نن یې بیا ستړې اروا
تر کوره راوړه
د تندي کرښې یې ژورې
د فلک چـړو څېرلې
سر تر پښو زخمي، زخمي دی
ته وا پـړانگ غرڅه داړلې
مېړنی غرور یې وخوړ
ارتینې ته یې غوږ کې ووېل
له بازاره بیا تش لاس یمه راغلی
دسترخوان دې کاشکې نه وای غوړولی
د وړوو شونډې سپېرې نشم لیدلی
خیر! گوتمۍ له گوتې راکړه
په مفتي د ښار یې پلورم
پیسې نغدې ورسره دي
بل واده ته یې ملا تړلې
وروستۍ تومنه یې شوه تمامه
د سبا چُرت دی بیا وړی
د تیارو بل څراغونه
ناهیلۍ و ډیر ځپلی
ځان یې ځان کې ور پناه کړ
سلگو واخیست غلی، غلی
په ژړا یې خدای ته ووېل
کاش بیا لمر نه راختلی!
۲۵/۱۰/۲۰۲۴

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.