د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند د پښتون ژغورنې غورځنګ PTM د پیاوړي مشر منظورپشتین په بلنه او
د غورځنګ په کوربه توب د 2024 کال د اکتوبر په 11 مه 12مه او13 مه نېټه د خیبر په تارېخي سیمه
کښې ترسره شوې پښتون قامي جرګې/ عدالت هر اړخیز ملاتړ کړی دی.
په اوسني حساس ، سیمه اېز او نړیوال پړاو کښې پښتانه د ډېرو ننګونو( چېلنیجونو) سره مخ دي,
تارېخ دا په ثبوت رسولې ده، چې کله هم پښتون ولس د خپلو ورپېښوستونزو پر وړاندې د ورورګلوۍ
په یو ټغر راټول شوي، نو د بري او درنښت مقام یې خپل کړیدی.
مونږ د خیبر ستره تارېخي قامي جرګه پښتنو ته د موجوده ننګونو پر وړاندې ګټوره بولو، د جرګې
د پریکړو, چې د پښتنو ټولنیز ولسولیز ګوند موخې او ارمانونه پکې همځای شوي د پښتنو د یووالي
(قامي وحدت), تارېخي افغانستان او خپلواكۍ لپاره یې نیک فال ګڼو, د پرېکړو ملاتړ یې کوو, د پلي کولو
لپاره یې د هر اړخېزې مرستې ډاډورکوو او له دوۍ سره اوږه پر اوږه ولاړ یو هیله لرو، چې د پښتنو
د سوکالۍ فکر لرونکي خلک ټول پښتانه او د جرګې له خوا ټاکلشوې اتېا کسېزه ځواکمنه ډله د جرګې د پریکړو
د پلي کولو او لاسته راوړنو لپاره نورکوټلي ګامونه هم واخلي.
مونږ پر پاکستاني واکمنو یو ځل بیا غږ کوو, چې د پښتون قامي جرګې په پنډال کښې د شهیدانو او ټپي شوي پښتنو
لپاره دې عدالتي پلټنې کمیشن جوړ او قاتلینو ته دېسخته سزا ورکړل شي.
په درنښت
د پښتون سوشل ډېموکراټیک پارټۍ
جرمني: 15 اکتوبر 2024
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.