امريکا، پاکستان، کرزی، عبدالله او امارت ټول په ګډه د روان وضعيت عام وتام مسؤول دي

سيد حسين پاچا

178

خليلزاد (امريکا) + باجوه (پاکستان) + کرزی و عبدالله او اسلامي امارت هم ټول په ګډه د روان وضعيت عام وتام مسؤول دي

جنرال مک ماسټر ولو که په خټه عيسوي دی، خو زموږ له ډېرو اسلامي دعوه ګرو خپل ضمير او وجدان ته له اخلاقي پلوه پاک دی

خليلزاده، غل هېڅکله نه قانع کيږي چې ما غلا کړې ده، خو ته تر قيامته د دې مردارې دوه مخې او له تربګنۍ ډکې معاملې لومړی خدای (ج) او رسول (ص)، بيا خپل شيطاني ناولي وجدان، بيا افغانانو او هم امريکايانو ته ذمه وار يې. څلور خبرې دې رامخته کړې او سر ته دې ونه رسولې. دا کړي او پرېښږدلي مواد غايطه دې پاک کړه چې ټوله نړۍ يې له بوي نه تنګه ده

نوټ : موږ بيا هم په دې پرمختللي عصر کې چې په نړۍ کې هېوادونه او وچې له وچو سره د ساينس (پوهې) او تېکنالوژۍ په ډګر کې سيالي کوي او په دې هڅه کې دي چې يو له بله مخته او ځان ژوندی وساتي، خو موږ لا د مُلايانو او چړيانو له لاسه اداره کيږو. خلک مخته روان دي او موږ شا ته. افغانستان په لوی لاس د وينسټن چرچيل له وصاياو سره سم مديريت کيږي. د دين په جامه کې د دين دعوه ګرو نګه اسارت، غصب او بربريت شروع کړی دی. د حديث له مخې خو ((ارحموا من في الأرض يرحمکم من في السماء)) خو هبت الله دا حکم هم په ډېرې سپين سترګۍ سره تر پښو لاندې کړی او رحم پکې هډو نشته، کنه يو څوک چې د يو مؤمن، مسلمان او عالم په توګه پر خدای، رسول او قيامت باور لري، نو هغه نه شي کولی چې له چا نه د دوی د زده کړو، د کار او د ساينس (پوهې) زده کولو حق واخلي. له ديني اړخه موږ د جومات په جوړولو مکلف نه، بلکې په لمانځه کولو مکلف يو، نو د مدارسو په جوړولو به څنګه شي؟ د مدرسې جنګ له ښوونځي سره دی. اسلامي امارت او مشرتابه يې د خليلزاد په شمول د راتلونکو ټکرونو او تشنجونو عام وتام مسؤول او ذمه وار دي. راتلونکي نسلونه او ځوان قشر بايد هېڅکله خليلزاد او امارت ونه بښي.

غاصب او ظالم هبت الله له نجونو د زده کړې، له مېرمنو د کار او هم له خلکو د کار او ژوند حق اخېستی، نو ځکه خلک ترې تښتي

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۹ مه)

د افغانستان لپاره د امريکا پخواني استازي زلمي خليلزاد د تېر حکومت د چارواکو د انتقاد په ځواب کې غبرګون څرګند کړ، ويې ويل چې د افغانستان د جمهوري حکومت د پرزېدو علت امريکا او د هغه استازی نه وو.

ده د سې شنبې په ورځ وويل چې د افغانستان حکومت ځکه ړنګ شو چې مشرانو يې «نه په جګړه کې ښه وو، نه په خبرو اترو کې، او نه د هېواد اداره کې.»

د افغانستان د پخواني حکومت اکثره چارواکي د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد د نظام د ړنګېدو او د طالبانو د بيا واک ته رسېدو عامل ګڼي.

په وروستيو ورځو کې د پخواني حکومت مرستيال ولسمشر امرالله صالح په يوه ټويټ کې وليکل: «خليلزاد او د امريکا سفارت ته دنده ورکړل شوې وه چې د جمهوريت پرضد د تبليغاتو په تمويل سره د خلکو افکار ګډوډ او خراب کړي.»

