Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the a3-lazy-load domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the real-time-auto-find-and-replace domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121

Notice: Function _load_textdomain_just_in_time was called incorrectly. Translation loading for the publisher domain was triggered too early. This is usually an indicator for some code in the plugin or theme running too early. Translations should be loaded at the init action or later. Please see Debugging in WordPress for more information. (This message was added in version 6.7.0.) in /home/dawatmedia/public_html/wp-includes/functions.php on line 6121
د منظور پښتین د زېږېدني ورځ، هغه نن ۳۰ کلن شو – DawatMedia24

د منظور پښتین د زېږېدني ورځ، هغه نن ۳۰ کلن شو

احمدشاه ساحل

298
په دې ورځ، د وزیرستان په یوه لیري کوچني کلي کي، د یو عادي معلم په کور کي، زوی وزېږېد. هيڅوک نه پوهېده چي دا ماشوم به څوک وي، څه به جوړېږي او څه به کوي. خو د ده وجود په خپل منځ کي یو لوی ارمان، یو انقلابي فکر او د ولس لپاره یو سرشار عزم درلود. نوم يې “منظور” پر کښيښود. منظور، چي د خبرو طاقت یې وموند، د خپل نوم سره یې د خپلي قبیلې نوم “محسود” غوټه کړ. د ده دا تړاو یوازي د نوم نه، بلکي د مسؤلیت، قربانۍ او میني سره و.
د شپې او ورځي یې د خپل قوم او قبیلې د ځوانانو ترمنځ تګ راتګ پیل کړ. هغوی به یې په جوماتونو، حجرو، تر ونو لاندي او پوهنتونونو کي راغونډول او د قام پر ستونزو به یې ورسره بحث کاوه.
د منظور محسود اخلاص، صراحت او د قوي هوډ په پایله کې د هغه ناپېژندلی غږ ډېر ژر د پښتون ولس تر غوږونو ورسېد، حتی هغه وخت چې نوموتی نه و، خلکو یې خبري په ژورېږي لېوالتیا اورېدې. د ده لوی فکر او د آزادۍ غوښتني ارمانونه د یوې ”قبیلې“ په محدودیت کي نه‌ سوای ځایېدلی؛ بلاخره، هغه یوه ملي غږ سو، ډېر ژر یې د خپل عظمت ننداره د قبیلې له کوچنۍ دایرې بهر وښوده. ”محسود“ په ”پښتون“ بدل سو، او وزیرستان د پښتونخوا او ”لوی“ افغانستان په بڼه پر لویو جغرافیایي او ملي مفاهیمو واوښت. دا ساده او ملنګ مزاجه انسان د خپل حقانیت او لویو ملي ارمانونو له برکته د پښتنو په منځ کي د انقلابي غږ په بڼه راپورته سو، د وزیرستان له درو راوتلی یو داسي غږ چي د پښتنو په ښارونو، کلو او بانډو کي یې له لسیزو وروسته، د ازادۍ هیله وټکوله.
د منظور آواز ډېر ژر د پښتونخوا له غرونو، د پامیر تر لوړو او د هندوکش تر څوکو ورسېد، او د دې پراخي سیمي هر وګړی یې پر دغه عظمت باورمن کړ.
نن د دې ستر انسان د زېږېدنې ورځ ده. هو! د منظور پښتین د زېږېدني ورځ، هغه نن ۳۰ کلن سو. لا ځوان دی الحمدالله! او تر هغو چي یې د جګړمار دریاب لمنځه د پښتنو زخمي او طوفاني بېړۍ تر ساحله رسولې نه وي، دی به همداسي ځوان وي انشاالله.
له څه وخت راهیسي چي د پښتنو منځته راغلی، بیا همدلته پاته سوی. پخپل وطن کي له خپلي کورنۍ مسافر دی. وايي چي ”د هغو ماشومانو حالت را ایاد کړم چي پلرونه یې د پښتنو دښمن (پاکستان) ژوندي ورک کړي، ماته د خپلو بچو سره وخت تېرول، یو ډول شرم ښکاره سي.“
د زوکړي ورځ د نېکمرغه مشره!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.