پایزیب: د ښکلا او کلتور نښه

فاطمه ملکزۍ

153

پایزیب، د میرمنو او انجونو یوه زړه راښکونکې لرغونې ګاڼه ده چې د افغاني کلتور زړه ته ننوځي. دغه زیور د اوږدو ځنځیرونو په شکل دی، کله په یویې کله په دوه پښو کې یې نجونې اچوي .
دا نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په پاکستان او هند کې هم په “پایل” پیژندل کیږي. پایزیب د ښځو د ښکلا او د کلتوري میراث نمایندګي کوي.
پایزیب اکثراً له سپینو زرو جوړېږي، چې د پخوانۍ نیکونو میراث او ښکلا سره ملګرتیا څرګندوي. شاعرانو په خپلو شعرونو کې د دې زیور یادونه کړې، چې د پښو د ښایست او د عشق په نښو د کلتور پیغامونه وړاندې کوي.
پایزیب د محبت، خوشحالۍ، او د افغاني فرهنګ د رښتینو احساساتو نښه ده، چې د ادبياتو او فولکلور یوه مهمه برخه هم ګڼل کیږي.

د پایزیب سره تړلي احساسات او ادبي تفکرات د کلتور د غنا او تنوع ښکارندويي کوي.
د دې زیور د شرنګ غږ، نه یوازې د ښځو ښکلا څرګندوي، بلکې د کلتور او هنر یوه ښکلا هم ده، چې د افغاني فولکلور په زړه کې ځای لري. پایزیب د نسلونو ترمنځ د اړیکو یوه ښکلې نښه ده.
پایزیب د میرمنو د کلتور د پیاوړتیا، او د تاریخ د زړورتیا یوه ښکلا ده.
دا زیور د ودونو او جشنونو پر مهال د خوشحالۍ رنګینې وړاندې کوي، او د پیغلو لپاره د سنګار یو بې مثاله انتخاب دی.
د پایزیب د ښکلا او ارزښت تر شا، د افغاني کلتور د پخوانیو او معاصر احساساتو یوه روښانه داستان پروت دی، چې د فرهنګي میراث د بقا او ودې لپاره هم اړین دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.