ځای ته ځان رسولو لپاره پوهه او تجربه حاصله کړې وي، هر کله چې له بل سره خپل تجارب شريکوي، نو نورو ته د بل کيسه ښکاري، يا لږ تر لږه يې دومره جدي نه اخلي لکه څومره چې ويناوال ترې تمه لري، او زموږ د ژبې متل په څير چې ځمکه هغه سوځي چې اور پرې لګيدلی وي، هغه شخص چې له بل سره خپل کړاوونه شريکوي، نو د دې کړاوونو ستړيا بل شخص نه احساسوي، تر څو چې ترې تير نه شي.

خو، کله چې مقابل شخص بيا پخپله له همدې ستونزو سره مخ شي، نو د لومړي شخص له حاله ځان خبر احساسوي، او ښايي دا هم ووايي چې پخواني شخص ورته دا کړاوونه ډير ساده او آسانه ښودلي وو.

Teenager boy in depression standing alone with a sad reflection. isometric vector illustration.

ژوند هر پړاوو خپلې ننګونې لري، دغو ننګونو لپاره به تاسې ځان تياروئ، يعنې ځان به توانمنده او غښتلی کوئ، او دغه غښتلتيا له پوهې، مهارتونو او تجاربو راځي، دغه ټول د نورو له ژونده زده کيدای شي، يعنې موږ کولای شو چې نن د نورو له ژونده او تجاربو پر زده کړه د سبا لپاره ځان توانمنده کړو. بې وسي په يوه چوکاټ کې وي، يعنې موږ وړاندې د خيرات غوښتونکي مثال ورکړ،

سره لدې چې خيرات غوښتنه کې به شخص ځان بې وسه ښيي، خو لدې سره دغه بې وسي ده ته نور مهارتونه هم ورکوي، لکه د خلکو له بې شميره مستردينې او د ده غوښتنې له نه منلو سره مخ کيږي، د خلکو د سلوکونو او عادتونو د لوستلو او څارنو مهارت زده کوي، پر دې پوهيږي چې پر کومه ژبه او کومه طريقه کولای شي له چا خير ترلاسه کړي، او تر ټولو مهم دا زده کوي چې څه وخت، کوم ډول خلکو ته چيرې وروړاندې شي.

که سبا دغه شخص بل کاروبار پيل کړي، حالات يې بدل شي، نو هلته بيا له همدې مهارتونو کار اخلي، که خرڅلاو شروع کړي، نو پوهيږي چې خپل توکي څرنګه پر چا او پر کومو شرایطو خرڅ کړي.

هر هغه څه چې تاسې ته پکې ځان نن بې وسه ښکاري، د هغه د حل لار وپوښتئ. ښه پوښتنه خپل ښه حل دی. علما وايي چې هوښيار سړی ځواب پسې نه ګرځي، بلکه هغه پوښتنه لټوي، داسې پوښتنه چې په څرګنده او ټاکلي شکل ترتيب شوې وي، هر کله چې دې پوښتنه او غوښتنه منظمه شوه، د هغې ځواب هم پيدا کيږي.

که څوک ځان بې وسه ګڼي، آیا دغې پوښتنې ته تيار دی چې وپوښتي ولې او چيرې ځان بې وسه احساسوي، او آیا کولای شي داسې پوښتنې مطرح کړي، چې له دې بې وسۍ يې خلاص کړي، او آیا دغه بې وسي خو داسې نه ده چې هیڅ يې حل ته اړتيا نه وي. يا شخص منلی وي او پر دې نه ارزي چې ځان ترې خلاص کړي.

د مشرۍ درس – ناکاميو منل

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.