داسې ښکاري چې د خليلزاد اشاره هم د امرالله صالح دې توند انتقاد ته ځواب وي. د امريکا پخواني سفير پرته له دې چې د کوم ځانګړي پخواني چارواکي نوم واخلي، وليکل: «د جمهوريت مشران او د هغوی خدمتګاران امريکا او ما ملامتوي چې زما له کبله يې واک له لاسه ورکړی.»

خو د هغه په وينا، «د افغانستان جمهوريت ځکه ړنګ شو چې پرته له څو استثناوو، مشران يې په حکومت کولو کې بد، په خبرو اترو کې بد او په جګړه کې بد وو..»

خليلزاد وويل چې د پخواني حکومت مشران د افغانستان «طلايي فرصت له منځه يووړ.»

د امريکا پخواني استازي د افغانستان د پخواني حکومت له مشرانو وغوښتل چې پر نورو د تور لګولو پر ځای، «پخپل مخونه په هېنداره کې وګوري چې څوک ورته ملامت ښکاري.»

***           ***           ***

هيله ميډيا

د امريکا د ملي امنيت شوری پخوانی سلاکار مک ماسټر وايی چې ((پخواني ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله له خليلزاد سره په شريکه د طالبانو د منلو په توطيې (دسيسه) کې لاس يو کړ او له دې کار څخه هدف (موخه) دا وه چې له طالبانو سره د قدرت شريکولو توافق يوه برخه به وګرځي.))

د نوموړي په وينا د افغانستان په سياسي مشرانو کې اختلاف د دې لامل شو چې د طالبانو واکمنېدو ته لار هواره شي، خو طالبان اوس حاضر نه دي چې حامد کرزي او ډاکټر عبدالله ته په واک کې برخه ورکړي او ان د روان وضعيت په اړه ((د ازاد نظر څرګندولو حق هم ترې اخېستل شوی دی.))

تېره ورځ د جمهوري دولت لومړي مرستيال امرالله صالح هم په پخوانيو سياسينو ته چې اشاره يې عبدالله او کرزي ته وه وويل ((طالبانو ته د لابي په بدل کې له بې عزتۍ او ذلت پرته تاسې ته څه درکړل شول؟ او اوس ان د روان وضعيت په اړه ازاد نظر هم نه شئ څرګندولی.

بله خوا ستانکزی بيا وايی چې د عدالت د تأمين پرته خلک له هېواده تښتي. د طالبانو د بهرنيو چارو د وزارت سياسي مرستيال په کابل کې په يوه غونډه کې وويل چې ((د طالبان د نظام دوام په ټولنه کې د عدالت د تأمين پورې اړه لري.))

عباس ستانکزي وويل په کومه ټولنه کې چې ((عدالت تأمين نه وي او فساد او ګډوډي پکې وي، نو خلک پر داسې نظام باور نه کوي او له هېواده تښتي.))

 دغه طالب چارواکي د شنبې د ورځې د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ته د ستراتيژيکو مطالعاتو په انستيتوت کې وويل :

((په کومه ټولنه کې چې عدالت نه وي پلی شوی او خلکو ته د انسان او مسلمان په شان مساوي حقوق نه وي ورکړل شوي خلک نظام خپل نه ګڼي او له هېواده تښتي.))

ستانکزي دا هم ويلي چې ((افغانانو تل د جګړې په ډګر کې برياوې ترلاسه کړي، خو په سياست کې ناکام شوي دي.))

هغه ټينګار وکړ چې ((که دوی خپل مسؤوليتونه په سمه توګه ترسره نه کړي او يو باثاته او تلپاتې نظام جوړ نه کړي، نو دوی به خدای او د تېرو شلو کلونو شهيدانو ته حساب ورکړي.))

‘Disastrous’ – General HR McMaster slams US Afghan Policy at the Union

https://theoxfordblue.co.uk/disastrous-general-hr-mcmaster-slams-us-afghan-policy-at-the-union/

دکتور افراسياب خټک زبردست ليکچر – پر افغانستان او پاکستان د امريکا لوبې

https://www.youtube.com/watch?v=x1hxZdflMt4&t=133s

هيله ده چې ګران لوستونکي د ښاغلي افراسياب خټک وينا په غور واوري.

https://www.theguardian.com/world/2015/feb/13/pervez-musharraf-pakistan-india-proxies-afghanistan-ghani-taliban

Musharraf: Pakistan and India’s backing for ‘proxies’ in Afghanistan must top

In interview with the Guardian, former Pakistan president voices his support for Ashraf Ghani and hints that he cultivated the Taliban

Pervez Musharraf, the former Pakistani military ruler accused of sheltering and supporting the Taliban after 2001, has called for an end to the backing of militant “proxies” in Afghanistan.

