ستنې شوې شېبې

عبدالوکیل سوله مل

194

نه پوهېږم ولې مې دباندې لیدلو ته تلوسه شي !؟ له څوکۍ پاڅېږم، د کوټې کړکۍ پرانېزم، بهر وگورم، وينم چې د لمر تودې وړانگې لکه تود طلايي څادر په ټول ماحول پلنې دي، نری باد هم وزرې پرانېستي دي، په ټولو شيانو  لاس را کاږي، د باد له نرمو څپو نه د ونو او بوټو له ښورېدا يوه نرمه خوبولې موسيقي اورېدله کېږي. کړکۍ نوره هم پراخوم. په لوی سړک کې ډله – ډله زلمي او پېغلې  روانې دي، هلکان د سترگو څر کوي، نجونې خپل اوربلونه غورځوي او د مستو آسانو د نالونو د ټکهاپه څېر  بي د اوږدو بوټانوکړپا خیزي.

 له کړکۍ د کوټې منځته بېرته راګرځم، د لوست تنده مې راپاریږي ،د کتابونو المارۍ ته مخامخ درېږم، ېو ېو کتاب اړوم رااړوم ،غواړم کتاب ولولم، د کتاب په غوراوي فکر کوم. نه پوهېږم ولې مې له تاریخ پرته نورو پیړو او څوټوکیزه کتابونو لوستلو ته زړه تنګیږي. خو عجیبه ده نن مې د مارسل پروست (د ورک شوي زمان په لټه) پنډ ناول  لوست  ځانته راکاږي. . لومړی ټوک یې را واخلم، لوستل يې پیل کړم، خولا مې څو پاڼې لوستی نه وي ،چې خوب را باندې غلبه وکړي او که چرت کې لاړ شم. د کتاب د لوست لړۍ مې وشلیږي ، ناببره لکه لوی بم چې وچوي،  ګړز شي او ما له درانه خوب اوچرته را وباسي.  سترګې پرانېزم،  چارچاپیره وګورم، خونه تیارې نیولې وي. ودرېږم، د کوټې له منځه آسمان ته وګورم، آسمان هم تیارې او لړو نیولی وي. هک پک شم، له ویرې مې خوله وازه پاتې شي. ورېږدم، له ځانه سره ووایم:

دا څنګه؟ دومره زر شپه شوې ده! ـ

کتاب په لاس کې ونیسم:

ـ ما خو ټولې درې پاڼې هم نه دي لوستي، دومره لویه ورځ څنګه په منډه تېره شوه؟ روښنايي څنګه په ځغاسته په تورتم او تیاره واوښته؟ ورځ څنګه د سترګو په رپ کې شپې ته لار ورکړه؟ فکر نه کوم چې خوب او که چرت به مې نیمه ګړۍ هم نیولي وي!

له ځان سره کرم ریبم، سودا رالویدلې ده، دې معجزې ته ګوته پرغاښ یم، څنګه زر دومره له ځانه پردی شوی یم؟ له ځانه پوښتم:

ـ څو بجې دي؟ زه خو په ورځ کې چېرې هم دومره نه یم بیده شوی او نه مې هم دومره اوږد چرت کله وهلی دی. کله چې مې د کتاب لوستل پيلول ټکنده غرمه او یوه بجه وه. سترګې ومږم، بیا دباندې وګورم:

ـ دا خو تکه توره تیاره او نیمه شپه ده.  آسمان لړو پوښلی دی. ستوري نه ښکاري،

په دېوال کې را ځوړند ساعت ته سترګې ونیسم، خوله مې وازه پاتې شي، سترګې مې ټېغې راووځي، ستنه ولاړه ده، ټکهار یې نه خيژي، ور نږدې شم، سر ور وړاندې کړم، نور هم ورته ځیر شم، سودا مې لا زیاته شي، ځکه د ساعت ستنه نه یوازې دا چې ځای پر ځای ولاړه ده، ګړۍ هم شاته تللې ده، عجیبه ده، نه پوهیږم ولې، سربداله شم او اندېښنې مې واخلي، بیا له ځانه وپوښتم:

ایا زمان شاته هم ځي؟ څنګه شوني ده چې ناببره او د سترګو په رپ کې دې ورځ په شپه واوړي؟ ـ

دزمان بدلون  او شاته تګ مې د زمان په باب ټوله فلسفي پوهه او ددوي د پنځونکو : (سقراط ،  ارسطو ، اپلاطون ، هيګل ، کانت ، هایدګر …….) نظریات پر ماغزو بوج راوړي ، له ځان سره ووایم :

ــ له  له (لاسه تللي زمان ) وروسته به هرومرو د کانت  ( نقد عقل محض ) او د هایدګر ( زمان او هستي ) لولم .

