ستر پښتون، ملي مفکر او زعیم مومند بابا-اوومه برخه

محمد داؤد مومند

239

د پیاوړی محقق حبیب الله رفیع، علمی لیکنه.

ارواښاد محمد ګل مومند بابا یو ګڼ اړخیز (کثیرالبعاد) شخصیت ؤ، چی ژوند یی بیلا بیلی نظامی، اداری، سیاسی، ادبی او علمی خواوی درلودی.

چی د علم او ادب اړخ یی بیا هم په بیلا بیلو څانګو ویشل شوی ؤ، دی شاعر وه، ټولنپوه وه، او د پښتو ژبی په ویي (لغت) پوهنه او ژب دود (ګرامر) کی ماهر وه او لدی سره یی د پښتو لیاره، یو نوی لیکدود هم جوړ کړی وه، چی زه یی دلته په همدی اړخ غږیږم.

مخکی له دی چی د مومند (رح) بابا په جوړشوی پښتو لیک دود وغږیږو، د پښتو لیک دود په تاریخی مکتبونو به هم لنډه رڼا واچوو:

لمړی – د اسلام تر مخه دوره، چی پریږدو(!) په اسلامی دوره کی یو عام روایت دا دی چی د غزنوی محمود په دوره کی، دده یو وزیر، احمد بن حسن میوندی، قاضی سیف الدین ته وظیفه ورکړه چی د پښتو ژبی الفبی جوړه کړی، قاضی سیف الدین د عربی، بنجابی، سندهی او فارسی ژبو د الفباو نه د الهام اخستلو په مرسته د پښتو ژبی د غږونو یا ږغونو لپاره توری وټاکل، خو الله بخش یوسفی د قاضی سیف الدین دا لاس ته راوړنه د پښتو په لیکدود، سمون بولی نه ایجاد. چی دا روایت منطقا سم بریښی، ځکه چی تردی وړاندی د امیر کروړ، ابو محمد هاشم سروانی او نورو لیکونه شته چی د پټی خزانی مؤلف ته رارسیدلی دی. زموږ سره د میوندی د وخت د لیک دود نمونه نشته خو د روایت په توګه پاتی دی.

دوهم – د پښتو لیک دود لومړی مکتب د بایزید روښان له خوا د جوړشوی لیک دود دی چی د پښتو لومړنۍ ترلاسه شوی خطی نسخی یعنی خیرالبیان کتاب موږ ته را رسولی دی. د خیر البیان دا نسخه په ۱۶۴۳ عیسوی کال د بایزید روښان لیک دود معرفی کوی. خو لوی علمی کار یی دا کړی دی چی د هر ږغ  د توری لپاره یی یوه علامه کارولی ده او توری یی له تورو سره نه دی مل کړی او هم یی د پښتو لیکلو رسم الخط نستعلیق ټاکلی دی.

دریم- تر دی را وروسته د لیک دود دوهم مکتب د اخوند درویزه مکتب دی او لکه چی یی د بایزید روښان د نثر د سبک پیروی کړی ده، همداسی یی دده په څیر پښتو ژبی ته یو لیک دود هم جوړ کړی دی او د پښتو لیکلو لپاره یی د نسخ خط غوره کړی دی.

څلورم – د پښتو ژبی دریم زوړ مکتب د خوشحال بابا دی.

خوشحال بابا د پښتو لیک دود زنځیری مکتب را مینځ ته کړاو په یوه څلوریزه کی وایی:

که د نظم که د نثر که د خط دی

په پښتو ژبه می حق دی بی حسابه

خوشحال بابا هم د پښتو ژبی دپاره نستعلیق لیک غوره کړ.

پنځم – په معاصر تاریخ کی محمد ګل مومند بابا چی د پښتو په بیا احیاء او رسمی کولو کی یی دروند لاس درلود، ځانته دا حق ورکړ چی د پښتو ژبی په بیا احیاء او رسمی کولو کی یی دروند لاس ولری. مومند بابا ځانته دا حق ورکړ چی د پښتو د لغت او ژب دود د لیکلو تر څنګ د پښتو نوی لیک دود پښتانه ومنی او دود یی کړی، خو دده د ټول ادبی او علمی قوت او منلتوب سره سره دا لیک دود عملی نشو.

شپږم – تر مومند بابا وروسته د پښتنو یو بل سیاسی او ادبی شخصیت شهید خان بابا  عبدالصمد خان اڅکزی هم وغوښتل چی د پښتو دپاره یو نوی لیک دود جوړ کړی، خو دده لیک دود هم په پښتنو کی رواج ونه موند.

اووم – معاصر نامتو شاعراو لیکوال قلندر مومند هم هڅه وکړه چی په خپل نامه د پښتو دپاره لیک دود جوړ کړی، خو د قلندر مومند لیک دود هم ونه منل شو.

