د پوهنوال ډاکټر زرغونه رښتین علمی لیکنه:
د پښتو ژبی په اوږده او لرغونی تاریخ کی، دوه وروستۍ پیړۍ د ژبنیو څیړونو او موادو له نظره یوه ارزښتناکه دوره بلل کیږی او تر دی د مخه د پښتو ژبی، ژبنیو څیړنو ته لږه پاملرنه شوی ده.
کوم پښتو ګرامرونه چی تر اوسه لیکل شوی دی، ځینی یی مفصل او خینی یی لنډ دی، چی په دی لړکی یو هم د وزیرمحمد ګل مومند بابا اثر دی.
دا اثر «د پښتو ژبی لیاره، لیا پښتو صرف او نحو» نومیږی، چی د دی مقالی لویه برخه ده، دا اثر پدی لاندی بیت باندی شروع کیږی:
نوری ژبی زده کول که لوی کمال دی
خپله ژبه هیرول بی کمالی ده
مومند بابا نه يواخی د ملی ژبی «پښتو» په نوی ژوند کی د پښتنو لیکوالو او ادیبانو د روزنی د کاروان، سالار دی، بلکه د پښتو ژبی د خدمت لپاره یی دا ګرامری اثر هم پښتنو ته وړاندی کړی دی.
د پښتنو لپاره یی سربیره پر نورو سیاسی، او ټولنیزو سترو خدمتونو په لړ کی، تل قلم په لاس د پښتو ژبی ته خدمت چمتو ولاړ او د خپلی ملی ژبی عاشق اومین پاتی شوی دی.
مومند بابا وایی: «ژبه د ملی موجودیت، ښته والی، هوساینی، سعادت او لوړوالی څټه ده، نو باید ژبه وساتلی شی، وروزله شی، پراخه کړای شی، ادبی اوعلمی شی.»
مومند بابا د ټولو اداری او سیاسی او ټولنیزو مصروفیتونو با وجود دا علمی آثار ټولنی ته پریښی دی:
د پښتو سیند، ۱۳۱۶ ه ل کال، کابل چاپ
لنډکی پښتو ۱۳۲۷ د پښتو ټولنی چاب
د پښتو ژبی لیار صرف او نحو ۱۳۱۷ لمریز کال د لاهور چاپ
لویه نحو «معانی» نا چاپ
پښتنی روزنه، ناچاب
د پخلی کتاب، ناچاب
د پښتو د څرنګوالی په باب رساله، ناچاپ
دلته موږ د مومند بابا له نوموړو کتابونو څخه د (د پښتو ژبی لیار، لیا صرف او نحو) چی ژبنی ګرامری اثر دی، د څیړنی او څرګندونی لپاره را اخلو.
د پښتو ژبی لیاره په ۱۳۱۷ کال په بلخ کی لیکل شوی او په لاهور کی د ساپی عبدالعظیم خان په اهتمام چاپ شوی ده، چی بیا په بلخ کی خپره شوی ده. دا کتاب ۵۱۰ مخونو کی خپور شوی دی.
دا کتاب دری برخی او یوه سریزه لری.
د کتاب په لمړی برخه کی یی د ژبی صرفی مسائل په تفصیل سره ( ۳۱۵ ) مخونو کی خای کړی دی .
د کتاب دوهمه برخه، د نحوی برخه ده چی په ( ۲۳) مخونو پوری پری لیکنه شوی ده.
د کتاب په دریمه برخه کی د مصادرو فهرست ځای شوی دی چی شمیر یی (۱۵۶۶) ته رسیږی. د مصدرونو برخه ۱۵۶ مخونو ته رسیږی.
لمړی برخه:
پښتو صرف: په دی برخه کی د حرف او څپی تعریف او پیژندګلوی او بیا ورپسی د توری = حرف تر سر لیک لاندی د الفبی بیان دی.
په پښتو ژبه کی د ( ث. ح، ذ، ص، ض، ع، ف، ق) عربی ژبی آوازونه په ګوته شوی دی. چی پښتانه یی څنګه تلفظ کوی.
لکه (ث) په (س)، (ح) په (الف) یا ( ه) یا په (خ)، (ذ) په (ز)، (ص) په (س)، (ض) په ( ذ) یا په (ز)، (ط) په (ت)، (ظ) په (ز)، (ع) په (الف)، (ف) په (پ)، (ق) په (ک) سره تلفظ کوی.
همدارنګه په پښتو ژبه کی یی درش توری (آوازونه) په ترتیب سره ښودلی دی، وروسته یی بیا دوه ډوله واو (معروف – مجهول) یی په نخښه کړی دی.
څلور ډوله (ی) ګانی (مطلقه، معروفه، مجهوله- تأنیسی) چی په اوسنی وخت کی (نرمه – څرګنده- اوږده – زورکی واله) په نامه دود لری، شودلی دی.
توری یعنی ژبنی آوازونه یی د وینا له مخی په مذکر او مؤنث، په لاندی توګه بیل کړی دی:
مذکر
۱-ج- د- س – ش – غ – ک – ګ- ل – م – ن – ر- ز – ذ – ص – ض- ع – ف.
مؤنث:
۲- ب- پ – ت – ټ – چ – ځ – څ – ح – خ – ر – ړ – ز- ژ- ږ – ښ – ه – ی – ث – ط – ظ – ف.