د ساعت په بطرۍ فکر وکړم، زر رایاد شي:

هغه خو مې همدا نن سهار راونیوه، خو څوک پوهېږي که دوکاندار زړه بطرۍ را باندې پلورلي وي؟!

دوکاندار مې مخې ته راشین شي:

نه هغه په هغه سپينه ږیره کله ناچله شیان پلورلی شي؟ ـ

خو پخبله خبره بېرته شکمن شم او ټول هغه ټګمار ، ظالم ، مستبد ږېرور حاجیان ، امیران ، پاچاهان  او د مذهبي کوندونو مشران مې مخ ته راشنه   شي ، چې د دوکو ، استبداد ، ظلم  او جګړوپر کیسو ېې تاریخونه ډک دي .

له ځانه وپوښتم:

ـ له کومه ځایه وپوهېږم چې څو بجې دي؟ ما چې کتاب لوست، مېرمن مې د تلویزیون په ننداره وه، زوی مې هم په کمپیوټر کې د کوچنیانو لوبې لیدلې. لور مې هم د نانځکو په لوبو بوخته وه، سپينه پيشو، د څوکۍ په څنگ کې د مچانو او جولاگک تارونو او حرکت ته ځير وه، غوږونه څک ونیسم، د ټلویزیون غږ نه راځي، د زوی چیغې او خندا هم چې د لوبوپروخت یې وهي نه اورم. د لېوني او سودایي په څېر په لوړ غږ مېرمن ته غږ کړم:

پلوشې!

هېڅ غږ وانه ورم. زوی ته چیغه کړم:

انوره!

شک راولويږي، تیاره ده، خو شپه نه ده، که شپه وای څنګه مې مېرمن د خوب کوټې ته په دې نیمه شپه کې نه ده راستنه شوې؟

هېڅ غبرګون ونه وینم، اندېښنه راولویږي، سپک راپاڅم، کتاب پخپل حال پرانیستی پرېږدم، د ناستي خونې ته چابک ورننووځم، مېرمن مې په کوچ کې پرته ده، تلویزیون چالان دی خو ددې سترګې پټې دي. خندا راشي، په ولي یې لاس کېږدم، لکه ساه یې چې وتلي وي، هیڅ ونه ښوري. په تندي مې مړې خولې را ماتې شي، وار وپار مې خطا شي، له غوسې چیغه کړم:

پلوشې، پلوشې، پلوشې!

اړوم را راړوم ېې ، لا هم بې هوښه او بیده وي، بلا پوښتنې مې سرکې راوټوکېږي، شک راولویږي:

نه چې له ما یې په پټه هغه اپین نه وي خوړلی چې زه یې کله د وچ ټوخي لپاره کاروم.

زر پخلنځي ته لاړشم، اپین پخپل ځای او نه وي کنډو شوی، بېرته راوګرځم، ډز و غپ بیا واچوم، پخپل ټول توان پرته له دې چې د ګاونډیانو د خوب پروا او خیال وساتم، چیغې جوړې کړم:

پلوشې، پلوشې، پلوشې! ـ

خو مېرمن مې لکه یخ لرګی پرته وي، سترګې یې نه ښوري، ناببره کلمه تېره کړم:

لااله الاالله محمدالرسول الله!

پرته له دې چې وپوهېږم مړه ده که ژوندۍ، په چیغو، چیغو وژاړم. خو زر مې د هغې د لاس رګونو ته ور پام شي، لکه ډاکتر چې یم، د لاس په رګونو یې ګوتې کېږدم، غوږ ونیسم، ټکان یې واورم، سینې ته یې هم سر ور ټیټ کړم، د زړه درزا اوخرهاری یې هم واورم. حواس مې بېرته راټول شي. ډاډ حاصل کړم چې ژوندۍ ده، شکر وکاږم. د زوی خونې ته سر ور ننباسم، زوی مې کمپيوټر لګولی پریښی، موږک يې په لاس کې ټینګ نیولی دی، د مور په څېر دی هم په درانه خوب ویده دی، سر یې دیخوا اخوا واړوم را واړوم، نه ښوري ، هېڅ غبرګون ونه ګورم، چیغه کړم:

انوره، انوره، انوره!

