د پبو د جلوزيو لېونی توريالی همت اوس هم دومره بد شو چې د نجونو او ان د نارينه وو د زده کړو پر نه فرضيت هم غږيږي
لېونيه! خلک مه ننګوه، بلکې پر خپلې ناپوهۍ، سرتنبه ګۍ او رواني ناروغۍ دې پام وکړه. يا للعجب، د اوسني عصر د څوارلسمې صدۍ يو لېونی عجم راپورته کيږي او د پېغمبر پر خپله ژبه نيوکه کوي
قرآن مکي خلکو ته د هغوی د پوهاوي په کچه او د هغوی پر ژبه نازل شوی او پېغمبر (ص) عليه وسلم يې ورته لارښوونکی او رسول هم له خپل قوم ټاکل شوی. حديث د پېغمبر وينا ده او د همغوی پر ژبه ورته د((فريضة)) کليمه کارولی شوی پېغمبر ((ص)) او پيروان يې له مکې تر مدينې پخپلو کې پخپله ژبه سره ښه پوهېدل هېڅ خبره نه وه. پېغمبر (ص) د خپلو بيبيانو د رضايت لپاره پرځان يو شی (شات) حرامولی نه شي، نو څنګه به علم پر چا فرض کړي؟
نوټ : توريالی همت دې ځان نه ځوروي، بلکې پر خپلې رويه، سلوک او رواني ځورونې دې پام وکړي. ګرده اسلامي او نااسلامي پر ارزښت او اړتيا پوهيږي، خو زموږ د کابل د نوې لاسپوڅې ادارې واکمنان چې ايله تازه د پنجابي له نظآمي او استخباراتي نيمه پوځي قشلو په داسې بڼه راوتلي لکه د مړز څښتن چې سهار مهال وختي د نورو مړزانو د ښکار لپاره راوباسي او په خلته (پنجيره) کې يې زوړنده کړی وي چې نور مړزان پرې ښکار کړي. کرنيل د داسې مشخصو ځانګړو خلکو د جوړولو لپاره چې پوځ يې ورته دنده ورکړې وه چې ((دوی بايد د عصري زده کړو پرځای ديني زده کړې ولري. ديني زده کړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيستمونو پرځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړې وي. زموږ داسې کسان په کار ول چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.)) نو همت وامثالهم يې ګرم نه دي چې دا اپلتې وايی.
د توريالي همت ناپړيتې
توريالی همت او ډله يې د افغانستان د نوي نسل بېرحمه قاتلان دي
مونږه ډرامه جوړه کړې ده چې هله والله پر نر او ښځه فرض دی. نه پر نر فرض دی او نه پر ښځه فرض دی.
دا خلک چلينج ورکوي چې ((د ښځو علم فرض دی))، خو زه بل چلينج ورکوم چې راشه د نر علم راته فرض کړه.
که تا قرآن و حديث هم راته فرض وښوولو چې فرض دی، په والله ته چې څه وايی، نو زه به يې بيا منم.
دا د امارت غړي هم غلطه وايی چې پر نرانو باندې فرض دی. په والله – بالله ثم تالله چې ټول علم يعنې د قرآن علم هم او د حديث علم هم [فرض نه دی.]
دا طالبان چې ځينې وايی چې مدرسې يې خوشې کړي دي دا هم غلط دي چې پر ښځو علم فرض دی، پر نر هم فرض نه دی.
د قرآن تعليم او د حديث تعليم پر نر هم ((فرض عين)) نه دی، بلکې فرض کفايي دی. موږ دغه دين خلکو ته خراب کړی دی چې والله فرض دی پر نر او ښځه … –
دروغ ولې وايی؟
نه پر نر فرض دی، خو هغه علم فرض دی لکه پنج بناء د اسلام دي چې حج پر چا فرض شو، نو د حج مسايل هم پر ده باندې فرضيږي چې څو فرض دي پکې، څو واجب دي او څو سُنت دي؟
چې روژه درباندې فرض شوه، نو هغه هم درباندې فرضيږي چې تجارت ته دې شروع وکړه، نو پر تا باندې د تجارت مسايل د حلال او د حرام دا هم درباندې فرضيږي.
