لنډۍ، د ثبتولو ستونزه/ ۲۹۳‌مه برخه

آصف بهاند

100

نعمان دوست د لیکوالۍ ځانگړی سبک لري، تل یې نویو مسایلو ته پام وراوړي، هغه د خپلو تجاربو په تله کې تلي، د خپل ځانگړي سبک په هنري رنگ یې رنگوي او بیا د خپل فکر مالگه ـ مرچ ـ مساله وراضافه کوي او د یوې مقالې یا نوي شعر په بڼه یې خپلو مخاطبینو ته وړاندې کوي.

لنډه موده پخوا یې (۲۶/۰۹/۲۰۲۴) د لنډیو په باب څو نوې خبرې سره پیلې وې، «د لنډیو کمال» ترسرلیک لاندې یې په لنډیو کې د نیوکو یوې برخې ته هنرمندانه اشاره کړې ده او یوه نیمه لنډۍ یې هم د خپلو خبرو د ثبوت له پاره رااخیستې.

زه چې د نویو لنډیو د راټولولو ترڅنگ، د لنډیو په باب یوه نیمه نوې لیکنه هم رااخلم او له خپلو ځانگړو تبصرو سره یې خپروم، نو مې اړینه وگڼله چې د ښاغلي نعمان دوست مقاله هم د لنډیو په باب د نویو خبرو د درلودلو په وجه، له ده نه په مننې سره، دلته راخوندي کړم:«

د لنډیو کمال

نېغه نیوکه ستوغه وي؛ ځکه خو یې په اوریدو خلک د هوش په ځای جوش ته ځي او احساساتي کیږي؛ خو که همدې ستوغې نیوکې سره د طنز مساله ګډه شي؛ نو ترسکونه شي او خپل تاثیر خور کړي.

د پښتو په بې بدیله پانګه لنډیو کې ځینې جدي نیوکې په داسې انداز شوي چې خلک یې د ویناوالې طنزي ظرافت او مهارت ته ګوته په غاښ شي. په دغسې لنډیو کې ویناوالې خپلې نیوکې په داسې حکمت سره کوي چې مقابل لوري سره د ضدیت لرلو ګومان پرې نه کیږي.

وګورئ؛ زموږ په ټولنه کې د خواښې او نږور ترمنځ رقابت، تربګني او جنجال یوه مهمه موضوع ده. البته دا یوازې زموږ د ټولنې خاصه نه ده؛ په ګڼو دودیزو ټولنو کې دا ستونزه قابل درک ده. د بیلګې په توګه، هندوستان خو په دې جنجال بیخي یو اوږد سریال ( کیو کی ساس بهی کبهی بهوتی) جوړ کړی دی. یعنې: یو وخت خواښې هم نږور وه.

دغه جنجال عموما د اقتدار د ساتنې له ګریوانه سر پورته کوي. اقتدار که په هره کچه وي، لرل او بیا یې ساتل یو جنون دی، یوه نشه ده او دا جنون او نشه چې څومره په لوړه کچه وي، هومره خطرناکه وي.

په ډیری کورنیو کې چې کله یوه میرمن خواښې شي، نو ور سره جوخت یې دا فکر په سر کې ریښې وځغلوي چې په کور کې یې د قدرت شریکه پیدا شوه او له دې سره یې داسې احساس زړه ته لاره وکړي چې ګوندې د مطلقه اقتدار ستنې یې په جړقیدو دي؛ نو بیا یې د مخنیوي لپاره ټول وخت په داسې ستراتیژیو جوړولو تیروي چې څنګه مقابل لوری (نږور) په خپله قبضه کې وساتي، څنګه یې د حق او واک غوښتنې روحیه وځپي او څنګه یې ځان ته سل سلنه تابع کړي. د دې لپاره له ګڼو لارو او وسیلو کار اخلي، کله ورته د محرومیت احساس ورکوي، کله یې د ناکامه ښودلو هڅه کوي، کله یې توهینوي او کله خو خبره آن تر شکنجې ورسیږي. ټول کوښښ یې دا وي چې څنګه ټول واک په خپلو منګولو کې وساتي.

په ځینو پښتو لنډیو کې چې اصلا، د نا معلومو ښځینه ویناوالو د زړه اصلي غږ دی، دغه حالت په ډیر ښه او ماهرانه انداز پورته شوی دی. د خپل مظلومیت او محرومیت روښانه تصویر یې په داسې ښایسته رنګونو نقاشي کړی چې له خواښې سره د مستقیمې دښمنۍ ګومان پرې نه کیږي.

