ظرفیت لوړونه (Capacity Building) یوه اصطلاح ده چې د مهارتونو، پوهې، وسایلو او سرچینو لوړولو لپاره کارول کېږي، ترڅو د افرادو، ټولنو، یا سازمانونو مسلکي توان پیاوړی شي. هدف یې دا دی چې هغوی خپلو موخو ته په بریالیتوب سره ورسېږي او د فعالیتونو موثریت زیات شي. دا پروسه د روزنې، پوهاوي لوړولو، بنسټیزو خدمتونو ښه کولو، او مالي ملاتړ په برخو کې ترسره کېږي.
د ظرفیت لوړولو ډولونه
عموماً، د ظرفیت لوړولو شپږ ډوله شتون لري:
1. لنډمهاله
2. اوږدمهاله
3. ښوونه او روزنه
4. متمرکز ملاتړ ورکول
5. د پانګې سرچینې برابرول
6. اجرایوي روزنه
سربېره پر دې، درې نور عمده ډولونه هم شته چې ځانګړی تمرکز پرې کېږي. دلته د ظرفیت لوړولو درې اصلي ډولونه او مثالونه وړاندې کېږي:
1. د انفرادي ظرفیت لوړول
د انفرادي ظرفیت لوړونې فعالیتونه د کارکوونکو پوهه او مهارت ته وده ورکوي، چې دا د بریالي تطبیق لپاره پیل ټکی ګڼل کېږي. یو فرد، چې د بدلون اسانتیا برابروي، کولی شي په سازمان کې مهم رول ولوبوي او د سیستماتیک بدلون په لور ګام پورته کړي.
د انفرادي ظرفیت لوړونې بیلګې:
روزنه: یو پر یو یا ډلهییزه روزنه، که حضوري وي یا آنلاین، کارکوونکو ته تخنیکونه زده کوي چې په اغېزمنو اقداماتو کې ورسره مرسته کوي.
ښوونه او لارښوونه: په ژوره توګه شخصي لارښوونه، چې د پوهې او مهارتونو پراختیا کې مرسته کوي.
2. د سازماني ظرفیت لوړول
د سازمانونو لپاره د ظرفیت لوړونې فعالیتونه د پایښت تضمین، د حکومتدارۍ ښه کول، د همکارۍ هڅونه، یا د تاسیساتو پیاوړتیا باندې تمرکز کوي. هدف یې د مهارتونو، شتمنیو، او پیاوړتیاوو وده ده، څو سازمان او کارکوونکي یې د ودې او پرمختګ لپاره چمتو شي.
د سازماني ظرفیت لوړونې بیلګې:
په ټکنالوژۍ کې پانګه اچونه: د ټکنالوژۍ عصري سیسټمونه د کار په اغېزمنتیا کې مرسته کوي، چې د عادي بوختیاوو حجم کموي او کارکوونکي په مهمو کارونو تمرکز کوي.
تمویل او سرچینو ته لاسرسی: د خیریه سازمانونو لپاره د بسپنې راټولولو هڅې، چې ځان بسیاینه رامنځته کوي.
همکاري او شراکت: له نورو سازمانونو سره همکاري د فعالیتونو اغېزمنتیا او پراختیا رامنځته کوي.
3. د سیسټماتیک ظرفیت لوړول
په سیسټماتیکه کچه د ظرفیت لوړونه د پالیسۍ پراختیا، د سرچینو تخصیص، او د سیاسي مدافعې هڅو باندې تمرکز کوي.
د سیسټماتیک ظرفیت لوړونې بیلګې:
عامه پوهاوی: د عامه افکارو بدلول او د مهمو مسایلو په اړه پوهاوي زیاتول، چې په روغتیایي برخه کې خاص اهمیت لري.
د پالیسۍ جوړولو کې لابي کول: د عامه پالیسۍ انتخابونه د ټولنې په پراختیا او معیارونو اغېز لري.
د کارمندانو د ظرفیت لوړولو اغېزمنې لارې چارې
1. د مسلسلې روزنې برنامې: د کارمندانو لپاره دوامدارې روزنیزې برنامې چې د مهارتونو لوړولو او کار موثریت ته وده ورکړي.
د مهارتونو لوړولو، نوو تخنیکونو او د کار د موثریت لارو چارو باندې تمرکز وکړئ دا کولاى شي د نوي مهارتونو زده کړه او د موجوده مهارتونو ښهوالی کې مرسته وکړئ.
