Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
د برېکس سازمان غړي هېوادونه: طالبان دې پر افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي – DawatMedia24

د برېکس سازمان غړي هېوادونه: طالبان دې پر افغان نجونو او ښځو د زده‌کړو بندیز پای ته ورسوي

136
د برېکس سازمان د ۱۶مې ناستې یو انځور

د روسیې او چین په ګډون د برېکس غړو هېوادونو له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو بندیزونه لیرې کړي.

دغو هېوادونو په افغانستان کې د ښځو، نجونو او قومي لږکيو په ګډون د ټولو افغانانو د بنسټيزو حقونو پر ساتنې ټینګار کړی دی.

د برېکس د ۱۶مې سرمشریزې په وروستۍ ګډه اعلامیه کې چې پرون چهارشنبه ناوخته خپره شوې، افغانانو ته د بېړنیو او بې ځڼده بشري مرستو د رسولو پر دوام ټینګار شوی او دغه شان په کې له طالبانو غوښتل شوي چې د نجونو پر منځنیو او لوړو زده‌کړو بندیزونه لغوه کړي.

ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.
ارشیف: په کابل کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې. طالبانو دا مهال په ټول افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی دی.

د برېکس غړو هېوادونو په داسې حال کې په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د پای ته رسېدو غوښتنه کړې دا غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت وار له مخه په دې اړه په کور دننه او بهر هر ډول غوښتنې له پامه غورځولي او دا بندیزونه لا هم پر خپل ځای دي.

له زده‌کړو منع شوې یو شمېر نجونې وايي، پر زده‌کړو بندیز یې پر ژوند منفي اغېزې کړي دي.

دوی ادعا کوي چې نړیوالې ټولنې په دې برخه کې پر طالبانو هغسې فشارونه نه دي روستي چې له امله یې طالبان د ښځو د حقونو ورکړې ته مجبوره شي.

د لوګر یوې اوسېدونکې او له زده‌کړو پاتې زده‌کوونکې مهریې ازادي راډيو ته وویل: “په دې سختو حالاتو کې د افغان نجونو سترګې یوازې نړیوالې ټولنې ته دي، خو هغسې چې د نړیوالې ټولنې له لوري اړتیا ده چې پر طالبانو فشارونه راوړي، نه دي راوستي او په دې سخت حالت کې یې افغان نجونې یوازې پرېښې دي.”

کبرا حمیدي وايي: دا بې انصافي ده چې موږ د د زده‌کړو د حق لپاره هیله ولرو او دا مو لویه ارزو وي. موږ له نړیوالې ټولنې او طالبانو غواړو چې پرته له کوم تبعیضه موږ زموږ د زده کړو حق راکړل شي.

د کابل یوې اوسېدونکې کبرا حمیدي چې د یولسم ټولګي زده‌کوونکې وه او د طالبانو په راتګ له زده‌کړو پاتې ده ازادي راډيو ته وویل: “په اوسني وخت کې د هرې افغانۍ نجلۍ لویه هیله د زده‌کړو کول دي، خو دا بې انصافي ده چې موږ د د زده‌کړو د حق لپاره هیله ولرو او دا مو لویه ارزو وي. موږ له نړیوالې ټولنې او طالبانو غواړو چې پرته له کوم تبعیضه موږ زموږ د زده کړو حق راکړل شي.”

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د اکټوبر ۲۲مه په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو په ۷۹مه ناسته کې د طالبانو له‌خوا پر ښځو او نجونو د بندیزونو لګېدل نه یوازې جنسیتي اپارټایډ وباله، بلکې په خبره یې دا د هغه نسل لپاره په شاه تګ دی چې یو وخت یې د روښانه راتلونکي هیله لرله.

نوموړي وویل افغانستان د نړۍ په کچه یوازېنی هېواد دی چې نجونې یې د زده‌کړو له حقه بې برخې دي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمې استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق

فایق په افغانستان کې د عصري ښوونځیو پر ځای د طالبانو د جهادي مدرسو په ډېرېدا هم اندېښنه وښوده او وې ویل وېره شته چې دا مدرسې افراطیت او ترهګري پیاوړي کړي او د افغانستان او د سیمې د بې ثباتې لامل وګرځي.

د روسیې په کازان کې د برېکس د غړو هېوادونو د سرمشریزې په وروستۍ اعلامیه کې هم له افغانستانه ترهګریزو ګواښونو ته اشاره شوې او په کې ویل شوي چې “په افغانستان کې باید نور لا زیات او د تایید وړ اقدامات وشي څو ډاډ ترلاسه شي چې د دې هېواد خاوره د ترهګرو له‌خوا نه کارول کېږي.

په اعلامیه کې راغلي: “موږ د سیمه‌ییز امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره په افغانستان کې د سوله‌ییز حل پر بېړنۍ اړتیا ټینګار کوو او د داسې یوه خپلواک، متحد او سوله‌ییز هېواد په توګه د افغانستان ملاتړ کوو چې له ترهګرۍ، جګړې او نشه‌یي توکو پاک وي.”

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو وړاندې یو شمېر طالب چارواکو ډاډ ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

د برېکس ۱۶مه سرمشریزه د ۳۶ هېوادونو او شپږو نړیوالو سازمانونو د استازو او مشرانو په ګډون د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د روسیې د تاتارستان په کازان ښار کې پیل شوې او نن پنجشنبه د اکټوبر په ۲۴مه پای ته رسېږي.

په دې سرمشریزه کې د روسیې، برازیل، هند، چین، جنوبي افریقا، مصر، متحده عربي اماراتو، ایتوپیا او ایران په ګډون د غړو هېوادونو مشرانو ګډون کړی دی.

ازادی رادیو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.