In an interview with the Guardian, Musharraf admitted that when he was in power, Pakistan sought to undermine the government of former Afghan president Hamid Karzai because Karzai had “helped India stab Pakistan in the back”. But now the time had come to “totally cooperate” with Ashraf Ghani, the Afghan president since September, who Musharraf believes is “the last hope for peace in the region”.

“In President Karzai’s times, yes, indeed, he was damaging Pakistan and therefore we were working against his interest. Obviously, we had to protect our own interest,” Musharraf said. “But now President Ashraf Ghani has come, and he is trying to restore balance in Afghanistan. We must totally cooperate with him.”

‘We have sided with the Taliban against the Afghan government’. That was how H.R McMaster, a retired three star general and former United States National Security Advisor described recent developments in the war in Afghanistan during his address to the Union on Monday.

McMaster, who is a highly respected veteran of the Gulf and Iraq Wars, and a former deputy to the commander of the International Security Assistance Force in Afghanistan (ISAF), left his post as National Security Advisor in April 2018 over fundamental policy disagreements with the President. On Monday, he addressed the situation in Afghanistan in the wake of an unprecedented peace agreement signed between the US and the Taliban in February of this year, which has been followed by ongoing power-sharing negotiations between the Taliban and Afghan government.

‘We have put the Afghan government in an impossible situation’. ‘It’s disastrous.’ Far from praising the peace progress, it was clear McMaster views the current US approach as an admission of defeat, not to mention a betrayal of the Afghan people.

خليلزاده! که مرې او چوې، خو ته به د دغه پورته خبرې سپيناوی ورکړې. تا په لوی لاس همغسې د بُن معامله کړې ده چې هلته مو جمعيت رامخته او حزب اسلامي و طالبان شا ته کړل او جنګ مو پرې وروتپه. ارګ مو رباني او مسعود ته پرېښووه او دې نورو ته مو ټوپک په لاس ورکړ او جنګ ته مو وهڅول. ځکه خو رباني ويل چې ((يوه مرغانچه هم حکمتيار ته نه ورکوم.))

دا ځل دې طالبان يوه مخالفه ډله چې د پاکستان نيابتي جګړه يې مخته وړل د باجوه (پاکستان) په خوښه بيرته واک ته راوستل او حکومت دې بې ارزښته او بې اعتباره او له پامه وغورځولو. دا انسان لکه چې په ګرده نړۍ کې يوازې ته خبيث او ابليس يې او دا ټول افغانان او ګرده نړۍ درته هسې مسې ساده ګان او شوده ګان درته برېښي که څنګه؟

دا کړې ګنده ګي (غايطه مواد) دې په سمه او معقوله توګه پاک کړه. د دې ولس زغم او حوصله نوره مه ازمايه. خدای مه کړه چې هغه وخت راشي چې بيا به دې دا ولس دا کړي غايطه بوين مواد بيرته په خوله درننه باسي او په دا مخ به يې دروتپي او غم مه کوه چې دا وخت راتلونکی دی. ستا مخ په افغانستان او امريکا دواړو کې تور دی او اوس دې هم وخت دی چې په ښه شان يې پاک کړې.

ګران هېوادوال پوه او ګواه دي له کله راهيسې چې خليلزاد راننوتی، نو افغانستان او افغانانو بيا ښه ورځ ليدلې نه ده. د آواره ګۍ، جنګ جګړو له پيله راواخله تر جمهوريت او د نننۍ واکمنې ادارې د مخکېنۍ او اوسنۍ دواړو پيرو پورې چې کله به يې زموږ جهادي مشران رېګن ته لکه رمه مخکې کړي وو او کله يو ته شيطانت او کله بل ته شيطانت بله دنده يې نه وه، بلکې دا يې يو خوي بوي او عادت ګرځېدلی وو او زړه يې ښارخ کولو چې يو څوک د ولسمشر محمد اشرف غني پر وړاندې ونه لمسوي.

