تاریخي وړاندويينه/ ۱

همایون دوست

310
تاریخي وړاندويينه/ ۱
په دې نیت چې څوک کابل ته تللي، واپس نه دې راغلي.
پورتنې څرګندونه چې اوس هند د ګڼو ولسونو په فولکلور کې، د متل حیثیت موندلې، دا سيکانو د پنځم خليفه «ګورو ارجان دیو» د خولې کلام دی چې، اکبر د پادشاهۍ مالي چارو سلاکار او هغه د دربار نوموتي حاضر ځوابه، کنجکاو او ټوکمار «راجه بیربل» ته یې، د هغه ګواښ په غبرګون کې وکړه، کله چې هغه نوموړې ګورو ته، خراج د تادیه کولو پاره ګوته څنډوهله او وویل چې،«… اوس خو افغانانو د ځپلو پسې کابل ته روان یم او که ته د خزانې په کتاب کې، خپل حساب زما تر راستنیدو مخکې سپین نه کړې، بیا ګیله د ځان نه کوه…».
هغه مهال ګر چې پښتنو خپل نامتو مشران «ملک کجوخان»، «ملک میرو» او «بایزید روښان» خاورو ته سپارلې وو، په دی کړکیچن حالت کې ام په زرګونو ځوانان د ملک کالو خان او شیخ عمر روښان تر شا، د دښمن سره وسلوالی مقابلی ته په دوه پښو ولاړ او سترګې په لار وو، دوې د پښتونخوا غرونو او رغونو په ګڼو پر له پسې جنګونو کې، د پیښور حاکم «سید حمید بیګ» په ګډون د دښمن لوی، لوې لښکرې د پښو لاندې سټ او خیبر د مهمې او سرشاره عایداتې درې ګمرکي او سوداګریزو چارو عام او تام کنترول خپل واک لاندې کړې ؤ، خیبر دره د پوځی ستراتیژی له زاوی ام د هند دروازه ګڼل کیده او کیږي او په همدې دروازه کې چې کوم درانده ځاني او مالي زیانونه، روښانیانو مقابل لوري ته اړولي ؤ، هغوې د مفلسې نه مجبور وو چې سیکانو له ټولنې د وقف شوو ځمکو په سر ام باج وغواړي. ګورو ارجان سربیره له دې چې یو محبوب خلیفه ؤ، د دې سره څنګ ته یو بډای او کامیاب سوداګر ام ؤ، ده د روښانیانو سره، دقطغني بایراق اسانو ( هر اس یې په نن ورځ د نوي، صفري کیلومتر فیراري«Ferrari» موتر په بیه ارزښت او د هند په نیمه وچه کې یې خرڅلاو تود بازار لروده)، وچې میوی، مرچ او مسالو، او نورو سوداګریزو توکو په راکړی ورکړې کې ټینګې او تودې اړیکې پاللي، نو ځکه افغانانو د پوځي وړتیا او تیاري ام با خبر ؤ، ده د راجه بیربل په ځواب کې وویل چې: یو وار خو نیکه مي (ګورو امر داس) په دې مسئله باندې، د مغول اعظم (اکبر پادشاه) سره د معافیت تیږه کیښوده او هغې ستونځې په تړاو ته «ګوړه، ګوړه يادوه، خوله به دې خوږه وي»، او نه زه کوم هندو یم چې جزیه درکړم، اوس خو کابل ته روان یې، که بیرته راغلي، نو بیا به سره ګورو، خو زما دغه خبره یاداښت کړه چې: « په دغه نیت چې څوک کابل ته تللې، واپس نه دې راغلي». د دې لفظې شخړي دوه میاشتې ورسته ؤ چې، راجه بیربل د ۸۰ زره پوځيانو په سروالۍ، د اباسین توپاني څپو، اجل ته را پورې واهه.
