جرګه ــ مشورتي که حُکمي؟

ډاکټر سید شیر اقا حرکت

344

دا مطلب ما شل کاله پخوا د جناب کرزي صاحب د  پښتني  تش په نامه  لوئی جرګې ،چې البته له دود څخه یي، بې خبره وو  ، او که هغه با خبره وي ، زه به بې خبره ا وسم ، قضاوت په محترمو لوستونکو پورې اړه لري

لوستل یي له ۳ دقیقو زیات وخت نه نیسي ،لطفاً یي ولولۍ !

د جلالتمأب ډاکټر صاحب محمد اشرف غني  ،د افغانستان د اسلامي جمهو ریت ، جمهور رئس د توجه وړ . په درناوي . ډاکټر حرکت

د فارسې ژبې یومتل دي چې : « احتیاج مادر ایجاد است »،نو دجرګې دود او دستو ر هم مونږ افغانانوته له ښې ورځې نه دي راپاتي .که د یوي خوا افغانستان  ،چي د شمال او جنوب ، شرق او غرب تر منځ یواځینې  د تلوراتلو مناسب  څلور لار او معبر اود هر سیاح ، نوښتګر څیړن ، عابد ،صوفي ،راهب ،بنجاره او تجار د تلو راتلولار او تمځای وو او هره نغده او نسیا سودا همدلته کیدله ،هره عقیده او مفکوره په دې خاوره کې  خمیره او پخلي ته رسیدلي او دهرچا لپاره په قابل هضم مړۍ بدله شوي ، له هري ورځې نه بلې ته مولانا ، ابن سینا ،البیروني ،سید جمال الدین  ،فارابي ،رازي ،بیهقي او ډیر نور زیږیدلې او په نړیواله کچه د سترو خدمتونو او شهرت جوګه شويدي ، د بلې خوا د هر یرغلګر لار هم   له افغانستان  څخه تیریدله او نن هم لا د نړیوال  جنګ جنګي تیاتر پاتې او یواځې افغانان د مقاومت  او اصطکاک د غوټي په حیث پکي سوليږي  اود سونګ  د موادو په څیرپکي سوځي  . د پیړیو په اوږدو کي افغانانو نه دي کړي شوي پخپل ملک کي با ثباته مرکزي حکومت او متناسباً خپل اداري ، حقوقي او قانوني ارګانونه ، ادارې ، موسسات او انستيتوتونه ولري او و یی ساتي ، او وضعه  لکه نن چې څه ډول دوام لري ، دتاریخ په اوږدو کی هم همداسې وه . بیګانه پرستانو همیشه  خاینانه معاملې او مزې چړچې کولې او ددغه نا بکاره وضعي  ددوام په خاطریی په هیواد کي فاسد او نابکاره نظام ساته  اونه یی  غوښتل په ملک کي مرکزي نوي حکومت ،اداره ، قانون ا ونظم برقراره شي . وطنپرستان مجبور وو دحکومت سره موازي اولسي خودګردانه ټولنیز نظام ، اداري ، قوانین ، دفاعي  تشکیلاتي سیستمونه جوړاو د  وطن او اولس  دپت او عزت دساتلو په خاطر توره په لاس د کورني او بهرني دښمنانو په مقابل کي وجنګیږي  . په دي ډول د افغانستان په ګوټ ګوټ کي  مستقل خود ګردانه ټولنیز نظامونه ، ادارې  ،قوانین ، دود ،دستور ، محلې قومې او سراسرې ملې جرګې او په کل کي خود ګردانه  ملې افغاني دموکراتیک نظام او اړونده محلې مردمې ( خلکو)، قومي او ملي سراسري ټولنیز دموکراتیک اولسي مناسبات  ټینګ او دهډ هډاو مټ په مټ دملي وحدت په قوت د واحدشعار « یو دټولو اوټول د یوه په لاتړ »  د واحد وطن او اولس دشر یکو ګټو د ساتنې ضامن وګرځید ل .

