یوه ګړۍ یا یو ساعت مخکې کیږي؟

حمیدالله ساپی زړور

183

نن شپه یوه ګړۍ یوروپ کښې وخت په شا ځي

که پرون وې دوه بجې نن یو ساعت بیا ځي!

له پنځوس کلونو دلته رواجی تخنیک دی

ګواکې خلک به انرژئ ته په سپما ځي

ډیري ځوانان به یو ساعت خوب کم کړي

کاروباري خلک به کار ته وارخطا ځي

په ننۍ نړۍ کښې یوه ګړۍ ډیر ټایم ده!

تشیال بیړۍ خو سیکڼډ کې تر فضآء ځي

د انسان د زړه ټوپونه ملیسکڼډ کښې

که په ځير ورته غوږ نه شې؟ په یوه سا ځي!

که هر څومره بدلون راشي په دنیا کې

پښتانه به مستقیم د خپل بابا ځي *

ډیر افسوس پر هغو میندو او ماشومانو!!

چې څوک مخکې له زیږونه له دنیا ځي

* مطلب د صوفي عبدالرحمان بابا مشهور بیت:

لکه ونه مستقیم پخپل مکان یم

 که خزان راباندې راشي که بهار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.