د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د خلکو پر ژوند د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، افغانستان د هغو ۲۲ هېوادونو په لېست کې دی چې له لوږې سره مخ دي.
“افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون په وړاندې شپږم زیانګالی هېواد دی.ضياالدين صافی
په افغانستان کې د ملګروملتونو د دې ادارې مرستیال ویاند، ضیاالدین صافي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د اقلیمي بدلون له امله په هېواد کې لوږه زیاته شوې ده.
د صافي په خبره، پرلهپسې وچکالیو او د اقلیم د کړکېچ په پایله کې د سېلابونو زیاتوالي، د افغانستان ټول ولایتونه اغېزمن کړي دي.
نوموړی وايي: “افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون په وړاندې شپږم زیانګالی هېواد دی. په ټول هېواد کې د خراب اقلیم اغېزو ټولې ټولنې له نهیلۍ او لوږې سره مخامخ کړي دي. سېلابونه او وچکالۍ دواړه زیات شوي او د هېواد هر ولایت سږ کال د اقلیم له کړکېچ څخه اغېزمن شوی دی. یوازې سږکال د سېلابونو له امله تر ۱۶۰زرو ډېر کسان اغېزمن شوي دي. شاوخوا ۲۰ زره کورونه او زرګونه هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.”
دغهراز نوموړي زياته کړه: “له بدهمرغه، د تمویل کموالي د خوړو نړیوال پروګرام دې ته اړ کړ، چې د انعطاف پروژې نږدې یو پر درېیمه برخه ودروي، د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو، د غذايي موادو ودې او پر بشري مرستو د تکیې کمولو لپاره ټولنې له مهمو اساسي بنسټونو بېبرخې کوي.”
د اقلیم بدلون په افغانستان کې ډېری کروندګر او بڼوال اغېزمن کړي او په کلیوالو سیمو کې چې خلک یې تر ډېره پر کرنه او بڼوالۍ ډېر متکي دي، د خوراکي توکو سرچینې کمې کړي او پر زیانګالو کورنیو یې فشارونه زیات کړي دي.
“هغه څه چې مهم دي دا دي، چې په هېواد کې د اقلیمي بدلون د اغېزو په وړاندې د مقابلې لپاره یوه سمه تګلاره ولرونجيبالله سديد
د وچکالۍ او د اوبو د سرچینو د کمښت ترڅنګ، سېلابونه، مرګونې زلزلې او سخت توفانونه په افغانستان کې د اقلیم د بدلون نورې پایلې دي چې خلک یې بې زیانه نهدي پرېښي.
د اوبو د چارو د تنظیم او چاپېریال ساتنې یو متخصص نجیبالله سدید وايي، د اقلیمي بدلون له منفي اغېزو د خوندیتوب لپاره باید یوه ګټوره تګلاره خپله شي.
هغه وايي: “هغه څه چې مهم دي دا دي، چې په هېواد کې د اقلیمي بدلون د اغېزو په وړاندې د مقابلې لپاره یوه سمه تګلاره ولرو. تر ټولو مهمه دا ده چې دغه تګلارې عملي شي، موږ لا هم د اقلیمي بدلون په وړاندې د مقابلې لپاره هراړخیزه پالیسي نهلرو. هیلهمن یم هغه څه چې د جمهوریت پر مهال ورباندې لږ کار شوی و، د وروستیو کلونو شرایطو ته په پام پراختیا ومومي، ځکه تازه ارقام او نوي معلومات لرو.”
د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو په ژورو څاګانو کې د اوبو پر وچېدو او کمېدو اندېښنه وښودل شوه
په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو په اړه د اندېښنو په دوام، د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق (یونېسف) خبرداری ورکړی، چې کابل به تر ۲۰۳۰م کاله پورې د اوبو له سخت کمښت سره مخ شي.
د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې په تېره زمري/ اسد میاشت کې ویلي وو، چې په افغانستان کې ۲۱ ميلیونه خلک د اقلیمي بدلون له امله د څښاک له پاکو اوبو بېبرخې دي.
یونېسف وايي، په کابل کې تر ځمکې لاندې اوبو د کچې د پام وړ کمښت یو لامل د اقلیمي بدلون منفي اغېزې دي.
ازادی رادیو
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.