هو ! جرګه  زمونږ ددغسي یو ډول مجبوري خودګردانه ټولنیز نظام دموکراتیک اصل او د  عادلانه مناسباتو خورا لوړ انساني اخلاقي مقام ګڼل کیږي او په افغاني ټولنه کي د تقدس حیثیت لري ، تصمیم یی تصمیم دي او پریکړه یی  حُکمې پریکړه ده ، عملي کول یی حتمي او هیڅ  یوخاین د هغې په مقابل کې د پورته کتلو جرأت هم نه لري . دا اولسي تصمیم دي  ،اولسي عزم دي ،اولسي تعهد دي او هغه اخري اولسي پریکړه ده چي د مرګ او ژوند په پوله ، هغه وخت چې چاړه هډ ته رسیدلي او هډ پریکوي او داولس دبود و نبود تصمیم او سر نوشت ټاکل  کیږي  .  دلته  مشورو او مشورتي جرګوته نه مکان وجود لري او نه زمان  ، دلته ټول فرصتونه صفر ته تقرب کوي او هرڅوک د سترګي درپ فرصت

لټوي  ، دلته مدعي او مدعي علیه لکه غازي وزیر محمد اکبرخان او مکناټن د سترګو په کسو کې یو بل ته ګوري اود سترګي په رپ کي دحملي او دفاع فرصت لټوي ،هرچا چي دغه فرصت  له لاسه ورکړي وو  او هر چاچې ګټلي وو .

مشورتي جرګي د پښتو او افغانیت په قاموس کي وجود نه لري ،مشوره چې دخدای په کلام کې یی هدایت شوي او جرګه چې دناشونې منازعې د مخنیوي په وخت کې جوړیږي د موضوع او ماهیت په لحاظ یو تر بله هیڅ ورته والي نه لري او نه باید سره مغالطه شي . دا هغه تحريفي مفاهیم دي  چي ځیني کسان یی د تنفس دفرصت د تر لاسه کولو په خاطر استعمالوي او یاد بې مورده تعلل له مخي نه غواړي د موضوع د قاطع حل داقدام پر ځای موقع له لاسه ورکړي او قضیه په جړه مشوړه بدله شي . جرګه یواځیني  هغه اخري  امکانات دي چې د ټولو نورو هڅو او هلو ځلو په پای کي د دوه متخاصمو ډلو تر منځ  د جرګې دمسًولینو ددواړو خواوو په ټولو صلاحیتونو سره دایریږي ،پریکړه کیږي او عملي کیږي او یا د نهایی جنګ لپاره هر څوک خپل سنګر ته خیژی  ‎. افغاني جرګه ماران ،کله چې مقابل لور ي دجرګي له پریکړو څخه سر غړونه کوي خپل ملاتړې اولس سنګر ته رابولي ، دیوي مړۍ ډوډۍ او توت او تلخان سره  کفن هم له ملا تړي  د سنګر سره یوځای خپل قبر هم کنې او دمرګ او ژوند فیصله یی  په همدغه ځای کې کیږي . جرګه نه دمشورو ځای دي ، نه په کې دغه ډول فرصتونو ته وخت پیداکیدلي شي او نه کومې رغنده مثبتې پایلې لرلي شي . کورني او بهرني دښمنان  چې غواړي په دغه نا پیژندل شوو نومونو افغاني اصیل ارزشونه بې ارزشه او له منځه یوسي او یا لا اقل دتنفس فرصت پیداکړي ،باید وپوهیږي چې ټول افغاني ارزشونه د سیاسي او بیولوژیکي میراث په حیث ،په غوږ کي له لومړي اذان او دمور د پیو سره لکه دروح د هر اصیل افغان په وینه کې چلیږي او تر څو چې یی  روح  او د ویني یوڅاڅکي په تن کې وي ، ددغه ارزشونو هیرول به هم نا ممکن وي .

پدي توګه په  افغاني کلتوري ،عقیدوي  اوحماسي لاسته راوړنوباندي دجنګونواود هغوۍ د بدو عواقبو یعني ځانځانۍاو پراګندګۍ سیوري پروت وو . او لس ددي فرصت نه درلود چې  په ملک کي

