اوس اوس د پاکستان پوځ بیا د پښتنو په سیمه کې د « عزم استحکام » په نامه پوځي عملیات په مخ کې نیولي دي. دا د هماغه ۲۰۱۴ م کال د « ضرب عضب» د پوځي اپریشن او نورو نژدې شلو پوځي عملیاتو ادامه ده. نوموړو عملیاتو د پنجاب دولت ته څو غوره ګټې ورسولې:
– څو ملیارده مفت امریکایي ډالر یې د تروریزم سره د مبارزې په نامه ترلاسه کړل؛
– د پښتنو ټول دودیز قبیلوي سیستم یې ګډوډ کړ، هغه نسبي خودمختاري یې هم ورڅخه واخیستله او د پاکستاني آیین تابع یې کړل.
– د پښتونخوا زیرمې یې په خپل اختیار کې راوستلې او ټوله شتمني يې ورته بیباکانه خپله کړه.
د پنجابي پوځ همدغه ګټور انتقامي عملیات، چې په درد او فغان باید یادونه وشي، د پښتنو د ملي ادعا لرونکو ګوندونو د مشرانو شفاهی حمایت یې هم، په دوکو وُ او که له نورو مجبوریتونو، له ځان سره درلود، پښتنو ته په خورا لوړه بیه تمام شول:
ټول له خپلو کورونو څخه دښتو ته وشړل شول، ټول په خپله خاوره کې مهاجر شول؛ په سلګونو قومي مشران، د طالبانو په لباس کې د پاکستاني ځانګړو جزوتامونو له خوا ترور شول؛ په زرګونو زرګونو پښتانه، د ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو په شمول په کې مړه شول؛ خټین کورونه لوټ او ړنګ شول، بې شمیره ځوانان تری تم شول، ډیرې میندې لاتراوسه سترګې په لار دي چې زامن به یې بیرته غیږې ته ورشي… د پښتونخوا دښتو، غرو رغو څخه اوس هم زموږ د عصر ددغه ستر ناورین چیغې پورته کیږي، خو د بشر د حقوقو ړانده او کاڼه مدافعان یې نه شي اوریدلی. زموږ عصر د ګټو عصر دئ، د انسانیت عصر نه دئ. د ګیله من فغانونه له همدغه ځایه راپورته کیدل، د پښتون ژغورنې غورځنګ هلې ځلې د پښتنو د نجات له پاره د همدې هیولاو په مقابل کې غبرګون دئ.
د پاکستان پوځ د پښتنو په سیمه کې د « عزم استحکام » عملیاتو له پاره ښایي بیا د انګلو-ساکسون ادارو څخه، د لاس په نامه نوکر په توګه څو روپۍ اخیستې وي، تر څو خپل ځینې عاجل اقتصادي مجبوریتونه پرې رفع کړي. د پښتنو د سترګو په وړاندې د «ضرب عضب» وحشت بیا را ژوندی دئ. دادئ د پښتون ژغورنې غورځنګ د عدالت خواهی له پاره ټولو پښتنو ته د جرګې لمن وغوړوله. پنجابي واکمنانو د پښتون ژغورنې غورځنګ په فعالیتونو بندیز ولګوه. د غورځنګ مشر په ځانګړي جرئت سره اعلان کړه، چې موږ د پښتني جرګې د جوړولو له پاره د چا اجازې ته ضرورت نه لرو.
زړورتیا د بریالیتوب غوره شرط دئ
په جهان د ننګیالو دي دا دوه کاره یا به وخوري ککرۍ یا به کامران شي
پنجابي پوځ د جرګې د مخنیوي له پاره ټولې هلې ځلې وکړې، په لارو کې یې ممانعتونه ایجاد کړل، د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالان یې بندیان کړل، د جرګې خیمې یې وسیځلې او پنځه ځلمیان یې شهیدان کړل. د «بابړې» عام وژنه یې تکرار نه کړه، ښایي د «لواړګي جګړه» یې په یاد وه، هلته چې څلویښت زره مغولي لښکر د پښتنو د ګټونو لاندې تباه شویوه.
