افغانستان کې بې‌وزلي؛ ملګري ملتونه: شاوخوا ۸۵ سلنه افغانان د ورځې له یو ډالر څخه په کمو پیسو ژوند کوي

218

د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري یا “یواین‌ایچ‌سي‌آر” وايي، شاوخوا ۸۵ سلنه افغانان د ورځې له یو ډالر څخه په کمو پیسو ژوند کوي.

ملګرو ملتونو د ژمي په رانږدې کېدو او د هوا په سړېدو سره د افغانانو پر وضعیت اندېښنه وښوده.

“یواین‌ایچ‌سي‌آر” وايي، اوسهال تقریباً ۸۵ سلنه افغانان د ورځې له یوه ډالر څخه په کمو پیسو خپل ژوند پر مخ وړي.

یاد سازمان په خپل تازه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۷مه يې په خپله ویبپاڼه خپور کړی، ویلي چې په افغانستان کې اړتیاوې ډېرې پراخې دي او ۱۵.۲ میلیونه افغانان د خوړو له شدیدې ناامنۍ سره مخ دي.

ارشیف: په کابل کې بې‌وزله مېرمن او ماشومان
ارشیف: په کابل کې بې‌وزله مېرمن او ماشومان

د “یواین‌ایچ‌سي‌آر” د راپور له مخې، افغانان په بې‌وزلۍ، لوږې او خوارځواکۍ کې د پام وړ زیاتوالی تجربه کوي، د عامې روغتیا سیستم سقوط ته نږدې دی او همدارنګه د اقلیمي بدلون اغېزو او طبیعي پېښو سره د مقاومت، مقابلې او تطابق وړتیا کمه شوې ده.

په راپور کې دغه شان راغلي چې د نظام له بدلون وروسته، له لسو څخه اووه افغانان لومړني توکي لکه د پخلي توکي، ژمنۍ جامې او لومړنيو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

په ورته وخت کې یو شمېر افغانان وايي چې د بې‌وزلۍ له امله د ورځې د درې وخته ډوډۍ برابرولو وسس نه‌لري.

د کابل ښار دوو اوسېدونکو، ګلدستې او محمد اصف چې دواړه د خپلو کورنیو ډوډۍ ګټونکي دي، په دې اړه ازادي راډيو سره خپل نظرونه شریک کړي دي.

د کابل ښار اوسېدونکې ګلدستې وویل: درې وخته ډوډۍ ډېره په سختۍ پیدا کېږي، که یو وخت ډوډۍ وخورو بل وخت یواځې وچه ډوډۍ خورو، یا هم کله ناکله ګاونډيان یو څه مرسته کوي.

ګلدسته وايي: “ژمی راروان دی، ډېره خپه او خواشینۍ یم چې د هېڅ څه وس نه لرم. پخوا به د کالیو مینځلو لپاره تلم، خو اوس مې نه پرېږدي، طالبان پر ښځو ډېره سختي کوي. درې وخته ډوډۍ ډېره په سختۍ پیدا کېږي، که یو وخت ډوډۍ وخورو بل وخت یواځې وچه ډوډۍ خورو، یا هم کله ناکله ګاونډيان یو څه مرسته کوي.”

محمد اصف وویل: “په کور کې ۱۲ کسانه یو. زه په کراچۍ مېوه خرڅوم، بس همداسې خپل ژوند مخ ته بیایم. شرایط ډېر خراب دي.”

د “یواین‌ایچ‌سي‌آر” په راپور کې دا هم راغلي، د افغانانو د بېرته ستنېدو لوړه کچه، چې ډېری یې په جبري ډول ایستل شوي، تمه کېږي چې دوام ومومي.

د “یواین‌ایچ‌سي‌آر” اټکلونه ښیي چې په ۲۰۲۴م کال کې به له پاکستان او ایران څخه تر ۱.۴۶ میلیونه زیات افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

په ورته وخت کې هغه افغان کډوال چې له ګاونډي هېوادونو ستانه شوي، وايي چې له خورا ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي.

یو له دوی څخه عبدالقادر چې له پاکستانه راستون شوی، ازادي راډيو ته وویل: “حالات نه دي بدل شوي، ورځ په ورځ بدترېږي او ښه کېږي نه. په افغانستان کې ستونزې ډېرې دي. ژمی هم روان دی، خو کاروبار نه‌شته، په الله که مو ورته تیاری نیولی وي، که کاروبار نه وي په څه به ورته تیاری ونیسو.”

ارشیف: په کابل کې د یوې بې‌وزلې کورنۍ دسترخوان
ارشیف: په کابل کې د یوې بې‌وزلې کورنۍ دسترخوان

دا افغانان په داسې حال کې له خپلې بې‌وزلۍ کړېږي چې په افغانستان کې په ۲۰۲۱م کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو او په بېلابېلو برخو کې د دوی د بندیزونو او محدودیتونو وروسته د کورنیو په ځانګرې توګه د هغه کورنیو اقتصادي وضعیت خرابه شو چې سرپرستي یې مېرمنو کوله.

د “یواین‌ایچ‌سي‌آر” د راپور له مخې، په روان زېږدیز کال کې تر ۲۳.۷ میلیونه ډېر افغانان چې د ټول افغانستان له نیمايي نفوس څخه زیات دي، عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ/ ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.