منظم اداري ، قانوني ، حقوقي ، تعلیمي ،حکومتي او دولتي تشکیلات ، ارګانونه ، ادارې ، انستيتوتونه ، مو ًسسات تشکیل کړي او هر څه لکه چي د مجاهدینو او طالبان په نظام کي  په صحرایی او تصادفي بڼه او یا لکه نن چي د لسګونو خپلو او پردیو پخپل سر ادارو او حکومتونو په موجودیت کي  چي هرڅه د قانون ، ادارې  او کنترول په  خلاکې سرته رسیږ ي ، هغه وخت هم سرته رسیدل . خو هغه وخت نه دومره چټک علمي ـ تخنیکي او اقتصادي بدلونونه ،نه ګلوبالیزم او سوپر ګلو بالیزم اونه دهغي په کچه انساني ا ُتالتاریستي نامحدود حرص او آز وو  . افغاني ټولني یو څه فرصت درلود چې د پیړیو په اوږدو کي،په ټول  مملکت  کې موضیعي  خود ګردانه  ټولنیزې ادارې ، قوانین  ،اصول او نظم برقراره کړي . څرنګه چې دغه ټولني او نظامونه  د دایمي جنګونو په شرایطو کې چې یو د بل له حاله نه شول خبریدلي ،تشکیلیدل  ،نو ځکه یی  محلي خصوصیات درلودل  او تر  نن ورځې پورې یی هم نه دتعمیم فرصت پیداکړي او نه یو تر بله سره ورته والي  لري  او همدغه ۱۰۰۱ رنګۍ ته د افغاني ټولنې  د خود ګردانه  ټولنیز نظام ،کلتور ،ازادۍ ،دموکراسۍاود ټولنیز ژوندهر اړخیزه غنا ویل کیږي  .

دا به سمه نه وي که ووایو چې افغانستان  د ځمکې په سر یواځیني هیواد او افغان ملت یواځیني اولس دي چې د هر ډول خپلمنځي او له پردیوسره د ډیرو وړو تضادونو او مخالفتونو څخه نیولې تر عظیمو نړیوالو قراردادونو ،مخالفتونو او تضادونو لپاره دغه ډول بډایه  سوچه اولسي ټولنیز قوانین ،ارګانونه ،ادارې ،مناسبات ، تړې او اصول لري ، چې ملې اولسي لویه جرګه د هغې خو را

لوړ مقام ګڼل کیږي . دغه قومي او ملې جرګې چې په حقیقت کي پردي جنګونو او دهغوۍ ناوړه پایلوجبرا ً په مونږ تحمیل کړي  وې،  د تاریخ په اوږدو کې د خودګردانه ټولنیز  دموکراتیک نظام په

سوچه خورا لوړ باصلا حیته منتخب حُکمي ارزش او مقام یعنې «لویه جرګه »  اواړونده لازمي ــ کافي  افغاني اولسی قانون ،دود ، دستوراو اصولو باندي بدل شویدي  . دغه لوی ارزشونه چې د افغاني ټولنې د فرد فرد ، قوم او لوی اولس په تار وپود( بوده او تنسته ) کې اڅڼل شوي او په وینه کې یی جریان لري ، د مغرضو قوتونو د پیړیو پیړیوناولو هڅو سره سره چې د افغانې اصیلو انساني ارزشونو د بې ارزشه کولوپه خاطر یی کړې تر ننه بې نتیجي پاتې دي . ټولو وطنپرسته افغانانو ته پکار دي د غه انساني ضروري ارزشونه دهر  پاک او با ضمیره اصیل افغان له ذهن او وجدان څخه په اقتباس د یوه مقدس او لوی سراسري بشري  ارزش او جمعي قانون په حیث  فورمولبندي او  دټولو افغانانوتر جمعي شعور او  اګاهۍ یی ورسوي، تر څو په نړۍ کې د نورو اولسونو لپاره هم  منلي او لازمي ضروري مثال او سرمشق وګرځي .

جرګې ، لکه چې دمخه ورته اشاره وشوه دډیرو کوچنیو مسایلو  ، دمثال په ډول دپلار او زوې او دوه ورونو تر منځ  د شخړو څخه نیولی د مختلفو کورنیو ،قبیلو ، قومونو ، اولسونو او مختلفو هیوادونو تر منځ په  ځمکني ،سرحدي  اوسیاسې مسایلو او مخالفتونو باندې وړې او لوي جرګې جوړیدلي شي . جرګې که لویی دي او که وړې یواځې حُکمي بڼه لري او جرګه مار هم یواځی هغه څوک

