د بریکس هیوادونو د مشرانو شپاړسمه ناسته

پښتو ته ژباړه : نصيراحمد څپاند

291

د بریکس هیوادونو د مشرانو شپاړسمه ناسته د اکتوبر له ۲۲ څخه تر ۲۴ پورې په کازان کې ترسره شوه.

دا د بریکس ډلې لومړۍ ناسته وه چې د دې پراختیا وروسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د بریکس ډلې رول د ناغربي نړۍ د ګټو د اصلي ویاند او د څو قطبي نړیوال نظم د جوړولو د اصلي وسیلې په توګه تثبیت شو.
د کازان د ناستې د ګډې اعلامیې – وروستۍ سند اصلي موضوع د لویدیځ اوسني نړیوال نظم ځای نیولو لپاره یو عادلانه بدیل نظم جوړول، د څو قطبي نړۍ ملاتړ، د عادلانه نړیوال نظم لپاره غږ پورته کول، او د ناغربي هیوادونو د استازیتوب د زیاتوالي غوښتنه کول و. دا په ځانګړي ډول د برټن وډز سیسټم د اصلاح له لارې په نړیوال اقتصاد کې د پرمختللو هیوادونو د ونډې د زیاتوالي، او د «یو اړخیز قهري اقداماتو» لکه غیرقانوني بندیزونو په اړه انتقاد هم شامل و.
په کازان کې ټولو ویناوو او بحثونو کې اصلي انګیزه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له دې نظریې سره موافقه وه چې د نوي نړیوال نظم لپاره یوه نظریه وړاندې کړه، چې د بشریت د فرهنګي او تمدني تنوع په چوکاټ کې شامل وي. هغه څرګنده کړه چې «دا ډول نړیوال نظم باید د ټولو هیوادونو او ملتونو د مشروع ګټو او خپلواک انتخاب درناوي، د نړیوالو قوانینو رعایت، او د صادقانه او دوه اړخیزو همکاریو په روحیه ولاړ وي».
د چین ولسي جمهوریت په ځانګړې توګه د کازان اعلامیې د هغې مادې په اړه ټینګار وکړ چې د نویو ځواکمنو مرکزونو، سیاسي پریکړو او په نړۍ کې د اقتصادي ودې د ښکاره کېدو په اړه ده، چې کولی شي د عادلانه، ډیموکراټیک او متوازن څو قطبي نړیوال نظم بنسټ کیږدي. څو قطبي نړۍ د پرمختللو هیوادونو او د ودې په حال کې بازارونو ته ډیرې فرصتونه برابروي، تر څو له نړیوال اقتصادي پراختیا ګټه پورته کړي.
چین په مختلفو کچو کې هڅه کوي چې نړیوالې ټولنې، په ځانګړي توګه لویدیځ ته دا ساده پیغام ورسوي چې د ناغربي تمدنونو او د جنوبي هیوادونو پرمختګ درول ناشوني دي. دا په دې مانا ده چې د لویدیځ لخوا د دغه کار د هڅو دوام نه یوازې ګټه نه لري، بلکې ټولې نړۍ، په ځانګړي ډول لویدیځ ته به زیان ورسوي.
د بریکس ناسته په دې حقیقت ټینګار کوي چې د روسیې او چین د ګډ ستراتیژیک ملګرتیا د بریکس ډلې د پرمختګ لپاره بنسټ جوړوي. چيني ورځپاڼې ګلوبل ټايمز د چين او روسيې تر منځ د اعتماد او تاريخي دوستۍ په اړه ليکي چې دا به د هغوی په خپلواکه اړيکه کې مثبت اغېز ولري. چین او روسیه د لویو هیوادونو تر منځ د اړیکو لپاره یو پرمختللی ماډل وړاندې کوي او په څو اړخیزو ډګرونو کې، په ځانګړې توګه بریکس کې مثبت رول لوبوي.
د جنوبي نړۍ د اقتصادي ونډې په زیاتوالي سره، د نړیوال مالي نظام د اصلاح اړتیا ډېره شوې، څو د ناغربي هیوادونو استازیتوب او نفوذ پیاوړی شي. دا ډول تنوع په نړیوال مالي نظام کې له ډیرې مودې څخه ځنډېدلې ده او اوس د لویدیځ د بندیزونو په پایله کې یوازینۍ بدیل پاتې دی.
چینایي رسنۍ د بریکس هېوادونو د نوې پراختیایي بانک ملاتړ ته ځانګړې پاملرنه کوي، چې د کالونو لپاره یې ستراتیژیک پلان ټاکل شوی، ترڅو له ډالرو څخه د راکړې ورکړې او نړیوال مالي نظام څخه لرې کولو چاره ګړندۍ شي. دا موضوع د روسیې لپاره، چې د لویدیځ د بندیزونو اصلي هدف دی، او د چین او نورو ناغربي هیوادونو لپاره چې د روسیې سره له اقتصادي او تجارتي اړیکو ګټه پورته کولی شي، ډېر مهمه ده.
د دې اعلامیې له مخې، بریکس هیوادونه هڅول کیږي چې د خپلو مالي همکاریو پیاوړتیا او په ملي پیسو کې د پیسو لیږد اسانتیاوې زیاتې کړي. دا موافقه په اعلامیه کې منعکس شوې ده، چې په هغه کې د نوي پراختیايي بانک د نوي ډول څو اړخیز پراختیایي بانک د جوړولو او د دې د غړیتوب د پراختیا ملاتړ غوښتنه شوې ده.
د بریکس هیوادونو په فعاله ګډون او د ناغربي هیوادونو د تمثیل له زیاتوالي سره، بریکس په تدریجي ډول د عادلانه نړیوال نظم لپاره د لویدیځې نړیوالیزې نسخې بدیل په توګه تثبیت شوی دی. بریکس به په راتلونکي کې ټول فرصتونه ولري، ترڅو د نړیوالو اړیکو په ټولو برخو لکه اقتصادي، علمي، تخنیکي، انساني او امنیتي ډګرونو کې د نوي نظام اصلي هسته شي.
ماخذ: د ستراتیژیک کلتور بنیاد