د بیلګې په توګه: په دغه لنډۍ کې یوې نږور د خپل محرومیت څومره رڼه او ژوره عکاسي کړې ده، د داسې محرومیت چې حتا د خواښې له اجازې پرته د ټیکلې (ډوډۍ) خوړلو واک هم نه لري. خو همدا خبره یې په داسې انداز کړې چې په ښکاره له خواښې سره مخالفت ترې نه محسوسیږي:

قربان قربان د دادا کوره

له ډکه شکوره به چاپیره تاویدمه

په خپلو منګولو کې د واک ساتنې لپاره، ځینې خواښې ګانې هڅه کوي چې د زامنو د میرمنو د هر کار تفتیش وکړي او په دې توګه غواړي چې هغوی له واک موندلو محرومه وساتي، له هغوی څخه په خپل نوي کور کې د مالکیت احساس واخلي او تل د دې د یوې مزدورې او خادمې په توګه ژوند وکړي.

وګورئ، په لاندې لنډۍ کې یوه نږور د خپلې خواښې بدګومانه تفتیش تشریح کوي او ښيي چې دومره څارنې لاندې ده چې حتی ډوډۍ هم باید د هغې د شمارلو تر پروسې لاندې تیرې شي او په خپل سر نشي کولای کومه ډوډۍ اضافه پخه کړي؛ خو همدا خبره هم په داسې انداز کوي چې ظاهرا ترې د شکایت بوی نه لټیږي:

خواښې مې ښهٔ ده بده نهٔ ده

پهٔ تناره کې سر منډي ډو‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډۍ شمارينه

د دومره نظارت، تفتیش او د واک له انحصار سره سره، بیا هم د ځینو خواښو زړونه نه سړیږي، د رقابت تنده یې نه ماتیږي او پر خپلو نږورګانو هیڅ لورینه نه لري. هیڅ یې نه پیرزو کیږي چې نږور یې حتا ښه خواړه وخوري.

یوه نږور د خپلې خواښې همدا عادت بیانوي؛ خو په داسې ژبه چې نه پرې د شکایت او ګیلې ګومان کیږي او نه له خپلې خواښې سره د دښمني. یو عجیبه او فوق العاده طنز پکې پروت دی:

خواښې مې ښه ده بده نه ده

چې چرګ حلال کړي ما د پلار کره لیږینه

د پښتو ژبې غني پانګه ( لنډۍ) د پښتني ټولنې د کلتور رڼه هنداره ده. په دې کې زموږ د دود دستور، عاداتو، باورونو او… ژوره عکاسي شوې ده. په دقت لوستل یې موږ ته یوه داسې شفافه هنداره مخې ته ږدي چې په اسانه پکې خپله ننداره کولای شوو او په اسانه درک کولای شو چې کومه بڼه مو ښه او کومه مو ناوړه ده.

دا هم د دې برخې له‌پاره څو نوې لنډۍ:

په بل وطـن ورکه جانانه

لکه نارنج درپسې ورو، ورو ژېـړه شومه

 

ماته مې قبر اماده شو

لالی دویم واده کوي، ما خښوینه

 

د غم سيلۍ ورباندې لګي

ايرې، ايرې وجود مې ورو ـ ورو دوړوينه

 

د پلار پگړۍ مې خیال ته راغله

پرون په یار پسې وتم، راستنه شومه

 

د خوېندو لوڼو سوداګره.
‏کږه شمله چې پر سر ږدې، خندا راځينه

 

چوڼۍ ته سپک خلک راغلي
یا به سپکـېـږو، یا به کډې باروونه

 

مورې پښتونه ته مې ورنه‌کړې

پردي جنگونه په سر اخلي مړ به شینه

 

یاران که نه وي، پروا نه کړي

ورور دې ژوندی وي، زه په ورور خوشحاله یمه

 

کله بـه بیا سـره یـو ځای شـو

چې ډکې سترگې په گیلو در واړومه

 

پخوا بې‌غمه بې‌غمي وه

هرڅه برباد شول، چې رواج شول موبایلونه

 

زه به څلورودونه وکم

ساده خو نه یم چې به یوواده کومه

 

چاته چې ټول‌عالم په قار شي

خوارۍ کې ډوب شي، زوړند سر به روان وینه

 

لیونۍ لاړه کلی وران شو
ما لیونی ور پسې وشړئ چې ځمه

 

چې لېونی شوې، حال دې ووې

روغو به کله د زړگي ویل حالونه

 

بې وفائي مې کړې نۀ ده
دا چې اوبه را خړوې، بې وسه يمه

 

د اسلام هسې نوم یادېـږي

د اروپا تبعیض پخوا وژلي یونه

 

زما یو ته وې، یو مې خدای و

خدای خو مې شته، خو تا یوازې پرېښودمه

 

قربان قربان د دادا کوره

له ډکه شکوره به چاپیره تاویدمه

 

خواښې مې ښهٔ ده بده نهٔ ده

پهٔ تناره کې سر منډي ډو‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډۍ شمارينه

 

خواښې مې ښه ده بده نه ده

چې چرګ حلال کړي ما د پلار کره لیږینه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.