ټاکل کیږي  چې په صداقت ،پاکۍ ، انصاف   ، پوهي او دې ډول نورو اوصافو متصف او ذاتا ً حُکمي او با صلاحیته کسان او په خپل اولس کي دکافي اعتبار ،تقوا  او نفوذ خاوندان اوسې . یوه مسًله او قضیه هغه وخت جرګې ته راجع کیږي ، کله چې د نورو ټولو لارو چارو له مخې یی حل ناشونی ګڼل شوی وي  . جرګه له هرڅه دمخه له دواړو مقابلو لورو څخه  د پریکړې  ټول صلاحیت او واک ترلاسه کوي او سره ددې چې په اکثره مسایلو کې دود، دستور ،تړې او حدود معلوم دي ، بیاهم د جرګې غړي دبې پرې جرګې ددایریدو لوړه کوي او دجرګې د پریکړو څخه د سر غړونې تاوان او جریمه,  چې معمولا ً نغدې پیسې ، دکور سیزل، دقوم، اولس  او کلې کور څخه  شړل، یا د قتل او په ځیني نورو مسایلو کې د د ښمنۍ د له منځه وړلو په خاطر د ښځو ورکول او دیته ورته ډیر نور شرطونه  ټاکل کیږي . په بدو کې البته د ښځو ورکول او په اصطلاح خپلوي کول خصوصا ً په پښتني دود او دستور کې هیڅکله ښې پایلې نه دي درلودلي او دښځو په حقه حقوقو بربنډ تیری ګڼل کیږي .

 جرګې که وړې دي او که لویی یواځې پریکړنده مقام او حیثیت لري، یواځې د مدعي او مدعي علیه  متقابلو متخاصمو اړخونو تر منځ د هغوۍ په غوښتنه او موافقه او حتا د هغوۍ داستازو او نماینده جرګه مارو په ګډون د با صلاحیته ارګان او مقام په په حیث را غوښتل کیږي او پریکړه یی بې قید وشرطه عملي کیږي .هغه څوک چې دجرګې له پریکړې څخه سر غړوونه کوي په ټاکلې جزا او جريمه محکوم او سمدستي عملې کیږي .د جرګې دغه دومره لوړ مقامي حُکمې صلاحیت که دیوې خوا دجرګې دغړو په شخصي  اعتبار ، عدل ، انصاف ، رښتینولۍ اونفوذاو شهرت پوری اړه لري،د هغې

څخه څو برابره زیات  د هغه اولسي خودګردانه قوانینو ، اصولو،دود ،دستور  او تړو پوري اړه لري ،کوم چې افغانان یی د اولسي بي عیبه و غشه قانون په حیث منې او د سمدستي با انصافه پریکړې طمع ترې لري .

پدي توګه هره جرګه یواځې با صلاحیته پریکړنده حُکمې ارګان او مقام ګڼل کیږي اوپرته له دې جرګې ته هر بل  شکلې او ماهیوې نوم او حیثیت  قایلیدل ،لکه چې د۱۳۸۹ هجري شمسي کال د جوزا دمیاشتي په  دولسمه تش په نامه جرګې ته  مشورتي نوم ورکړشو او تر اوسه پوری د جمعي رسنیوله  لارې په یوه ساعت کي په زرګونو ساعتونه همغه یوه موضوع په مختلفو ژبوغږول کیږي او په میلونونو پاڼې پرې توریږي،د جرګې د اصلي مفهوم د  بدعته او تحریف پرته بله کومه معنا او مفهوم نلري . نن په افغاني ټولنه کې ټول حقایق د لمر په څیر څرګند دي او ضرورت نه شته د افغانانو کورنی او بهرني دښمنان خپل تور مخونه لا پسې تور کړي . په داسې شرایطو کې  چې په هرو شلو او دیرشو دقیقو کي یوه مور چې یو یا له هغې زیات بچیان به زیږوي ، یواځې پدي خاطر مري چې یوه مړۍ وچه ډوډۍ نه لري . که مونږ یوه دقیقه وخت صرفه جویی کړواو کار وکړو د څومره دغه ډول انسانانو ژوند به وژغورو ؟ ځکه نور خلک په یوه ثانیه  په لسګونو زره موټرې تولیدوي ، په میلونونو ټنه غذایی مواد او همداسې نور ایجادوي . نژدې کال پوره کیږې چې جمهور ر ًیس په اصطلاح ټاکل شوی ،تر اوسه کابینه نه ده معرفي شوې او یا نه ده منل شوې او درسنیو په خبره سرپرست وزیرانو او مامورینو فرصت غنیمت ګڼلي او دخپلو خالي جوالونو د ډکولو په خاطر یی چور اعلان کړیدي ،اولسي او

