اسیا ایمرجېنګ جام؛ افغان ابدالیانو د لومړي ځل لپاره اتلولي وګټله

214
د ویډیو تشریح،اسیا ایمرجېنګ جام؛ افغان ابدالیانو د لومړي ځل لپاره اتلولي وګټله

د اسیا ایمرجېنګ جام کرېکټ سیالیو په پایلوبه کې افغان ابدالیانو لوبډلې د شري لنکا الف لوبډلې ته په ۷ وېکټو په داسې حال کې ماتې ورکړه، چې ۱۱ توپونه یې لا پاتې وو او د ۲۰۲۴ کال اتلولي یې خپله کړه.

له دې مخکې شري لنکا الف لوبډلې د ټولو شلو اورونو له لوبولو او ۷ لوبغاړو له لاسه ورکولو وروسته افغان ابدالیانو لوبډلې خلاف ۱۳۳ منډې جوړې کړې او افغانستان ته یې د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.

په ځوابي لوبه کې افغان ابدالیانو د زبید اکبري وېکټه له هېڅ یوې منډې جوړولو پرته له لاسه ورکړه.

له ده وروسته لوبډلمشر دروېش رسولي له صدیق الله اتل سره د ملګرتیا لپاره ډګر ته ووت. نوموړی د ۲۴ منډو له جوړولو وروسته وسوځېد او پر ځای یې تجربه کار کریم جنت د لوبې ډګر ته راووت.

کریم جنت د درې شپږیزو پر مټ له ۲۷ توپونونو د ۳۳ منډو له ترلاسه کولو وروسته وسوځېد.

صدیق الله اتل د دې لوبړۍ نورو سیالیو په څېر په پایلوبه کې هم ښه وځلید او نیمه سلیزه یې بشپړه کړه. نوموړی له ۵۵ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو. اتل د اسیا ایمرجېنګ جام په دې سیالیو کې نژدې ۳۸۶ منډې وکړې.

صدیق الله اتل د لوبلړۍ غوره لوبغاړی او الله محمد غضنفر د نن پایلوبې غوره لوبغاړی وبلل شو، چې د څوارلسو منډو بدل کې یې دوې وېکټې ترلاسه کړې.

د افغانستان له لوري الله محمد غضنفر او بلال سمېع د پیل په لومړیو پنځو اورونو کې له شلو په کمو منډو ۴ شري لنکایي لوبغاړي وسوځول او له دې سره یې افغانستان ته په توپ اچوونه کې د ښه پیل بنسټ کېښود.

خوست

د عکس سرچینه،Afghanistan Cricket Board

د عکس تشریح،د افغانستان کرکېټ بورډ‌ وايي، خوست ولایت کې د کرېکټ ځینې مینه وال د نننۍ لوبې د لیدو لپاره راغونډ شوي‌ وو.

غبرګونونه

د افغانستان دغې بریا ته بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزي پر اېکس یوه وېډیو خپره کړې او لوبغاړو او ټولو افغانانو ته یې مبارکي ویلې ده.‌

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر یوه اېکس پیغام کې پر شري‌لنکا د افغان لوبغاړو د بریا مبارکي ویلې ده.

نوموړي لیکلي “زموږ ګران لوبغاړي په ټولو لوبیزو سیالیو کې ځلېدلي دي، زموږ د هېواد او ګرانو خلکو لپاره یې ویاړ او خوشحالۍ راوړې دي.”

دې Twitter پوسټ نه تېرشئ

ایا له Twitter نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ Twitter پای

چټک توپ اچوونکي بلال سمېع په خپلو څلورو اورونو کې د ۲۲ منډو په ورکولو سره د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي اوټ کړل، الله محمد غضنفر بیا ۴ اورونو کې دوه لوبغاړي اوټ کړل او یوازې ۱۴ منډې پرې وشوې.

د شري لنکا لخوا بیا کوم لوبغاړی د اوږدې لوبې په لوبولو بریالی نشو یوازې پنځمې او شپږمې وېکټې یې تر ۵۰ منډو ګډه ملګرتیا وکړه خو وروسته یې د منډې جوړولو پر مهال دا ملګرتیا ماته شوه.

د شري لنکا ساهان بیا د خپلې لوبډلې په ګټه تر ټولې ډېرې منډې وکړې او تر پایه ودرېد. هغه له ۶۴ منډو سره ناسوځېدلی پاتې شو.

د کرېکټ اسیایې شورا په نوښت د ۲۰۲۴م کال ایمرجېنګ اسیا جام پایلوبه د افغانستان او شري لنکا الف لوبډلو تر منځ ده، د دغې لوبې پچه یا ټاس شري لنکا وګاټه او خپله یې لومړۍ د توپوهنې پرېکړه کړې ده.

د افغانستان ابدالیان لوبډله پایلوبه کې لومړۍ بالېنګ یا توپ اچونه وکړه او په لومړیو کې یې د شري لنکا دا پرېکړه وننګوله.

صدیق الله اتل په دې لوبلړۍ کې خورا ښه وځلېد او په ټولو سیالیو کې د افغانستان ټولټال منډو ۴۶ سلنه یې برابره کړه.