۳- په دی لړ کی دهغه توریو یادونه هم راغلی ده چی په لیک کی په ځانګړی توګه لیکل کیږی چی په لاندی توګه لیکل کیږی:
الف: ننښلی توری:- ۱- و – د – ر – ز – ژ – ږ – د – ذ.
ب : نښلی توری :- پرته له پورتنیو توریو څخه نورټول په نښلی توریو کی راځی.
تر دی وروسته یی د توریو ډولونه (د آواز ډولونه) د وتونځو (مخرج) په لحاظ بیل کړی دی.
لمړی – سره نږدی توری:- هغه آوازونه، چی وتونځی (مخرج) یی سره نږدی دی لکه (څ- ځ) (د- ډ) (ض – ط)
دوهم:- سره لیری توری: هغه اصوات چی وتونځی (مخرج) یی سره لری وی لکه: (ب- خ) (ک- م) (س – و) د شونډو توری (شونډیز) لکه (ب- ب- ف – م – و)
ګړندی توری: (ب) غږن، غبرګ او شونډیز، (ر) اوریز رپاند، (ف) غاښیز شونډیز، (ل) اوریز غږن (م) غبرګ شونډیز پزیز (ن) غاښیز غږن.
د ستونی توری: له دی څخه مطلب ستونیز اصوات دی لکه :(خ- ح- ع- غ- ه)
سره ورته توری: دا هغه اصوات دی چی په وینا یا تلفظ کی ورته والی او نږدی والی ولری لکه:
(۱ – ع – ه)
(ت- ټ- ط)
(ث – څ – س – ص)
(ح-خ)
(ر- ړ- ل)
(ژ – ږ)
(ذ- ض)
ځ- ز- ض – ظ)
(ن- ڼ )
خوځندی:
له خوځندی څخه مطلب حرکات دی، چی چی په اوسنی اصطلاح ورته مرستدوی یا کومکی غږونه یا (واول) ویل کیږی.
د مومند بابا په دی کتاب کی د پښتو ژبی حرکات څلور ښودل شوی دی، لکه: (زُوَر- زیر – پیښ او خوځکی (په وروستیو ګرامری لیکونو کی ورته «زورکی» ویل شوی او دود شوی دی) په همدی توګه د پښتو د خاصو آوازونو د وتونځو«مخرجونو» یادونه هم شوی ده.
له اته ویشتم مخ څخه وروسته د کلمی بحث شروع کیږی او دلته کلام په دری ډوله یعنی نوم (اسم) کړ یا کړه (فعل) توری (حرف) جلا شوی دی.
په دی ګرامری کتاب کی د حرف لپاره د (ادات) اصطلاح هم کارول شوی ده.
لومړۍ څانګه:
په دی برخه کی د نوم په اړه بیان راغلی دی او نوم په څلورو برخو یعنی (مطلق اسم، صفت، کنایات ، مصدر) بیل شوی دی، چه البته دا ټول په اسمی ډله کلمو کی راځی.
لمړۍ څپرکی:
د مطلق اسم تر سرلیک لاندی د نوم پیژدنه په دی توګه ده:
(هغو کلمو لره وایه شی، چی په زمانی څه اړه ونلری او هغه شیان چی په عقل او خیال او حس سره پیژندل کیږی)
په دی برخه کی د اسم ذات او اسم معنی یادونه شوی ده. د عام او خاص نومونو لپاره د جنس اوعلم اسم نومونه هم راوړل شوی دی او بیا مطلق نوم په عام او خاص سره ویشل شوی دی.
د اسماو خاصیت تر سر لیک لاندی نومونه یی د څومره والی او څنګه والی له مخی په جلا ډول شودلی دی.
د ګرامری جنس له پلوه د مؤنث نوم نخښی (زُوَر- ی – ۍ – الف) ښودل شوی دی. د کلمو په پای کی د (و- خ- ن- ی) ږغونه هم د مؤنث نخښی بلل شوی دی او هم د سماعی مؤنث حکم پری شوی دی.
یادونه: په داسی حال کی چی (و) او (ي) واولونه د «عام مؤنث» نومونو د پای نخښی دی، خو یواځی (ن-خ- ږ) د سماعی مؤنثاتو نخښی دی. همدارنګه وروسته له مذکر څخه د مؤنثو نومونو د جوړولو د قاعدو څرګندونه ده.
د عدد په لحاظ مفرد څخه د جمع جوړولو لاری په ترتیب سره راغلی دی. د جمع مذکر او مؤنث نومونو نخښی هم په دی برخه کی څرګندی شوی دی، چی همدلته د صفتونو یادونه او د صفتونو مفرد مؤنث او جمع مؤنث شکلونو (ي- وي- ګانی- – یی) ښودنه او یادونه په کی شته.
لدی وروسته د نومونو اوښتنه په حالتونو کی چی د نومونو د بدلون او تغییر څیړنه ده.
بل عنوان د اسماو احوال تر سر لیک لاندی اته حالته ښودل شوی دی.
مجرد، مفعول به، مفعول الیه، مفعول فیه، مفعول منه، مفعول له، مفعول معه، مضاف الیه.
په دی ګرامر کی د زمانو مکان، تصغیر، الي او د صوت نومونو ته هم اشاره شوی ده.
د مقالی ختم
د لیکونو دا سلسله دوام لری
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.