مشرانو جرګې هم په همدغه خاطر  اعتصاب اعلان  کړی او مفت معاش اخستل غنیمت ګڼي، . . . اوملګري ملتونه او  بهرنیان چې دچارو د سمون ، امنیت ، بیا ابادونې، او . . . په خاطر راغلي دي د خیر په غونډۍ ناست او د «به ما چي » پروګرام تعقیبوي ،یعني هیځوک هیڅ کار نه کوي . هرڅه چې کوي یواځې د فساد ،رشوت ،اختلاس ، . . . ( البته ډیر کم کسان به داسې نه وي ) او  په ملیاردونو ډالر عبث مصرفیږي ، خلک له لوږې  او په جنګونو کې مري اود دالرو درک هم معلوم نه دي چې کوم لور ته او دچا جیبونو ته ځي ؟ یواځې ددغه تش په نامه بې مفهومه مشورتي جرګې په سلګونو ملیونو ډالروبې معنا مصارف که پر ځای شوي وای د ډیرو بې وزله انسانانو مشکل به حل شوي وي .افغانستان د « بې مجرمه جرمونو او  بې ګناه مجرمانو  ټاټوبي » ګرځیدلې ، نن سمه ده چې دا ځیني کسان هر څه کولی  شي ، خو کله چې دپوښتنې وخت راورسیږي ، دوۍ به څه کوي ؟ خو هغوۍ ددي لپار ه دلیل او خواب لري . بې له هغي هم  واک  یی خپل  دي ، بیا او بیا به عفوي اعلان کړي ، او که نه په نورو چې څه وو هغه به په دوۍ به هم وي .

خلک دغه څرګند ې او د شرمه ډکې بربنډ ې صحنې  ویني چې دا کورني او بهرني لونیان ،خپله شخصي  آبرو خو یی خپل کار دی،  اولسي  عزت، آبرو او حیثیت هم  څه ډول په دغه بې ارزشه ناچله پیسومفت له لاسه ورکوي او پخپله عارې له هر ډول ارزشه پاتې کیږي .

رحمن بابا وا یی :

هر یو مخ کله لایق د آبروی وي

اوښکې نه درومې په مخ د هر ناولي

اولسي ارزشونو سره دا ډول غیر مسًولانه چلن هیځکله بې ځوابه نه شې پاتي کیدلي او نه دي څوک دغسې غلطي محاسبي کوي چې ګوندي هر افغان به خپل منلي ارزشونه او اولسي دود او دستور چې په وینه کې یی اخښل شوي داسې په اسانۍ له لاسه ورکړي او یا به ددوۍ د مال او عزت دښمنان بې

ځوابه پریږدي . ددغه عالي مورالي ارزش پیچلتیا نه یواځي د قبیلي او قوم ،بلکه د فرد فرد په کچه رنګ په رنګ اومتفاوت کمي او کیفي پوتنسیال لري او لکه پټه خزانه په جمعي او فردي شعور کي ساتل کیږي .

دښمنان عبث فکر کوي چې دغه ارزشونه به له منځه یوسې ، همغسې چې ددغه ارزشونو   پیژندنه مشکله ده ،له منځه وړنه  یی له هغي هم خورا ناشوني کار ګڼل کیږي . پدي لار کې مغرضینو پیړۍ پیړۍ شومي څیړنیزي هڅي سرت رسولي ، خو یوي یی هم مثبتي پایلې نه  دي درلودلي .  ځکه چې