جرګه د پښتني ولسونو په بیساري ګډون سره تر سره شوه، د جرګې پریکړې د پښتنو له پاره خورا هیلې بخښونکې دي. خو د تآمل خبرې هم په کې شته دي:
۱ـ د پښتنو د جرګې پریکړې به څنګه په عمل کې پلي کیږي؟ د پښتون ژغورنې غورځنګ پرته، د پښتنو نورو سیاسي ګوندونو کردار به چې د یوې خوا د پاکستان د سیاسي جوړښت برخه او د بلې خوا د پښتنو د جرګې او پریکړې ګډونوال دي، څنګه وي؟ د پآکستان دولت نور غبرګون چې ښایي د شانګهای د کلوب د کلنۍ غونډې د کوربه په توګه د بوختیا له کبله یا د پښتني ولس د بی حسابه زیات راغونډیدو له بیرې، شاتګ وکړ، څه ډول وي؟ ایا پوځ به د جرګې د پریکړې سره سم د پښتونخوا څخه ووځي؟ ایا پاکستاني طالبان به د جرګې پریکړو ته غاړه کیږدي؟ چیرته لاړ شي؟ وسلې تسلیم کړي؟
د پنجاب له ادرسه ډیر کله اوریدل کیدل چې دوه ډوله طالبان وجود لري: « ښه طالبان » او « بد طالبان ». په واقعیت کې « ښه طالبان» دا هماغه د ISI جزوتامونه دي، چې په بیلو بیلو ځایونو کې، په مختلفو وختونو په جلا جلا بڼه څرګندیږي او ټاکلي عملیات سرته رسوي. په کشمیر کې د هندیانو په جامو کې ترور او چاودنې کوي، په پښتونخوا کې د طالبانو په لباس کې د پښتنو ازاد فکره مشران وژني، په بلوچستان کې د بلوڅو په بڼه عامه تاسیسات ورانوي، په افغانستان کې د داعش او القاعده په نامه فعالیتونه لري…
په اوسني ریال پولیتیک کې یو سیاسي فورمول خپل صحت په عمل کې ثابت کړی دئ، هغه دا چې: زما د دښمن دښمن زما دوست دی. هماغسې چې په سیاست کې دایمي دوست او دایمي دښمن نشته، همداسې یواځې ملي ګټې دایمي پاتې کیږي. هماغه طالبان چې یوه ورځ د امریکا او پاکستان په حمایه د سیمې د سیاست صحنې ته راپورته شول، بله ورځ د هماغه امریکایي او پاکستاني ضربو لاندې خورد او خمیر شول، نن هماغه طالبان امریکا او پاکستان ته درد سر ګرځیدلي دي.
د افغانستان څخه د امریکایي پوځونو په ویستلو کې د طالبانو په مشرۍ د افغان ولس بیسارو کارنامو ته ښایي په کمه سترګه ونه کتل شي. که چیرې په افغانستان کې امریکایي پوځونو ماته نه وای خوړلې او له دې ځایه نه وای وتلي، نن به د پښتون ژغورنې غورځنګ هم په دومره قوت او زړورتیا سره د پاکستان دولت بندیزونه نه وای چلنج کړی. هماغسې چې د افغان او انګلیس په لومړۍ جګړه کې د انګریز د نه ماتیدونکي زور طلسم مات شو او څرګنده شوه چې د انګریز پوځ بې حده ظالم دئ، خو بې حده زورور نه دئ، په ټول هند کې یې د انګریز د ظلم او ناروا په ضد مسلمانان او هندوان راوپارول. دقیقاً په همدغه ډول د افغانستان څخه د ناتویي ځواکونو شړلو نړیوالو ته وښودله چې د امریکا ټوله ننداریي نظامیګري قوت نه لري، نورو ولسونو ته یې هم د خپلو حقوقو اخیستلو الهام وروباخښه.