2. مشاورتي ملاتړ: تجربه لرونکي مشاورین دې د لارښوونې لپاره وکارول شي.
تجربه لرونکو مشاورینو اوروزونکو څخه د ملاتړ برابرول ترڅو کارمندان د خپلو کارونو په ترسره کولو کې لارښوونه ترلاسه کړي
3. واضحه اوروښانه هدفونه او تمې: د کارمندانو لپاره روښانه هدفونه او تمې وټاکئ.
ترڅو کارمندان پوه شي چې د دوی مسؤلیتونه څه دي، دوی به په کار کې ښه تمرکز وکړي.
4. ورکشاپونه او سیمینارونه: کارمندانو ته تخصصي روزنې او ورکشاپونو کې د ګډون فرصت ورکړئ.
تر څو په خپلو اړوندو برخو کې د پرمختګ او نوښت لوړې کړي
5. د پوهې شریکول: د پوهې او تجربو شریکول په سازمان کې همکاري او اړیکې پیاوړې کوي.
لکه د سیمینارونو، ورکشاپونو، او د ټیم غونډو له لارې، د کارمندانو ترمنځ اړیکې او همکارۍ ته وده ورکوي.
6.ازموینې او بیا ارزونې: د وخت په تېرېدو سره د کارمندانو فعالیتونه ارزول او د هغوی اړتیاوو ته په کتو اضافي روزنې ورکول
7. د هڅونې او ستاینې سیستم: د ښه کار لپاره تشویقي پروګرامونه رامنځته کړئ.
د کارمندانو د هڅولو لپاره يو انګيزمن د ښه کار لپاره تشویقي پروګرامونو سيستم رامنځته کړئ. په منظم ډول ستاینه او تشویق کول هغوی ته د لا هڅې او د ځان پرمختګ الهام ورکوي
8. د مهارتونو وده: د کارمندانو د علاقمندیو او توانایۍ له مخې د مهارتونو وده ورکولو او لوړولو لپاره ځانګړي فرصتونه برابرول
9. لارښوونه او منتورینګ: د مشرانو د تجربو څخه ګټه اخیستل.
کارمندانو ته د تجربو شریکولو او د هغوی لپاره لارښوونکي او مشاورین وټاکئ. دا پروسه کولی شي هغوی ته د مشرانو له تجربو ګټه ورکړي او مهارتونه یې وده وکړي
10. ټیم جوړونه: د ټیم فعالیتونو او همکارۍ لپاره فرصتونه برابرول.
ترڅو کارمندان د یو بل سره همغږي شي او په ګډه کار وکړي.
11. خود مختاري ورکول: د تصمیم نیولو صلاحیت ورکول.
ترڅو هغوی وکولای شي د کار په پروسه کې نوښت وکړي او خپله پوهه عملي کړي.
12. انفرادي پرمختیا پلان: د هر کارمند لپاره ځانګړی پرمختیايي پلان جوړ کړى چې د هغوی وړتیاوې، غوښتنې او اړتیاوې پکې شاملې وي.
13. مثبت چاپېریال: یوه مثبته او ملاتړ کوونکې کاري فضا جوړه کړئ.
چیرې چې کارمندان ځان خوندي او ملاتړ شوي احساس کړي. دا ډول چاپېریال د نوښت او ودې لپاره مناسب دی
14. د وخت مدیریت او لومړیتوبونه: د وخت مدیریت او لومړیتوبونو مهارتونه زده کړئ.
دا کار د هغوی تولیدي ظرفیت لوړوي.
15. د ټکنالوژۍ وسایل: پرمختللې ټکنالوژي وکاروئ.
له عصري ټکنالوژۍ څخه ګټه اخيستل کارمندانو ته د کار په وخت کې د پرمختللو وسایلو او ټکنالوژیو کارولو زمینه برابره کړئ، ترڅو کارونه په اسانه توګه ترسره شى. د توليد او کيفيت په لوړولو کې ګټور تمام شي.
د پورته لارو چارو په کارولو سره، سازمانونه کولی شي د کارمندانو مهارتونه لوړ کړي او په نتیجه کې د سازمان ټولیز تولید او موثریت ښه کړي.
سرچينه :www.thinkwithniche.com
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.