غني خو د ده په رګ رګ له بيروته پوهېده او زهر به يې نه چلېدل، خو له بده مرغه چې اخر کرزی او عبدالله يې له دننه د لاسا او درېواړو په ګډه سره لاس ورکړ او هغه يې د نظام له دننه کمزوری او حکومت يې کاواکه کړ. دوحې ته د کسانو په انتخاب او ټاکلو کې هم ستا پراخ رول وو چې حکومت کمزوری او

ولقد اتينا ابراهيم رُشده من قبل وکنّا به عالمين [الأنبياء : ۵۱]

رشد دوه شيان له ځان سره رانغاړي :

ښه شخصيت  manner character

فکري شخصيت  intellectual character

الله تعالی په ابراهيم (ع) کې دغه دواړه خصوصيته اېښي وو او الله تعالی پرې پوهېده چې هغه د يقين او د ايمان څښتن دی. مؤحد دی او له الله تعالی سره سيال څوک نه ګڼي.

ګرانه خليلزاده،

زموږ د دې روانې اکتوبر مياشتې د تېرې يوه نۍ [يکشنبې] پر ورځ د تفسير الکشاف زمحشري په درس کې په سورة الجن کې د مکې د هغه وخت د قريشو او مشرکينو د سفاهت پورې خبره راغله چې رب العالمين په دې سره د مکې قريش ننګوي چې تاسې له هغه جنياتو هم بدتر ياست چې هغوی پر خپله لاره تلل او تېرېدل او پېغمبر صلی الله عليه وسلم د سبا په لمانځه کې سورة الجن ويلو او دوی ناګهاني واورېده، نو ورته ودرېدل، حيران شول او ډېر تأثير يې پرې وکړ. سره له دې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم انسانانو ته استول شوی، خو الهي کلام چې د انسانانو د هدايت لپاره استول شوی پر دوی هم ډېر تاثير وکړ او ژمنه يې وکړه چې موږ بيرته خپل قوم ته ستانه شول، نو موږ به دوی هم خبرو کړو او سملاسي يې هملته پرې ايمان راوړ او منښته يې وکړه چې موږ خو په غلطه يو او بېلارې شوي يو.

ای د مکې قريشو، تاسې ته مې ستاسې له مينځه ستاسې له خپل قوم او ټبره ستاسې پر ژبه خپل د لارښوونې کتاب درولېږه چې تاسې يې ومنئ او له بېلارۍ راوګرځئ، خو تاسې نه يوازې دا چې سوچ وکړئ او ويې منئ، بلکې انکار مو ترې وکړ او سرکښي مو غوره کړه، نو تاسې له جنياتو هم ناپوه ياست چې هغوی تش په اورېدو سره خپله غلطي او بېلاري درک کړه او تاسې يې نه شئ درک کولی. الله تعالی په دې سره پېغمبر صلی الله عليه وسلم ته ډاډ (تسليت) ورکوي چې ته مه خپه کېږه. دا چې ته ورته څه وايی دوی د هغه پسې نه ګرځي، بلکې په تا پسې ګرځي او تا ته اذيت درسوي. دوی پوهيږي چې دا خبرې موږ ته دی [تاسې] کوي/کوئ او ته يې زما له لورې دوی ته رسوې.

همدېته ورته په سورة السباء کې بلقيس هم چې کله له سليمان عليه السلام سره درک کړه چې په خطا کې ده، نو په زغرده يې وويل چې،

((رَبِّ اني ظلمت نفسي واسلمت مع سليمان لله رب العالمين)) [النمل : ۴۴]

ګرانه ته په دې اوتوبوتو ځان نه شې خلاصولی چې د نظام ړنګولو کې ستا لاس نه وو.

ته په دې ځان مه خلاصوه او نه خلاصېدای شې.

د ثبوت په توګه ته پر يو سپي چېرته ګوزار وکړه چې هغه پخپلو لوبو لګيا وي او يا هسې بې پامه چېرته ولاړ وي، نو هغه ستا د ګوزار پسې نه زغلي، بلکې هغه عامل د هغه ګوزار پسې څرک وهي او هغه اړخ او لوری يې د خپلې شامې حس له ليارې دا پته لګوي چې له کوم لورې او اړخه راغلی او خپل مدعي پيدا کوي چې چا راباندې ګوزار وکړ او هغه که خبرې کولی نه شي، خو دومره توان او حس (شعور) الله تعالی ورکړی چې د يو حيوان په توګه خپل مدعي د ګوزار څښتن انسان پيدا او خوله پرې ولګوي.

