موږ ولې خوب کوو ؟

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن

343

موږ د خپل عمر لږ تر لږه، له دریو یوه برخه په خوب تیروو. خوب ته اړتیا له یوه انسانه تر بله توپیر لري. لویان په منځنۍ توګه د شپې له شپږو ساعتونو تر اتو ساعتونو پورې خوب ته اړتیا لري. خو داسی وګړي هم شته چې له څلورو تر پنځو ساعتونو ډوب خوب کوي او ورسره ارامه کیږي. ویل کیږي چې د خوب منځې روغتیایې حد ۷ ساعته دی.
دا چې انسان څه وخت ویده شي او له خوبه څه وخت راپاڅېږي، له یوه کسه تر بله توپیر لري. ځنې د شپې ناوخته ویده کیږي او بیا د ورځې تر ناوخته خوب کوي، خو ځنې د شپې وختي ویده کیږه او بیا سهار وختي له خوبه پاڅېږي.
عمر هم خوب اغیرمنوي. معمولأ د پاخه عمر لرونکي خلک لږ ډوب خوب کوي. یو ما شوم د شپې او ورځې ډیره برخه، شاو خوا ۱۷ ساعته په خوب تیروي.
جنسیت هم یو څه اغیزه لري، ویل کیږي چې ښځې د نارینه وو په پرتله خوب ته ډیره اړتیا لري، شاو خوا نیم ساعت زیاته اړتیا. خو له دی سره سره د ښځو خوب د نارینه وو په پرتله سم نه وي او منظم خوب نلري، دا د میاشتني عادت او حمل پر مهال د هورمونونو د بدلون د اغیز له امله وي او همدارنګه هغه میرمنې چې کوچنیان لري، پوره او سم خوب نه شي کولای.
خوب بدن له اظافي یا ناوړه موادو کنګالوي او پاکوي، انرژي یې ورزیاتوي،  عضلي او حجرې یې بیا رغوي. دا یوازی انسان نه دی چې خوب کوي، ټول ژوندي موجودات آن باکتیریاوی هم د راحت او دمې یوه شیبه لري.

که چېرې یو څوک ډیرلږ خوب کوي، نو بیا نوموړی شخص، ځان  پوره جسمي او روحي نه شي رغولای.
لږ خوب د ستړیا، بد سلوکۍ، د فکري تمرکز او مقاومت د کموالي سبب کیږي، دا ځکه چې د بدن مقاومت کمزوری کیږي. همدارنګه د کم خوب کوونکو کسانو چټک غبرګون یا عمل هم ورو کیږي او حافظه یې پوره کار نه کوي.
کیدای شي بی خوبي په اوږده موده کې نورې روغتیایې ستونزي هم رامنځ ته کړي. لکه د معدې،  کولمو، زړه، او شکرې ناروغۍ.
دایمي بی خوبي کیدای شي چې د ژور خفګان او د حافظې یا ذهني مشکلاتو سبب هم شي.
هغه وګړي چې سم خوب نه لري، کیدای شي یو ځانګړی علت یې د بې خوبۍ سبب  وي، خو کله کله کیدای شي چې بیلابیل عوامل یې د بی خوبۍ لامل شوی وي.
هغه کسان چې هره شپه،  په بیلابیلو ساعتونو کې کار کوي یا نوکري کیږي او دخوب لپاره منظم وخت نه لري، په اوږده موده کې یې روغتیا زیانمنیدلای شي. خوب یوه بیولوژیکي ساعت ته اړتیا لري. دا په دی معنا چې په یوه ټاکلي وخت د بیلګې په توګه د شپې او تورتم په راتګ سره ویده کیدل او سهار د رڼا په کتو سره سترګې غړول او بیداریدل د خوب یوه طبیعي او بیولوژیکي څرخه ده.
خوب لیدل هم د مغز یوه عجبه کړنه ده. ویل کیږي چې خوب لیدل د ورځې په اوږدو کې د مغز په وسیله د راټولو شویو معلوماتو په کار اچول او د راتلونکې ورځې  لپاره تخیلات او تصورات دي.
لنډه دا چې خوب، بدن د ورځنیو فعالیتونو او کارونو له ستړیاوو دمه کوي، عضلې آراموي او نوی مقاومت تولیدوي. همدارنګه له خوب سره  دماغ او حافظه هم وده کوي. خوب د بدن د روغتیا لپاره د خوړو او ګرځېدو په څېر اهمیت لري او مهم دی.

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
۲۵- ۱۰- ۲۰۲۴/ هالنډ

په افغاني ټولنه کې د فکري اختلاف شالید 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.