د هیواد ملي او ترقي غوښتونکو معاصر تاریخ ددې ډول تیروتنو څخه ډک دئ، چې مذهبي قوت ته یې په کمه سترګه کتلي دي. د افغانستان د آزادي څخه وروسته دا تیروتنه وشوه، د هیواد چپي ګوندونو په خورا خشنه توګه دا تیروتنې تکرار کړې، پایلې یې هیواد اوملت ته خورا درندې وې. د پښتون ژغورنې غورځنګ د خپل ځان او د ټولو پښتنو د بقاء او بري په ارمان ښآیي دا ډول تیروتنو ته په خپلو کړنو کې خای ورنه کړي. انګریز، مغل، پنجابی او یهود د مذهبي نیرو څخه د پښتنو، افغانانو په ضد استفاده کوي، پښتانه- افغانان په خپله مسلمانان د اسلام له قوت څخه په خپله ګټه کار نه شي اخیستلی. دا زموږ بیکاره ګي ده که نه!
۲- د ژور سوچ خبره داده چې د پښتون ژغورنې غورځنګ کړنلاره به د بندیز په صورت کې څه وي؟ ستراتیژي یې څه ده؟ اوږدمهاله ستراتیژي لري او که نه؟ که یواځې د پوځ د عملیاتو د وحشت څخه د بیرې په غبرګون کې راپاڅیدلي دي او څه لنډمهاله غوښتنې لري؟
هغه غورځنګونه چې لنډمهاله هدفونه لري، په لنډ مهال کې له منځه ځي؛ هغه غورځنګونه چې منځمهاله موخې تعقیبوي، په منځمهال کې د مبارزې له صحنې څخه ووځي ؛ یواخې هغه غورځنګونه چې اوږدمهاله ستراتیژي او هدفونه لري، د اوږد ژوند وړتیا لري. دا هغه غورځنګونه دي چې د مبارزې ټولو ډولونو څخه کار اخلي او بریالیتوب ته رسیږي.
پاکستان د ازادیبخښونکو جنبشونو ټکولو اوه لسیزې تجربه لري او د انګریزي استعمار وارث په توګه د څو پیړیو انګریزي تجربې هم له ځان سره لري. د پښتون ژغورنې غورځنګ یو داسې دښمن سره مخامخ دئ چې د شیطان په څیر ستر ښکاري، خو قوي نه دئ، اما خورا مکار دئ. استخبارات، جیلونه، شکنجې، ټولنیزې رسنۍ، پوځ، پیسې او د ځپلو او دوکو نور وسایل په اختیار کې لري. د داسې ناروا دښمن په مقابل کې د دریدو توان یواځې هغه جنبش لرلی شي چې ددې ټولو نارواو په مقابل کې د ځان ساتنه په ټولو وسایلو سره کولی وشي. د عدم تشدد غلط تعبیر چې آن د ځان او ملت په ساتنه کې به هم وسلې ته لاس نه اچوې، چاره ساز نه دئ. د ځان او ملت دفاع تشدد نه دئ، د ځان ساتنه فرض ده. د پښتون تاریخي او ملي ځانګړنه داده چې هغه ننګیالی او جنګیالی دئ. د میړنتوب او جنګیالیتوب خصوصیت ترې واخه، هغه نور پیاوړی نه دئ. لکه شهید ګیله من چې به زمزمه کول:
د مار نه چې زهر وباسې ماهي شي پښتون نه چې ننګ لیرې کړې ګلخان شي
په سیاست کې د سیاسي مبارزې ټول ډولونه: سوله اییزه، د اړتیا په وخت کې وسله واله، علني اوسري مبارزه د بریالیتوب حتمي شرطونه دي. که څوک سیاست کوي، نو د سیاسي مبارزې د ټولو ډولونو څخه باید هدف ته د رسیدو له پآره کار واخلي، که غواړي هدف ته ورسیږي.