نو ګرانه،

موږ هم اخر انسانان يو. له هغه حيوان چې تل د انسان او د انسان د کور ساتنه کوي هم بدتر نه يو او نه دومره راته ټيټ ګوره چې ګوندې ستا د خباثت ډکې کړنې تشخيصولی نه شو او يا يې شننی نه شو. هر څوک په دې پوهېدل چې ستا دا د مکرتوب منډې ترړې باجوه او يوځای بل ته له فرېب او دوکې ډکې نه وي، خو تېروتنه وشوه او ولس په اعتبار کې ووهل شو چې يو ستر عامل يې هم همدا تاسې ياست.

ستا اعلی او سُفلی له ادمه تر قيامته خلاصدای نه شي او ته به له جهادي پيره تر دې دمه د دې ټولو ناخوالو په تېره بيا د طالبانو د تېرې دورې او د اوسنۍ دورې د ټولو کړنو چې نجونې يې له زده کړو بې برخې کړې او ښځې يې له کاره منعه او په کورونو کېنولې او هېواد يې لېشت په لېشت له مدارسو ډک کړ چې د حبيب الله اغا د خپلې منښتې له مخې درې ميليونو شاګردانو ته رسېدلی او لا نورې هم څه د پاسه څلوېښت زره مدارسو جوړولو ته په پام کې لري او دې په څنګ کې يې ښوونخي له يوې مخې وتړل او له مدني عصري علومو، پوهې (ساينس) او تېکنالوژۍ سره يې خپله کرکه او تربګني وښووله او نااعلان شوې جګړې ته يې ملا تړلې ده او ته لا اوس هم وايی چې دا زما ملامتيا نه ده.

د يو مسلمان او افغان په توګه هېڅوک له ديني مدارسو او اسلامي ارزښتونو سره مخالف نه دي، بلکې ستايې، خو ښوونځيو ته له مدارسو کم ونه کتل شي او يو شانته برابر ، بلکې لا زيات ارزښت ورکړل شي، ځکه چې موږ ليک لوست، زده کړې، علم (پوهې/ساينس)، عصري علومو او تېکنالوژۍ ته لا زياته اړتيا (ضرورت) لرو. زموږ د ژوند اتيا برخې تر ساينس (پوهې)، مُډرنو عصري علومو او تېکنالوژۍ پورې اړه لري او ټول ژوند مو پر همدې متکي دي. فقه او اسلامي علوم د ټولنې شل برخې رانغاړي او هغه هم زموږ د ژوند شخصي اړخ او اخلاقي جوړوي.

که ستا دې روانې لوبه کې خوښه او لاس نه وای، نو د يو مسلمان وافغان موروپلاره زېږېدلي په توګه تا بايد هېڅکله باجوه (پاکستان) ته دا موقع په لاس ورکړی نه وای چې دا دی نن يې د سر په سترګو ګورو چې نه دې پر باجوه لاس رسيږي او نه پر امريکا او ملګرو يې او ملت ته سپکه وړۍ شوې. تا د باوجوه (پاکستان) او د ضياء الحق هغې زړه تګلارې ته لا پسې وده ورکړه او مضبوطه دې کړه چې،

  • د افغانستان د جهاد نګراني تل د پاکستان په لاس کې وي.
  • پاکستان د خپلو ارزوګانو په خلاف هېڅکله يو خپلسری افغانستان په خپل ګاونډ کې زغملی نه شي.
  • “The water must boil at the right temperature” is a quote attributed to General Zia-ul-Haq. He is said to have made water boil in Afghanistan, Kashmir, and Balochistan. The quote continues, “You cannot confine water. It is in the nature of water to find its own way”.

  • مونږ خو دا ګڼله چې افغانستان به د پاکستان لکه د پينځمې صوبې په شکل وي. مونږ به د يو ښه ګاونډي هېواد په توګه له دې سيمې هر ډول ګټه اخېستلای شو او دا جغرافيا به کله هم زموږنږ په خلاف بيا استعماله نه شي او نه به هم د پاکستان دښمن دلته د پښې کېښودو د ځای پيدا کولو جوګه، خو دا هر څه يو خوب شول او مونږ په تش ميدان پاتې شو.
  • هغه کارونه چې مونږ د افغان کې له ګډونه بايد د پاکستان لپاره کړي وو نه وو شوي. د شوروي په خلاف جګړه کې بايد مونږ ته زمونږ حق راکړی شوی وی، خو مونږ چې ليدل په کابل کې د مجاهدينو له حکومت جوړېدو وروسته هر څه زمونږ له لاسه ووځي.