تودې خبرې : د نجونو ښوونځيو تړل پاتې کېدو ته د غبرګونونو دوام
https://www.youtube.com/watch?v=B4egVMKBlgg&t=956s
د همت دوه کاله مخکېنۍ او اوسنۍ خبرې سره دلته پرتله کړئ چې روغ لېونی دی.
*** *** ***
سعدي
حکايت
جالينوس ابلهی را ديد دست در گريبان دانشمندی زده و بیحرمتی همیکرد. گفت: اگر اين نادان نبودی کار وی با نادانان بدينجا نرسيدی.
دو عاقل را نباشد کين و پيکار
نه دانايی ستيزد با سبکسار
اگر نادان به وحشت سخت گويد
خردمندش به نرمی دل بجويد
دو صاحبدل نگه دارند مويی
هميدون سرکشی و آزرمجويی
و گر بر هر دو جانب جاهلانند
اگر زنجير باشد بگسلانند
يکی را زشتخويی، داد دشنام
تحمل کرد و گفت: ای خوب فرجام
بتر زآنم ، که خواهی گفتن آنی
که دانم ،عيب من، چون من، ندانی
*** *** ***
متملِّق شيخ رباطي د اميرالمؤمنين په اړه څه وايی؟
شيخ صاحب دومره تقوی داره انسان دی چې د ده تقوی او شخصيت دا نن په دنيا کې بې مثاله (بېساری) دی. نه پيدا کيږي. هغه ته الله تعالی ښه قلم ورکړی دی. خط يې ښه خط زده دی. فصاحت يې داسې فصاحت دی چې تر ما يې فصاحت زيات دی او کم نه دی.
هم فصاحت لري، هم بلاغت لري. څهره لري. په عمر باندې تقريبًا له شپږ کاله مشر دی.
تاسې د دغه دليل پوښتنه نه ده ورنه کړې چې ولې نه راوځي چې تر څو دغه سوالونه حل شي؟
زه دغه سوال ولې کوم؟ زه يې پخپلو وينم څليريشت ساعته دا دی د هغه پر ځای باندې اوس هم ګرځي. هېلمند ته راشي د ولايت په څنګ کې زما کور دی. هېلمند ته چې راشي زه په کور کې د شپې خوب له نه زه نه شم کولی. تر سهاره پورې ما ته دونه خوب نه دی.
تاسې خپله اميرالمؤمنين سره ليدنه کړې ده؟
اميرالمؤمنين که درته ووايمه چې ما او دی داسې يو لکه د کور خلک. پکې رابه تللی شي هم او په هر لاين کې داسې وي لکه د کور خلک.
نو څنګه شخص دی؟
د اميرالمؤمنين يو طبيعت دی چې د هغه داسې طبيعت دی چې هغه په خپله کورنۍ کې چې داسې نه ده چې د ده کورنۍ لکه د مثال په توګه د عامو باچاهانو ده چې د ده وراره به هلته د ده په نامه کار کوي. زوی چې هسې نه ده. زوی به يې د ده په نامه کار کوي. زوی دې يې هم خلکو په لاسونو پسې اخېستی وي. موټران به ورپسې وي. په ورېرو په قريبانو هغه دغه طبيعت نه لري.
هغه عالم دی. هغه شيخ الحديث دی. هغه د دنيا پوه دی په ديني علومو باندې. په عصري علومو کې تعليم نه لري. هغه داسې تقوی داره انسان دی چې د ده تقوی او شخصيت دا نن په دنيا کې بېساری (بېمثاله) دی.
