څانګی به نن سبا کښی ګل شی
ما یي په سر کښی سری غوټي لیدلی دینه.
هاغه ملت چی ۷۰ کاله پاشل شوی و ځوان منظور پښتون بیا یو لاس کړ.
د پښتون د تحفظ بی بدیله مشر منظور احمد پشتین وایي .
« چی یو څاڅکی وینه را کښی پاتی وی ، د پښتون قومی عدالت جرګه جوړوم .»
دده دی متین عزم او کلکی ارادی دا وښودله ، کله چی پښتون عزم وکړی خپل عهد پوره کولای شی. د داسی پرتمینی او د ویاړه ډکي جرګی جوړیدل واقعآ اسان کار نه و.
علی امین ګنډاپور پدی جرګه کښی وویل . « که پښتانه سره یو شی هیڅوک پری ظلم نشی کولای.» حقیقت هم همدا خبره ده.
پښتون داسی یو قوم دی چی د خپلو ملی ارزشونو په مقابل کښی چاته سر نه ټیټه وی دوی په میړانه د خپلو ارزشونو څخه دفاع کوی لکه څنګه چی باتور شملور، زړه ور او خولور اپریدی قوم ددی عظیمی جرګی د جوړیدو په خاطر ۳۵۰۰ خپلي حجری د ددی غونډی د ګډونوالو د سمبالښت لپاره اماده کړی. دی ته وایی غیرت.
د خیبر د جرګی پریکړه چی وایی « مونږ ډیورنډ لاین په رسمیت نه پیژنو» دا ددی معنی ورکوی چی پښتانه یو ملت دی نه شلیدونکی ملت دی او دا زمونږ د پښتونوالی او وراثت اصلی ثبوت او سند دی.
د پشتون د تحفظ ژغورنی د عدالت په لویه سراسری ملی جرګی کی د اسفندیار ولی او ایمل ولی اشتراک دا هم وښوده چی پښتانه نور د غفلت له خوبه بیدار شوی ، تربنګی یی شاته پریښی او د خپل مستقبل په فکر کی دی.
پدی لویه ملی جرګه کی د نر مفتی منیر شاکر حضور هم د ستایلو وړ دی.
ګیله من شاعر به ویل.
د پښتنو په قتل عام خاموش ملک او ملا
له تاسو دومره ګیله من یمه چی حد نلری.
ای عظیم شهیده ګیله منه. دادی اوس ستا ګیله پوره شوه ، ستا باتورو ورونو ، پلارونو ، خویندو او مایندو د خیبر د درګی په سوزانه دشته کی ستا ارمان پوره کړ خو افسوس چی تا په خپلو سترګو د دی لوی ارمان پوره کیدل ونه لیدل.
۱۰/۱۴/ ۲۰۲۴
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.