دی ناخبره ؤ چې پښتانه، اوس(هغه مهال) مدبر ملک کالوخان، په دې شعار چې « یا به یو کیږو، یا به ورکیږو»، «اتفاق» د ځواک په ځواکمنې روحیه او ځیرک پیر روښان په مهارت سره د «دین» په داسې غښتلې وسلي سمبال دې چې، د هغې نه د یو فولادی ډال او ام د یوې تیرې تورې په څیر، د غلیم په وړاندې کار اخیستل کیدای شې. د تاریخ په اوږدو کې، کله ام چې د پښتنو دښمنانو په مخامخو جنګونو کې، نور په خپل وجود کې د مقاومت وس نه لیدله، بیا نو خپلو موخو ته د رسیدلو پاره یې د تل په شان، اخوندان را مخ ته کول او هغوې بیا د دین په نامه لستوڼۍ بډوهل او د دین څخه به یې د تکفیر په چیغو،چیغو د توپک او دکوتک په توګه، پښتنو په وهلو او ټکولو کې ګټه پورته کوله. د دین څخه محاربوی وسلي په توګه د ناجایزې ګټې ترلاسه کولو موضوع ځکه یاده شوله چې، په کابلستان(پښتونخوا) باندې د راجه باربیل د برید څخه پوره دیرش کاله د مخه، د همایون بابر له مړینې (۱۵۵۶م.) ورسته، سوري پښتنو چې هندوستان د سیاسي واک واکداري خپل شرعي حق ګڼلو او په همدې دلیل یې د اګري او ډهلي په ګډون د دې هیواد ګڼ ښارونه د مغولو څخه چاڼ او هغوی یې تر «پاني پت» ډاګونو پورې وځغلول. په عینې وخت کې(۱۴) کلن شهزاده جلال الدین اکبر چې هغه مهال د بیرام خان سیوري لاندې، په کلانپور کې د پنجاب صوبه اداره کوله، هغه ځان د خپل پلار وارث او بیرام خان یې سرلښکری اعلام کړ.
بیرام خان سربیره په دې چې، د پاني پت په لومړۍ جګړې (۱۵۲۶م.) کې، د ظهیرالدین بابر د لښکر یو زړه ور جنګیالی په صفت پیژندل شوي ؤ، خو دی د ریا او مکارۍ په چل او ول کې، تر بابره لا څو کراته زیات نیرنګه او چوتار مداري ؤ،( ګرچې نوموړي د فتنو او د دین سره پښتنو د ړندې مینې په اړوند ځانګړې لیکنې ته اړتیا وینم خو دلته د بیلګې پاره باید وړاندې کړم) کله چې دغه د تموچین (چنگیزخان) کړوسی، د افغان- مغول د ۱۵۴۰م.کال په جګړه کې د پښتنو سره اسیر شو، ده د پنځه میاشتینې بند په ترڅ کې، خپله وینه د یعقوب(ع) په خټه کې واغږله او د ساداتو په کاته کې د زندان څخه ازاد شو او تاریخي شواهد وښایې چې په همدې فرصت کې د ده په کراماتو، ګڼ کولابي ټګ او ټګماران، د سیدعلي ترمذي (پیربابا) او جوګي اخوند ګدا په مدار ، د پيرانو، بزرګانو، ولیانو، ګوډګرو، تعویزګرو او نورو پرازیتي لقبونو لاندې، لکه د طفیلي چینجیانو غوندې، د پښتونخوا په بدنې کې ځالې جوړې کړي او له هغې پس پخپله په لاهور کې همایون بابر د قافلي سره یوځای شو او فارس ته یې پناه یوړه. په پارس کې همایون بابر‌ د کندهار ولایت په بدل کې، د (۱۴) زره کسیز لښکر، پوځي مرسته په دې موخه تر لاسه کړه چې په کابل کې خپل ورور میرزا کامران په وپرځوي او دوې بیا د همغې لښکر په مرستې لومړي د کندهار څخه میرزا عسکر وشاړه او د هغه ولایت واک یې د فارس ولیعهد شهزاده مراد ته وسپاره، خو دوې لا کابل ته د تګ په لاري کې وو، چې کندهاریانو په بغاوت کې نوموړی شهزاده او هغه د ګارد لویه برخه هلاک شول. همایون بابر کابل د نیولو پس، بیرام خان کندهار ته ولیږه چې د فارسیانو پاتې شوني پوځیان واپس په فارس وسپاری او پخپله نهه کاله د کندهار والي پاتې شو، چې د پښتنو په عامه پرګنو باندې د ظلمونو څو صحنې، ځوان شل کلن سوداګر بایزید روښان په ۱۵۴۴م. کال کې په خپلو سترګو لیدلي وي.
همدرنګه د بیرام خان د فتنو او د ظلم په بڼست، دغه متل چې « د بیرامه ښادي حرامه» د پښتو په فولکلور کې ځاې موندلي دی.
بله برخه لري…

په سیکانو کې پګړۍ تړلو د دود مخینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.