تا له باجوه سره د پټو نينو او پتاسو په خوړولو سره افغانستان تل د يوې تلپاتې کورنۍ جګړې ته ورټېل وهلی دی چې افغانستان بايد ناارامه او بېثابته وي.

د دې ټولو ناخوالو او جنايتونو سوراغ تا ته هم دررسيږي. دومره ساده هم نه يې چې ګوندې په هېڅ نه پوهېږې، خو تا ته د يو مامور په توګه دنده درکړل شوې وه او خپله دنده دې ترسره کړه او بس. جمهوريت دې ونړولو او طالب دې واک ته راوست او په داسې يوه خامه او باريکه لومه دې تړلی چې اوس يې ورځ تر بلې د کورني، سيمه ييز او نړيوال سياست په ډګر کې د پاتې راتلو نښې نښانې له ورايه څرګنديږي او طالب د داسې يو غيبي مشرتابه په توګه چې تېر ځل هم مرحوم ملا محمد عمر د آی ايس آی د جنرالانو په منګولو کې چې له جنرالانو پرته بل چا ليدلی نه شو او د اوسني هم همدغه حال دی. دا بل يې چې دلته په ارګ ورننه ايستی دی څه حال دی؟

دې خو ويل چې موږ تاسې ته ازادي (خپلواکي) راوړې ده، خو خپلواک خو د ولس په مينځ کې وي او دوی چېرته دي؟

د خدای بېشرمه،

ته خو لږ په دې خپل ګرېوان کې سر کښته کړه چې تا څه وکړل؟

ته خو لږ سوچ وکړه جنرال مک ماسټر چې عيسوي دی او مسلمان هم نه دی دا مني چې،

چې پخواني ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله له خليلزاد سره په شريکه د طالبانو د منلو په توطيې (دسيسه) کې لاس يو کړ او له دې کار څخه هدف (موخه) دا وه چې له طالبانو سره د قدرت شريکولو توافق يوه برخه به وګرځي. د نوموړي په وينا د افغانستان په سياسي مشرانو کې اختلاف د دې لامل شو چې د طالبانو واکمنېدو ته لار هواره شي، خو طالبان اوس حاضر نه دي چې حامد کرزي او ډاکټر عبدالله ته په واک کې برخه ورکړي او ان د روان وضعيت په اړه د ازاد نظر څرګندولو حق هم ترې اخېستل شوی دی.

ښاغليه ،

نو اوس چې ستا او د ښاغلي مک ماسټر McMaster د دواړو خبرې د منښتې او د انکار سړی پرتله کوي، نو له ورايه برېښي چې له تا دوه مخي او شيطانخوي پورې هغه خپل ضمير او وجدان ته پاک دی او له خپل ضمير او وجدان نه – نه روحي نه کړيږي، خو ته له ورايه کړيږې او د خپل ضمير و وجدان په رواني ناروغۍ اخته او سخت کړېږې دا ځکه چې الله تعالی به خامخا يوه ورځ رښتيا (حق) ښکاره کوي او شيطانان به مختوري وي.

ايمان ګورې په سينه د عزازيل کې

چې انصاف او رحم غواړې په وکيل کې

يا بچوړی او يا تيکه وي د مردارې

که نور څه وي يا دانا په خوله د چيړ کې

په مڼه کې نه وي خوند د مړغونې

د کم اصل خواص نه وي په اصيل کې

د نمرود اتش خانه ورته ګلزار شوه

چې کردار د سوولو نه وو په خليل کې

کليم نه دی چې به شي د نيل نه پورې

دا فرعون ملعون به ځي په رودنيل کې

عبدالله د رذيلانو ګاونډي دی

غريبان تښتي له رذيل نه په يو ميل کې

پايله

ګرانه د ولس ازار ډېر بد شی چې د چا پسې شي او هغه بيا هېڅکله په خپل ژوند کې ښه ورځ نه ويني. دا يې له نسلونو او نسلونو وځي.

