د خیبر پښتونخوا قامي جرګې په هکله رسنیزه اعلامیه

دعوت رسنیز مرکز

506

د خیبر تاریخي جرګه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په بلنه او د غورځنګ په کوربه توب د خیبر په رېګي للمه سیمه کې د (پښتنو قامي عدالت) په نوم د ۲۰۲۴م کال په ۱۱مه پیل او په ۱۳مه نیټه د یوه پریکړه لیک په اعلان پای ته ورسېده. په خیبر جرګه کې رابلونکي، جوړونکي او ګډونوال ټول افغان ولسونه و او د افغاني ټبرونو بشپړه استازولي یې لرله.

 یو ځل بیا پښتانه دې ته اړ شول څو د خپلو حقونو د خوندي کولو؛ د زور زیاتي، ظلم، په خپلو منابعو او وسایلو کنترول او حق لپاره خپل غږ اوچت او ټول پښتانه د خپلواکۍ او عدالت په لوی غورځنګ کې د اتحاد په لور را وبولي.

پنجابي دښمن د تل په څیر دا ځل هم په بېلابېلو لارو هڅه وکړه چې دغه غورځنګ له ماتې سره مخامخ کړي؛ خو یووالی او یو د بل تر شا درېدل هغه څه ول چې د دښمن هره هڅه یې ناکامه کړه. پښتانه باید دغه یووالی وساتي او غښتلی یې کړي، ځکه همدا یووالی له یوه بري څخه د بلې بري په لور ګام دی.

د خیبر د ملیوني جرګې ارزښت په دې کې و، چې د ګڼو پښتنو مشرانو، سیاسي ګوندونو، مدني او فرهنګي بنسټونو راټول په یو ټغر په داسې حساسو شرایطو کې د معجزې تر بریده د حیرانتیا وړ کار و. خیبر جرګه د قومونو، ولسونو، عام، خاص، زوړ، ځوان، ښځې او نارینه یووالی او یوځایوالی، سوله ایزې مبارزه او د عدالت غوښتنې غږ نړۍ ته وښوده او ورساوه.

دعوت رسنیز مرکز د خیبر قامي جرګې هر اړخیز او بشپړ ملاتړ اعلانوي. یاده جرګه د پښتنو د یووالي، خپلواکۍ، د موخو او سترو ارمانونو د پوره کېدو لپاره ستر ګام ګڼي. هیله ده په جرګې کې د شویو پرېکړو او لاسته راوړنو لپاره هراړخیزې هڅې وشي او هر یو دې د دې ارمانونو د پوره کولو په موخه خپلې هڅې جاري وساتي. دا بریا یوازې د یو قوم او د یو تن یا یوې ډلې بریا نه ده؛ بلکې د ټول افغان پښتون ټبر او د لر او بر افغانانو تاریخي بریا ده.

درنښت

دعوت رسنیز مرکز

لیلیستروم، ناروې

17.10.2024

www.dawatmedia24.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.