د عکس سرچینه،afghanistan cricket board

د عکس تشریح،صدیق الله اتل په دې لوبلړۍ کې خورا ښه وځلېد او په ټولو سیالیو کې د افغانستان ټولټال منډو ۴۶ سلنه یې برابره کړه.

د افغانستان له لوري ورو بالر الله محمد غضنفر او چټک توپ اچوونکی بلال سمېع لومړيو اورونو ته غوره شوي وو او ښه وځلیدل، داسې چې بلال سمېع په خپل لومړي اوور کې د سیالې لوبډلې لومړۍ لوبغاړی وسوځاوه ورپسې به بل اوور کې د الله محمد غضنفر پر توپ بل لوبغاړی هم سټمپ اوټ شو او له دې سره یې افغان ابدالیانو ته خورا ښه پیل ورکړ.

د افغانستان په استازولۍ دغې برخلیک ټاکونکي مهمه لوبه کې هماغه لوبغاړي غوره شوي چې له هنده یې نیمه پایلوبه ګټلې وه.

له دغه ښه پیل وروسته لوبډلمشر بل اوور هم بلال سمېع ته ورکړ او دغه نوې افغان لوبغاړي په خپل دویم اوور کې هم د افغانستان په ګټه بله وېکټه واخېسته ، ورپسې چې کله ورو بالر الله محمد غضنفر خپل دریم اوور ته راغی داسې مهال چې د شري لنکا الف لوبډلې یوازې ۱۴ منډې جوړې کړې وې څلورم لوبغاړی ېې هم اوټ کړ.

د افغانستان لخوا له دغې غوره پیل وروسته پنځم او شپږم شري لنکایي لوبغاړو په څه ښه مقاومت لوبه وکړه او د نږدې پنځوسو منډو ملګرتیا یې هدف لوړ کړ خو وروسته یې دا ملګرتیا د منډې جوړولو پر مهال ماته شوه، که څه هم شري لنکا په وروستیو اورونو کې چټکه لوبه وکړه او د منډو هغه هدف یې څه لوړ کړ چې په لومړیو کې یې فکر کېده.

کرېکټ

د عکس سرچینه،Asian Cricket Council

د عکس تشریح،د دغو اتلولیو جام، د شري لنکا او افغان لوبډلو څخه یوه به نن دا جام او اتلولي ګټي

د دغه جام کوربتوب عمان کاوه او نننۍ وروستۍ لوبه هم د دغه هېواد الامارات کرېکټ لوبغالي کې وشوه.

افغان ابدالیان (د افغانستان الف کرېکټ لوبډلې) وړمه ورځ په نیمه پایلوبه کې هند ته په ماتې ورکولو سره د اسیا ایمرجېنګ جام پایلوبې ته لاره موندلې وه.

له دې مخکې افغان ابدالیان لوبډلې له ګروپي دریو لوبو دوه هغه ګټلې وې او نیمه پایلوبې ته یې ځان رسولی و.

په دغو سیالیو کې ټولټال د افغانستان او شري لنکا ترڅنګ د هند، پاکستان، بنګله دېش، هانګ کانګ، نیپال، عمان او متحدو عرب اماراتو لوبډلې ګډون درلود.

دا په تېرو نږدې اتو کالو کې لومړۍ ځل دی چې د افغانستان کومه لوبډله د سیمې په کچه د داسې مهمو سیالیو پایلوبې ته رسېدلې له دې مخکې په ۲۰۱۷م کال کې د افغانستان د ۱۹ کالونو څخه کم عمره افغان لوبډلې د اسیا جام پایلوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو په ستر توپیر ماته ورکړه او اتلولي یې ګټلې وه او روان کال بیا د افغانستان ملي لوبډله په لومړي ځل د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې ولوبېده.

د کومې لوبډلې د اتلولۍ تله درنه ده؟

کرېکټ

د عکس سرچینه،ACB

افغانستان او شري لنکا دواړه د الف ګروپ لوبډلې دي چې لږ تر لږه د دریو لوبو له ګټلو وروسته یې پایلوبې ته ځانونه رسولي وې.

دغه دواړه لوبډلې په ګروپي سیالیو کې هم سره مخ وې، د اکتوبر په ۱۸مه هغه لوبه افغان ابدالیانو لوبډلې د ۱۱ منډو په توپیر ګټلې وه.

دا په دغه اسیا جام کې د افغان ابدالیانو لومړۍ لوبه وه، وروسته یې بنګله دېش ته هم ماته ورکړه خو له هانګ کانګه یې بده ماته ولېده، ولې له دغې ماتې وروسته یې په نیمه پایلوبه کې د هند خلاف غوره لوبه وکړه.

په همدې مهال دواړو لوبډلو له ګروپي دریو لوبو دوه دوه ګټلې او یوه یې بایللې ده، په نیمه پایلوبه کې بیا افغان لوبډلې د هند الف او شري لنکا د پاکستان شاهین لوبډلې ته ماته ورکړه او نن پایلوبه کې سره مخ شوې.

بي بي سي / پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.