دغه  ارزشونه که په ما هیت او ساده عبارت سره د وطن پرستۍ او وطندوستۍ معنا او مفهوم لرې ، خو د شکل له مخې د هغي دافادي لاري، وسایل او روشونه په مختلفو قبیلو ،قومونو، محلونو او اولسونو کي یو تر بله سره هيڅ  ورته والی نه لري .د پښتون قوم چي په افغانستان کي اکثریت جوړوي ،خو لا پرځای پریږده ، حتا د وړو قومونو نوموړي ارزشونه او دود او دستور دومره غني ، رنګ په رنګ او هزار رنګ دي چې د خپلوخلکو لپاره یی تمیز مشکل دي نو د وطن د دود او دستور څخه بې خبره بیګانه پرستانو او بهرني صمٌ  بکمٌ چې تر اوسه پوري لل ګل پاتي دي تر ابده به ړانده کاڼه پاتي وي . شک نه شته چې افغانانو لپاره هم په ټولو دغه رازونو پوهیدل مشکل کار دي خوپه کل کي د هر اصیل افغان لپاره د ضرورت په وخت کي  همدومره کفایت کوي او پدي ښه پوهیږي چې د وطنپرستۍ ، وطندوستۍ او د فداکارۍ وخت رارسیدلي او لازمي چاري باید تر سره شي . ضرورت نه شته کورني او بهرني  دښمنان ، افغانان چې پیړۍ پیړۍ پداسي چارو کي ازمایل شویدي بیا او بیا وازما یی ، هغوۍ همیشه ټول شته په دغه دو کي بایللي او بیاهم حاضردي دغه قمار ووهي ، هم ځان ووژني او هم بل ووژني او پردې ونه منې  . خو هغوۍ د ښې او ټینګي دوستۍ ،لوز ،قول اوښي معاملي جوګه اولس  هم دي .د هغوۍ څخه ډیر څه زده کول پکار دي . همغسي چي یی د جنګ جګړې زیرمي سرشارې دي ، ددوستۍ او ډیري ښې معا ملي او طبیعي زیر مې هم بې مثاله او بی حسابه دي . که څوک مونږ ته ددغه زیر مو څخه د ګټې اخیستنې موقع نه راکوي ، دوۍ به یی هم تر لاسه نه کړي . نني شرایط حکم کوي چې په نړۍ کي سوله تأمین شي ، تاسي هم دسولي په خاطر راغلي یاست او افغانان هم سخت دسولې ارزومن دي .مونږ په جنګ کي مه ازمایي ، دسولې  ازمیښت به د ټول بشریت په ګټه وي . مونږ په جنګ ولي ازمایی ؟

د ډیرو پوهانو څخه مې اوریدلې او اورم چي ژبه دتفاهم وسیله ده . زه هم په دي عقیده یم چې پردۍ ژبه د هرچا لپاره یواځي د تفاهم وسیله ده ،خو مورنۍ ژبه یواځي د تفاهم وسیله ګڼل  نه بخښونکي ګناه ده . دا خبره خو مغرضان کوي او د مغرض خبره هیڅکله سمه نه وي .که دا سمه وي ، دوۍ چي پنځه کسان بل ملک ته ولاړ شي  ، ددي په عوض چي دهغه اولس ژبه زده کړي هغوۍ خپلې ژبي زده کولو ته اړباسي . دا ډیر مشکل کار دي ،خو دوۍ حتما ً دغه کارکوي او په دي کار کې رښتیا هم لوی اثر دي . څوک فکر کولي شي چې د یوه وروسته پاتي هیواد ژبه په دومره ستر مقاومت او ټولنیزه مادي نیرو بدلیدلي شي؟ خو که واقعیتونو ته فکر واړوو ، وینو چي نژدي یو نیم سل کاله دمخه په ځوانانو باندد ملالې په تش غږ چې :

که په میوندکې شهید نه شوې  *** خدایګو لا لیه بې ننګۍ ته دي ساتینه .

ځوانان هغه ، نژدي بایللي میدان ګټي چي د دوست او دښمن قوتونه پکي د مقایسي وړ نه وو او لا نن هم هره افغانه پیغله غواړي دملالې په څیر ددغسي کارونو جوګه او سرمشق وګرځي .

په مورنۍ ژبه کي دهرچا لپاره خپل وطني او اولسي ژوندي مستند تاریخ ، د خپلو خلکو دقهرمانیو داستانونه پداسي سوچه ژبني کلماتو او عباراتو چې د هر انسان رګ رګ تخنوي او هوسوي او په بله ژبه هیڅکله دا ډول افادې نه شي افاده کیدلي او نه پردۍ ژبې دا ډول د چا احساسات را پارولي شي .د مثال په ډول د پښتو ژبې دا ځیني اصطلاحات ،مقولې او کلمات  لکه پښتونولي ،پښتو ، پښتون او دیته ورته د همدي یوې کلمې صرفې او نحوې بدلون لکه پښتونولې د پښتنو داولسې دود ،دستور ،تعهداتو ، تړو ، جرګو ، مرکو او په زرګونودغه ډول نورو ارزشونو افاده او تفسیر ، ایا ممکنه ده په بله ژبه وشي  ؟