د لر اوبر ملي قوتونو پیوستون او ګډه مبارزه د دواړو خواوو په ګټه دئ. د ټولو پښتني سیاسي سازمانونو راغونډول په یوه واحده اجماع ( لکه همدا لویه جرګه) کې د بریالیتوب له پاره خورا اړین ښکاري. یواځې د همدې اجماع له لارې داسې کلیدي غوښتنې لکه د ټولو پښتني سیمو د تعلیمي او اداري نصاب پښتو کول تر لاسه کیدلای شي. د پښتو ژبې په ساتلو سره خپل ملي هویت ساتل کیدی شي، که نه هماغسې چې په میلیونونو پښتانه په هند کې د هندیانو د بیشماره نفوس په سمندر کې ورک شول، همداسې به د پښتونخوا پښتانه هم د پنجاب د خسک ډوله نفوس په ډنډ کې ډوب او تباه شي.
پښتو یواځې ژبه نه ده. پښتو د پښتونوالي په معنی هم ده. په پښتونوالي کې بیا د پښتنو ټول تاریخی، فرهنګي او معنوي ارزښتونه خوندي دي. افغانانو د تاریخ سترو یرغلګرو ته یواځې د خپلې ځانګړې اراضي له برکته نه، بلکې د خپلو ځانګړو معنوي ارزښتونو په قوت سره ماته ورکړې ده. دښمنانو د همدې درک له کبله په وروستیو کې پر افغانانو فرهنګي یرغل پیل کړی دئ، د تاریخي او معنوي ارزښتونو په ژورو کې پرې بریدونه کوي.
استعمار تر ټولو لومړی د ټولنې معنوي او اخلاقي ارزښتونه ورڅخه اخلي. که چیرې پدې بریالی شو چې ولسونه د اخلاقو، معنویاتو څخه وتلي یواځې په مادیاتو راټولولو بوخت کړي، نو بیا استعمار بشپړ بریالی شو. تر هغه چې له ولسونو څخه یې د هغوۍ معنوي ارزښتونه نه وي اخیستي، بریالی کیدی هم نه شي، پرې واکمن کیدی هم نه شي.
هر پښتني غورځنګ که د پښتو او پښتونوالي ستراتیژي غوره کړه، اوږد مهاله ژوند او برم یې هم په نصیب دئ. د پښټو او پښتونوالي لار سل په سلو کې خپلواکۍ ته رسیږي. خپلواکې هغه ستره انساني مرتبه ده چې انسان په کې خلق شویدی. خپلواکۍ د ستراتیژیک هدف په څیر یواځې د ذهني غوښتنو اړتیا نه، بلکې د ټولنیزو عیني قانونمندیو سره برابر جریان دئ، ځکه یواځې هلته انسانیت او خلاقیت خوندي دي.
د ملي مبارزې په دغه ټاکلي پړاو کې د ټولو ملي افغاني سیاسي سازمانونو متحدانه فعالیت ( د دښمن دښمن په توګه د طالبانو په شمول، سره ددې چې ملي صبغه یې د اسلامي صبغې په څنګ کې دویمه درجه ځای لري) د خاورې د ژغورنې تر ټولو غوره او موُثره لار ده. په دې منځ کې هغه سیاسي حرکت چې خپل لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله موخې په سړه سینه وټاکي، ګام په ګام یې په تدبیر سره تدوین کړي، په خپلو لیکو کې دیموکراتیک سنترالیزم عملي کړي، د سیاسي مبارزې ټولو ډولونو( سوله اییزه، د اړتیا په وخت کې آن وسله واله، علنې او سري مبارزې) څخه هدف ته د رسیدو له پاره ګټه واخلي، د حق په خوا هم ولاړ وي، هرومرو بریالیتوب ته رسیږي.
۲۵/۱۰/۲۰۲۴
پای
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.