د بریکس یوه لاسته راوړنه د هند او چین د ځواکونو له «لداخ» څخه وتل دي.
له درى څخه پښتو ته ژباړه : نصيراحمد څپاند
ایسنا د راپور له مخې، دغه اقدام په داسې حال کې ترسره شوی چې د هند د دفاع وزیر «راجنات سینګ» د پنجشنبې په ورځ وویل چې د “مناسب وضعیت” د بیرته راوستلو لپاره په ځینو سیمو کې پر اساس د متقابل امنیت په اصولو پراخه موافقه شوې ده.
د «بیزنس انسایدر» په حواله، یوه باخبره سرچینې وویل: “په هغو دوو سیمو کې چې د ۲۰۲۰ کال د می راهیسې په لداخ کې جوړ شوي، د موقتي پوستو او جوړښتونو لیرې کول اوس په سیمه کې د تاکتیکي قوماندانانو لخوا د اجرا شوو تګلارو یوه برخه ګڼل کېږي.”
دغه سرچینه زیاته کړه: “د دواړو هېوادونو د ځواکونو خنثی کول او شاتګ به تقریباً یوه اونۍ یا زیات وخت ونیسي. وروسته له هغه، محلي قوماندانان به مخکې له دې چې همغږي شوي ګزمې پیل کړي، فزیکي اقدامات ارزوي.”
د دوشنبې په ورځ د هند او چین ترمنځ د «ګزمو ترتیباتو» په اړه د نوي تړون له مخې، چيني ځواکونه نور په هغه سیمه کې د هندي عسکرو د تګ راتګ مخنیوی نه کوي، چې د هندوستان په ستراتیژیکو دښته کې د “دپسانګ” په نامه یادېږي او ۱۸ کیلومتره د هغه ځای څخه لرې ده چې هند د خپلې خاورې برخه ګڼي.
دغه اقدام د بریکس سرمشریزې په څنډه کې په روسیه کې د هند د صدراعظم «نارندرا مودي» او د چین د ولسمشر «شي جین‌پینګ» ترمنځ د چهارشنبې د ورځې له لیدنې وروسته ترسره شو؛ دواړو خواوو په لداخ کې د کنټرول کرښې په اوږدو کې د ګزمو ترتیباتو په اړه د دوه اړخیزو توافقاتو هرکلی وکړ.
د هند صدراعظم هم وویل: “په پولو کې د سولې او ثبات ساتل باید د دواړو هېوادونو لومړیتوب وي او متقابل اعتماد باید د دوه اړخیزو اړیکو اساس وګرځي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.