یا دپښتو کلمه د ژبې د نوم په حیث نه بلکه  دیوه ټولنیز ارزش په حیث . لکه : ښه پښتو یی ورسره وکړه .  هغه بې پښتو سړې دي .  ما یو ځل  په پښتو قسم یاد کړي  ، بله نه شم منلې . پښتو دې وشر موله . زه یی ژوندي نه پریږدم ، ماته یی بې پښتو ویلي دي . یا د پښتون کلمه د قوم په حیث نه بلکه د اجتماعي ارزش په حیث  : زه به پښتون نه یم که را باندې ویی منې . ته هیڅ پښتون نه یی او داسی ډیر نور ژبني ارزشونه او اصالتونه چې یواځې په مورنۍ ژبه همغسې چې لازمه ده افاده او تفسیر کیدلي شي په بله ژبه هیڅ ممکنه نه ده همغسی افاده شي  .

د ۱۹۶۹ م کال د سرطان په میاشت کي ، مونږ له تحصیل څخه راستانه شوي وو ، مرحوم انجنیر عبدالرؤف چي اصلا ً د شمالې  دقره باغ او دکابل اوسیدونکې وو، دنورو دوستانو سره چې ټول منور خلک وو ، زه هم چې سره همصنفان وؤ، په همدغه ورځو کي میلمه کړي وم . پرته له رؤف خان څخه مي بل څوک نه پیژنده ، نو ډیري خبرې مي هم نه کولي  . نپوهیږ م څه ډول د ژبو په باره کي بحث شروع شو . وروسته له یوڅه بحث څخه ،یوه تن وړاندیز وکړ ، ښه به داوي افغانان فرانسوي چې خوږه ژبه ده او نورو څیړنو ته پکي ضرورت هم نه شته ، په خپل ملک کي رواج کړي . بل تن د انګلیسي ژبي وړاندیز وکړ اودیته نور مختلف بحثونه وشول . ما چي دا بحثونه په غور سره تعقیبول او پوهیدم چې زما نظر هم کیدي شي وپوښتي ،په همدغه سوچ کي هغه وخت ماته دغه پورتني فکر په ذهن کي راوګرځیده او هغوۍ مي له خپل  پورتني ناسم فکر څخه وګرځول او پدي مي قانع کړل چي نه یواځي ژبه بلکه ټول مختلف وطنې ،ملې ،اولسې ارزشونه په خپل خپل ځای ځانګړي ارزش لري او هیڅ قوم ،ملت او اولس ، که لوی دي او که ووړ ، که غني دي او که غریب ، که پر مخ تلل دي او که وروسته پاتي دي ، حق نه لري د نورو اولسونو ملې وطنې ارزشونه بې ارزشه او حقه حقوق یی پایمال کړي  . پکار دادي  دغه ارزشونه ددوامداره ارګانیک دیفرنسییشن (تجزیي ،تفریق)او انتګرییشن  (ترکیب ،تجمع) په پروسه کي د ټولو لپاره د منلو وړ  ارزشونو باندي واوړي. نن پرون هم په افغانستان کې د ژبو د مسهٔلی، کلتور، ملي ترمنولوژۍ، رسوم، عنعناتو، اخلاق او ډیرو نورو وطني، اولسي ارزشونو او مسایلو سره ناسم، سطحي او حتا ناوړه کړه وړه جریان لري. دغه ټول ارزشونه دیوه ملت او اولسونو د ارزشي خزانې هغه تر هر څه لوړه او نایابه ارزشي پانګه جوړوي چې یواځې پوه، اهل او په وطن مین کسان ایجادوي، پالي او په ایمان دارۍ د هغې ساتنه کوي، خو ناپوه، نااهله،بیګانه پرسته او ټیټ انسانان چې اصلاً ددغه ډول ارزشونو له ارزش څخه بې خبره دي او همغسې چې هره متاع او حتا شخصي حیثیت او آبرو په هر بازار کې په هر چا پلوري، دغه عالي ارزشونه هم د هیڅ په مقابل کې مفت له لاسه ورکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.