ايي‌او‌ايم: تېرو درې مياشتو کې نږدې اته لکه افغانان له خپله هېواده وتلي دي

89
د هغو افغانانو د موټرو انځور چې د نيمروز له لارې ايران ته قاچاقي تېرېږي.

د کډوالو نړیوال سازمان (ايي‌‌او‌ايم) په خپل یوه تازه راپور کې ويلي، په تېرو درې میاشتو کې اووه لکه، ۸۶ زره او ۷۶۹ افغانان له خپل هېواده وتلي دي.

ايي‌‌او‌ايم په خپل دغه درې میاشتني راپور کې چې د دوشنبې په ورځ د میزان يا تلې په ٣٠مه یې خپور کړی او د روان زېږدیز کال له جولای تر سپتمبر میاشتې پورې موده یې تر پوښښ لاندې راوستې زیاته کړې چې، په دغه موده کې نږدې نهه لکه، ٧٣ زره او ۶۹۶ تنه نور افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي هم دي.

“د کابل تر سقوط وروسته ډېرو خلکو کډوالۍ ته مخه کړه، ما هم د امنیتي مسایلو او د ښه ژوند لپاره کډوالي غوره کړه، چې د افغانستان په شرایطو کې يې نامکمن وو.
رفيع‌الله رفعت، پاکستان کې افغان کډوال

دې سازمان دا هم ویلي چې، دا شمېرې له ايران او پاکستان سره د افغانستان له ١١ هم‌پولو سيمو راټولې شوې دي.

د کډوالو نړیوال سازمان په‌دې راپور کې چې د نږدې ۹۱ زره کسانو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی، ویلي چې، دغه افغانان د بېلابېلو لاملونو له امله لکه د اقتصادي فرصتونو لټه، امنیت، روغتیایي خدماتو ته لاس‌رسی، د کورنۍ له غړو سره د لیدنې او لنډمهاله سفرونو لپاره په دغو پولو تګ راتګ کړى.

دا په‌‌‌داسې حال کې ده چې په پاکستان کې ځینې مېشت افغان کډوال وایي، دوی د ناامنیو او بې‌کارۍ له امله افغانستان پرېښی دی.

رفیع‌الله رفعت چې یو له‌دې کډوالو څخه دی، له ازادي راډیو سره یې په خبرو کې يې وویل: “د کابل تر سقوط وروسته ډېرو خلکو کډوالۍ ته مخه کړه، ما هم د امنیتي مسایلو او د ښه ژوند لپاره کډوالي غوره کړه، چې د افغانستان په شرایطو کې يې نامکمن وو. که څه هم په پاکستان کې هره ورځ په تشويش تېریږي، خو بیا هم د افغانستان په پرتله دې ځای ته ترجیح ورکوم.”

د کډوالۍ نړيوال سازمان زیاته کړې چې، په دغه موده کې نږدې نهه لکه، ٧٣ زره او ۶۹۶ تنه نور افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي هم دي.
د کډوالۍ نړيوال سازمان زیاته کړې چې، په دغه موده کې نږدې نهه لکه، ٧٣ زره او ۶۹۶ تنه نور افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي هم دي.

د افغانستان په بل ګاونډي هېواد ايران کې ځینې نور افغان کډوال وایي، ایران ان هغه کډوال هم باسي چې قانوني اسناد لري.

محمد عیسی چې په‌دې وروستیو کې له ایرانه ایستل شوی، ازادي راډیو ته یې وویل: “زه په تهران کې زېږېدلی یم، اسناد مې هم درلودل، څلور ځلې یې خوشې کړم، خو په وروستۍ ځل یې زما اسناد ونه منل او په زور یې له پولې واړولم، ما په ایران کې مزدوري کوله.”

د کډوالو نړیوال سازمان په راپور کې دا هم راغلي چې، اوس‌‌‌مهال نږدې شپږ میلیونه افغان کډوال په ایران او پاکستان کې مېشت دي، چې د ۲۰۲۴ کتل تر سپتمبر پورې د نږدې څلور میلیونه په ایران او تر دوه میلیونو د زیاتو هم په پاکستان کې اټکل شوی دى.

تر دې وړاندې د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (يو‌اين‌‌ايچ‌‌سي‌‌ار) راپور ورکړی و چې، افغانان په نړۍ کې د کډوالو تر ټولو لویه برخه جوړوي او له‌دې پلوه یې سوريايي وګړي شاته کړي دي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت تر دې وړاندې ویلي و، په تېرو شپږو میاشتو کې نږدې ۶ لکه او ۴۰ زره افغان کډوال ډېری له ایران، پاکستان او ترکیې څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.