د پبو د جلوزيو لېونيه،
ته خو به ټوله نړۍ ننګوې، خو که لږ په دې خپل ګرېوان کې سر کښته کړې چې خبره د تقوی او د نسب شي، نو له يوسف نه، نه څوک متقي او نه د لوړ نسب څښتن وو، خو عزيز د مصر سره له دې چې غيرمسلم وو، خو مجرب او پوه وو او عقلانيت يې لرلو. يوسف سره له دې چې د ده د ښځې په تور کې په زندان کې پروت وو، خو د درست تعبير لپاره يې له زندانه راوغوښت او ويې پوښته او په پوره غور ا سوړه دماغ او په پراخه سينه يې د يوسف د خوب تعبير واورېده چې تعبير يې د ده خوښ شو او سملاسي يې ورته د واک وړانديز وکړ او حتی چې د خپلې ټولې واکمنۍ تر ټولو لوړه کچه معتمد او امين يې وکړ، خو هغه څه پخپله خوښه واخېستل چې له توانه يې پوره او ښه مديريت کولی شوه. خير زه نور په نور دې مسأله کې ډوب نه ځم ځکه چې ستا او ستا د ورک او بونګه شوي اميرالمؤمنين د پوهاوي له کچې پورته ده، نو له نادان او سرتنبه سره بحث ګټه نه کوي. د سعدي شيرازي دا پورته کيسه او نصيحت بسنه کوي.
ته څوک يې چې ته اوس خلکو ته چلينجونه ورکوې؟
مولوي صاحب عبدالکبير،
ما او تا خو يو ځای په هاشميه کې درس ويلی او شيخ صاحب نور محمد ثاقب خو زما وستا د دواړو ګډ استاذ دی. دا څه لېونی مو راخوشې کړی دی؟ خدای مو بېخ په دا امارت وباسه چې ورځ تر بلې بدتر کېږئ او د سمون لوري ته نه راګرځئ. دا علم لکه چې يوازې تاسې کړی دی او بل چا نه دی کړی. تاسې له دې علم څخه مو څه جوړ کړي دي؟ تاسې خو دا دين په شرمونو وشرمولو. لږ خو په دې ګرېوان کې هم سر کښته کړئ چې دا څه مو شروع کړي دي.
ما ته خو ياد دي چې شيخ شهاب الدين دلاور او شيخ عبدالحکيم به هلته هغه وخت هاشميه ته راخوشې ول. د څه شي اميرالمؤمنين؟
د نجونو ښوونځي خلاص کړئ او لوړو زده کړو ته يې اجازه ورکړئ چې ولاړې شي. هېڅوک دا حق نه لري چې نجونې له زده کړو راوګرځوي. د پنجاب د هېرا منډي چې خلاصه وي، نو پنجابی حق نه لري چې زموږ ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ وتړي. څومره چې ناوخته کوئ هغومره به په دې ملت کې منفورېږئ او نفرت درنه په ډېرېدو دی. اوس هم لا وختي دی او چاره يې وکړئ.
په درنښت
سيد حسين پاچا
توريالی همت : زه چلينج ورکوم چې علم نه پر ښځه فرض [عين] دی او نه پر نر فرض [عين] دی
https://mail.google.com/mail/u/0/?tab=rm&ogbl#inbox/KtbxLthKMCtBgbSjHpgFggGsjTKXLLTQQq
آموزش علم فرض عين نيست
https://www.youtube.com/watch?v=HAS880xeQ0w
تودي خبري: د نجونو ښوونځیو تړل پاتې کېدو ته د غبرګونونو دوام
https://www.youtube.com/watch?v=B4egVMKBlgg&t=305s
تودې خبرې : د نجونو ښوونځيو تړل کېدو ته د غبرګونونو دوام
https://www.youtube.com/watch?v=B4egVMKBlgg&t=305s
اسلام به چه معنی؟
https://www.facebook.com/reel/1184900675908356
شيخ رباطي د امير په اړه څه وايی؟
https://www.facebook.com/reel/1182918966101044
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.