سر یې سینې پورې ونښلوم، د زړه ټکان یې واورم،  د مرګ اندېښنه یې له مغزو وکاږم، ځان بېرته را ټول کړم. پخپل حال یې همداسې بیده پرېږدم. کوچنۍ لور ته هم ور وګرځم، هغه هم په خواږه خوب بیده ده، ګوډۍ یې څنګ ته ایښې ده، په سر یې لاس راکاږم، په ستوني یې ګوتې کېږدم، ټکان یې واورم. زړه مې له دې هم راټول شي. ښه شېبه یې خوا کې ودرېږم. سودا مې نور هم پسې واخلي، ناببره دباندې راووځم، په دهلېز کې لکه لېونی په چیغو سر شم

که کوم ګاونډی راووځي. خو لکه ټول چې زما د مېرمن ،زوی او لور په څېر په درانده خوب بیده اوسي، له هیچا غږ و غوږ وانه ورېدل شي. زر لاندې پوړ ته ښکته شم. د لوی څو پوړیزې ودانۍ له لوېی دروازې کوڅې ته راووځم. کوڅه له خلکو ډکه وي. خوعجیبه ده خلک ټول په ولاړه خوب وړي دي او لکه مړي له ځایه نه ښوري، خو عجيبه ده څو تنه چې روان دي، سرونه یې شاته اوښتي دي، مخ په شا روان دي. په تن مې لړزه ګډه شي، ویره مې واخلي، داسې یم لکه په لویه هدیره کې چې يوازې روان یم. له پښو مې ساه ووځي، په وجود مې ته وا سرې تبې ونیوم ساړه ننوځي. په چیغو، چیغو وژاړم ـ خو پوهېږم چې په لار او کورونو کې شته وګړي ټول په درانه خوب بیده دي. او هغوی چې مخ په شاه روان دي او سرونه یې شاته تاو شوي، کاڼه دي، هېڅ خبره نه اوري.

 د مېرمن خونې   او بیا زوی ته سر بیا ورښکاره کړم. دوی لا هم له ځایه نه ښوري، بيا د خوب خونې ته راوګرځم، دیوالي ګړۍ ته وګورم، د ساعت ستنه لا هم نه ښوري او ځای پرځای ولاړه ده. زمان درېدلی دی. کړکۍ ته راشم، سر دباندې وباسم، پاس آسمان ته وګورم که د کوم ستوري د رڼا څرک راڅرګند شي، خو آسمان هماغه شان تیاره او لړو نیولی دی.

له کړکۍ راوګرځم، په کور کې د شپې دوربین په لټه شم، ويې موم، کړکۍ ته ودرېږم، سترګو ته یې ونیسم، لیرې پورې غاړه په لویه هدیره کې څوک نه ښکاري ــ خو هدیره  دومره پراخه او دومره نوې بې شمېره قبرونه کیندل شوي ، ته به واېې هیڅوک ژوندی نه دی پاتې  او ټول مړه شوي دي . خوا مې را وګرځي، مخ مې لکه مچۍ یې چې وچیچي، سور را واوړي، وپړسېږي. زر تشناب ته منډه کړم. مخ ته شړپ یخې اوبه واچوم، بېرته را وګرځم، هندارې ته ودرېږم، هک پک شم، ځان ونه پېژنم لکه زه چې نه یم، د مخ غوښه مې توږلې وي، د سترګو کسي مې ننوتي وي. رنګ مې سپین را اوښتی وي. داسې یم لکه پخپلو سترګو چې خپل مړی وینم. غواړم د مېرمنې خوا ته ورشم، خو چې ګورم، پښې مې بوډۍ ونیوې، له پښو مې ساه ووته، غږ مې په ستوني کې وچ شو، په سترګو مې تیاره ده، نږدې ده چې ړوند شم، په غوږونو کې مې هم بنګاری جوړ شي، ځمکه را باندې وڅرخي، ځای پرځای کښېنم او ډېر زر د هغو قطار ته ورګډ شم چې په ژوندوني مړه دي.

د کړکۍ لاندې د سړک په سر  يو دروند غږ لکه بم چې وچوي  واورم، وریږدم ، ټکان وخورم، ځانته مې فکر شي، د فکر تنابونه مې يو دم وشلېږي. بيا سړک او لارويو ته زير شم. لاروي هماغه شان ځای پر ځای وېده دي، خو هغوی  چې ښوري او روان دي پر څلورو دي او شاته  منډې وهي . . د باد څپه ورو – ورو بوټو  او ونو ته ناز ورکوي، زه بېرته له کړکۍ را ليري کېږم ، خپلې څوکي ته راځم. اندېښنې مې واخلي او بیرته مې د سبا غم په خېالونو او خوبونو کې لاهو کړي.

لندن – انګلستان

۲۰۲۱د اګست ۱۷

یو بام او دوه هوا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.