تا له ښاغلي محمد اشرف غني سره دوکه کړې چې ښاغلی بين سېوان له ارواښاد ډاکټر نجيب الله هغه وخت شوې وه او دا يې هم ويلي چې له اشرف غني سره هوبه هو ورته لوبه روانه ده او ورسره به کيږي. د امريکا د ملي امنيت مشاور مکماسټر هم ويلي او منښته يې کړې ده چې تا ډاکټر عبدالله او کرزي دواړو ته هم دوکه ورکړې ده او هغوی دې هسې د واک په يو خيالي تمه دوکه کړي دي چې دا دې له هغوی دواړه سره هم خيانت او دوکه کړې ده.

ډاکټر عبدالله به اخر هم د دې خبرې وضاحت ورکړي چې ويلي وو : ((.کار خراب شو.)).

ښاغليه خليلزاده،

ته به هم يو وخت راشي او د دې خبرې وضاحت ورکړې چې له پوښتنه شوې وه چې له غني سره به څه کوو؟/څه کيږي؟

نو تا ويلي وو چې ((په هغې کې زموږ (د امريکا) کار نشته. تاسې پوشئ او کار مو.))

په دې خو ښه پوهېږې او سر دې خلاص دی چې پاکستاني جنرالانو په ازره کې د طالبانو د څو لوړ پوړو چارواکيو سره د احمدزيو په جرګه کې څه ويلي وو؟

ولې هغه ژمنه ماته شوه؟

حاجي صاحب دين محمد ژوندی دی. احمدزيو بيا قدير ته مخ ورواړوه او ورته يې وويل چې بس اوس ولايت طالبانو ته وسپاره. ولې ملابورجان په سروبي کې وويشتل شو؟ تا کله هم له نصيرالله بابره وپوښتل چې دا څه دې وکړل؟

ته يو ځلې دې خپل ګرېوان ته سر کښته کړه او ښه سوچ وکړه، چې دا تا څه ملنډې د باجوه (پاکستان) د خوشالولو لپاره په ګرد افغانستان ونه کړې او افغانستان دې په لوی د پنجاب منګولو ته ورکړ او نامشروع پنجابي ښکېلاک ته دې لار هواره کړه چې اوس ورسره دا دی ټول افغانستان لاس وګرېوان دی. سياسي خپلواکي خو يې رانه لا مخکې د حکمتيار د ناپوهۍ او سرتنبه ګۍ له امله اخېستې او غصب کړې وه چې هغه پړه هم تا ته درګرځي او دا دی اوس يې د طالب په مټ هغه له زده کړې هم خلاص کړو او زده کړه يې هم زما ولوټله او ته يې هم د سر په سترګو ګورې.

هسې ځان په دې اوتوبوتو مه تېرباسه چې تا څه نه دي کړي او دا ستا ملامتيا نه ده.

نه، مه په دې ځان مه غولوه او نه خلاصېدای شې او نه دې څوک په دې خبرو پرېږدي او نه پرېښودونکی يې. دا حقيقت به اول و اخر رامينځته کيږي او د خپلو اړونده ناسمو پرېکړو او مسؤوليتونو به ځواب ورکړې چې دا درنه د دې ملت پرېکنده غوښتنه ده او بس.

په درنښت

سيد حسين پاچا

خليلزاد :‌د افغانستان د تېر حکومت چارواکي نه په حکومت پوهېدل، نه په جګړه

https://taand.net/?p=247299

خليلزاد د مخکېني نظام د پرځېدو اصلي لامل پخواني چارواکي ياد کړل

https://www.youtube.com/watch?v=0bhyznNK9ZI

له اشرف غني سره دوکه او د عباس ستانکزي تازه بيان

https://www.youtube.com/watch?v=qMVpz62Idrs

تازه خبر پر اشرف غني او أمرالله صالح د خليلزاد سخت ګوزار

https://www.youtube.com/watch?v=oCo1eGIEEJo&t=1s

زلمی خليلزاد؛ د افغانستان دولت ځکه وپرځېد، چې مشران يې د هېواد په اداره کولو کې بد ول

https://www.youtube.com/watch?v=KKdtgWL9MDs

زده کړه د هر انسان يو مشروع حق دی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.