ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم، مومند بابا/ پنځمه برخه

محمد داؤد مومند

170

د لیکوال او ویښ زلمیانو د سیاسی حرکت غړی، محمد دین ژواک لیکنه:

کله چی محمد ګل بابا، جرمنیانو په سروبی کی له روغتون څخه رخصت کړ، نو دی ننګرهار ته ولاړ، او په ننګرهار کی د خپل یوه دوست چی حبیب خان نومیده په کور کی دیره شو، ځکه چی بابا خپل کورندرلود.

زه دده پر پښتونولۍ خورا مین وم، ځکه چی په لمړی ځل، ما په کندهار کی عریضه لیکله، نو عریضه لیکونکی په پښتو ژبه ولیکله، زما پښتو ژبه نه وه زده، نو ورته می وویل چی عریضه راته ولیکه.

عریضه لیکونکی ما ته وویل: چی دا عریضه ده او په پښتو ژبه ده، ځکه چی وزیر بابا امر کړی دی چی عریضی باید په پښتو ژبه ولیکل شی.

د پښتونولۍ سره د بابا، داسی مینی، زه دی ته اړ او مجبورکړم چی له کابل څخه د (لته بند) له لیاری د (نرنګ) کلی ته، چی هلته بابا د خپل یوه تکړه دوست حبیب خان په کور کی اوسیده ورشم.

څرنګه چی د بهسدو پل نه وه جوړ شوی، نو په جاله کی راغلم.

وزیر بابا چی زه ولیدم، وی ویل: «زه ددی سړی په تندی کی وینم، چی ګوندی دی به د پښتو ژبی خدمت وکړی»

نو یی زه په غیږ کی ونیولم، نو بیا یی داسی وویل:«سردار کیږه مه، د پښتو ژبی خدمتګار شه، او دا خبره می هیره نکړی چی فولکلور ته مخه کړه، ټول کارونه په فولکلور کیږی.»

ما ورته وویل چی بابا زه تاسی ته ژمنه کوم چی د پښتو ژبی خدمت ته ملا وتړم او ستاسی سره دا وعده به سر ته ورسوم.

وزیر بابا وویل چی «حبیبی، خادم، جرار او داسی نور می پښتانه کړل او د پښتو ژبی خدمت ته می وګمارل، ته یی هم ملګری شه چی پری یی نږدی»

ما د بابا لاسونه ښکل کړل او ده په سر مچو کړم او له هغی نه وروسته، دا دی تر دیرشو کلونو زیات کیږی چی پښتو ژبی ته خدمت کوم.

کله چی وزیر بابا په کال ۱۹۵۵ د پادشاه په نیابت او غیاب کی د لویی جرګی مشر او نائب رئیس ؤ، نو افغانستان د غربی نړۍ د غلامۍ نه خلاص شو، خکه چی تردی وخته پوری شاهی کورنۍ د غربیانو له مرستی پرته، هیځ نشو کولای.

خو مومند بابا د لویی جرګی طرحه داسی وړاندی کړه چی افغانستان کولای شی له هر هیواد سره چی وغواړی، سیاسی او اقتصادی روابط تینګ کړی او کومه ګټه چی له داسی روبطو څخه تر لاسه کیږی، تر لاسه کړی.

همدا نظر وه چی افغانستان د غیر منسلکو هیوادونو دائمی غړی پاتی شو تر څو چی د خلق دیمکراتیک ګوند د سردار داؤد خان باندی د کودتا له لیاری واک تر لاسه کړ.

تر دی دمخه د افغانستان حکومت د وزیر بابا توصیه عملی کړیوه.

ستر پښتون، ملی مفکراو زعیم، محمد ګل بابا- ۴مه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.