دلته د یادونی وړ ده چی حضرت بایزید روښان، اخون درویزه، خوشحال بابا، محمد ګل مومند او عبدالصمد خان اڅکزی هر یوه د خپل لیک دود دپاره خپلی ځانګړی نخښی ایجاد کړی وی، خو دقلندر مومند په لیک دود کی دا ابتکار نشته او ټولی نخښی یی د پورتنیو شخصیتونو د لیک دودی مکتبونو څخه را اخستی او په حقیقی مفهوم یو قلندرانه لیک دود دی چی د قلندرانو د جامو په څیر د رنګارنګ ټکرانو څخه اوبدل شوی او د قلندرانو د کچکول غوندی د هر کور پخه ډوډۍ په کی راټوله شوی وی.

دا څرګنده ده چی په ټوله پښتونخوا کی خپور او منل شوی لیک دود هماغه د اخوند درویزه لیک دود دی چی تر اوسه دوام لری، چی څه لږی لاس وهنی په کی شوی دی خو اساسات یی پرځای پاتی دی.

له دی تشریحاتو وروسته ښایی چی د محمد ګل مومند بابا، لخوا رامینځ ته شوی لیک دود پر تیوری باندی چی ده په خپله روښانه کړی ده. وږغیږو.

مومند بابا معتقد دی چی یو وګړی په داسی یو لیک دود کی چی د ټولو پښتنو له خوا منل شوی وی او نن ورځ هم مروج وی، حق لری چی ګوتی په کی ووهی، خو داسی اصلاحات  چی د لیک دود د بڼی اساس ته زیان ونه رسوی او د لیک او لوست لپاره آسانتیاوی راولی او پښتانه یی ومنی.

په همدی بنسټ مومند بابا، چی د (ټ) لپاره کومه بڼه (ت) ټاکلی، دلیل یی دا دی چی په مروجه (ټ) کی د یوه توری لپاره دوی نخښی شوی دی چی پاس دوه ټکی لری او تری لاندی غړوندی دی، نو محمد ګل مومند ددی دپاره چی دا یوه نخښه شی، د لاندی نیمه کړۍ یی بره خیژولی او دوه ټکی یی د بلی نیمی کړۍ په توګه ورسره یوځای کړی دی او د یوه توری نه یی یوه نخښه جوړه کړی ده او هم وایی چی (ټ) د کلمی په مینځ کی له میم سره التیاس پیدا کوی، چی په دی ډول لیکلو سره، دا التباس هم له منځه نه ځی.

د (ځ) د توری په باب لیکی چی ځینی وګړی دوه لاندی باندی ټکی ورکوی او ځینی بیا د (ح) به سرهمزه لیکی، نو غوره په دا وی چی وروستی شکل ومنل شی.

د مومند بابا په لیک دود کی دا هم شته چی د مهموزی (ځی) شکل له پخوانه راروان دی او ده ورته یواځی ترجیح ورکړی ده، چی دا د ځینو کسانو دا دعوی چی دا شکل مومند بابا ایجاد کړی دی په خپله ردوی.

د (ډ) په برخه کی، چی عربی تزیني (د) ورته خوښوی، داسی دلیل راوړی چی په دی توګه دال او ډال په شکل کی سره بیلیږی او د غړوندی یا کړۍ د لګولو تکلیف له منځه ځی او د اشتباهاتو مخنیوی هم کیږی. همدا راز د (ړ) لپاره عربی تزیني (ر) کارول هم په همدی منطق ښه بولی.

(ګ) په کی ددی دپاره لیکی چی له فارسی (گ) سره په تلفظ کی بیلوالی نلری.

یی ګانی یی په څلور ډوله، ځکه ویشلی دی چی په ښه بڼه سره و پیژندل شی او یو د بل په څیر تلفظ نشی.

په پای کی لیکی چی پښتو دی د نسخ پر ځای په نستعلیق بڼه ولیکل شی.

مومند بابا وایی چی د پښتو لیک دود په اړه ما خپل ملاحظات څو کاله د مخه ډیرو پښتنو ورونو ته څرګند کړی دی او لکه کندهاریانو ورونو، ډیرو هم تر یوی درجی منلی ده، خو بیا هم وړده چی ټول پښتانه په کی د غور نه وروسته یوه پریکړه وکړی.

په دی توګه سره له دی، چی مومند بابا خپل جوړ کړی لیک دود په پاخه او علمی منطق بنسټ کړی دی، خو بیا هم د فکری استبداد پلوی نه کوی او هیڅکله یی په دی لیاره کی د خپل ستر اداری او سیاسی قدرت نه کار ندی اخستی، بلکه د پخوانه له ډیرو کسانو سره یی مصلحت  پری کړی او هم یی غوښتل چی د پوهانو یوه ډله پری غور وکړی او پری تصمیم ونیسی.

د استاد رفیع د لیکنی ختم.

دا سلسله دوام لری.

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم، مومند بابا -۶مه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.