ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم مومند بابا- اتمه برخه

محمد داؤد مومند

201

د پوهاند ډاکټر زیورالدین زیورد لیکنی لنډیز:

ارواښاد مومند بابا د افغانستان د معاصر تاریخ، ادب. سیاست او اداره کی د یوه درانه ملی مشر، د کلک عزم خاوند، د سیاست د ډګراتل، عسکری جنرال، د توری او قلم خاوند، ټولنپوه، مبتکرلیکوال، پیاوړی خطیب او د شعری قریحی خاوند په توګه پیژندل شوی دی.

مومند بابا ته مبتکرلیکوال ځکه وایی، چی ده د پښتو ژبی د لیک دود او ګرامردپاره له ځانه په علمی توګه د توریو نوی بڼی او نوی تعابیر او تفاسیرمنځ ته را ایستلی دی چی دده ځینی لیکنی له هماغه بڼو او تعبیرونو سره چاپ شوی هم دی.

بابا د پښتو، پښتونولۍ او پښتون د ژوندی کولو په هیله د خپل ستر ولس د ژبی یعنی پښتو د غورځنګ په ډګر کی مسیحایی ونډه او لوی لاس درلوده.

بابا په کندهار کی په ۱۳۱۱ لمریز کال د لمړی ځل دپاره د (پښتوانجمن) جوړ کړ او هلته یی ډیر پښتانه ادیبان او لیکوالان وروزل او لمړنۍ (پښتو مجله) هم د همدی انجمن په څنګ کی خپره شو.

همدا رنګه د (طلوع افغان) ورځپانه چی د استاد حبیبی په مدیریت په فارسی ژبه چلیده د مومند بابا په امر ټوله په پښتو شوه.

په همدی توګه د بابا په امردفتری لیکنی د فارسی نه په پښتو ژبه واوختی.

بابا په کندهار کی د ستر مشر میرویس بابا مقبره چی درانی حکومتونو ورته توجه نه وه کړی، په عالیشانه توګه جوړه کړه، همدا راز یی د میوند په تاریخی ډګر کی د غازی ایوب خان او د میوند د تاریخی جګړی د غازیانو او شهیدانو په یاد یو څلی چی ورته په فارسی ژبه کی (آبده) وایی هم جوړ کړ.

نو ځکه مومند بابا د خپل ستر ولس د ویاړ او افتخار یو سمبول دی.

ارواښاد مومند بابا د پښتو او پښتونولۍ سمبول د پښتو ژبی د سوچه والی او د پښتو د اصلی لغتونو د کارونی او تعمیم کلک ملګری او مشوق وه. بابا په خپلو لیکونو، ویلو، مرکو او وینا ګانو کی دی اصل ته کلکه پاملرنه لرله.

مومند بابا به ویل: که له ژبی سره بی پروایی وشی او پردی لغتونه په کی بی ضرورته استعمال شی، نو هیڅکله ژبه شتمنه کیدای نشی، نو په دی بڼه یی زیار وویست چی پښتو ژبه پوهنیزه، سوچه، کره، نږه او معیاری شی.

که کوم وګړی به د وزیر بابا په حضور کی د کومی بلی ژبی لغت وکاراوه، نو وزیر بابا به ورته وویل:(روکیه پوه نشوم څنګه؟)

څو چی هغه سړی به په خپلی اشتباه ته متوجه شو او خپله وینا به یی سمه کړه. نو مومند بابا ورته په درانه ږغ وویل:(خدای درسره ښه وکړی، اوس دی به خبره پوه شوم.)

بابا زیار ایستلی چی په پشتو ژبه کی نوی کلمات هم را مینځته کړی، چی په دی برخه کی یی پوره لاس درلود.

د مثال په توګه الوتکه، ایرنۍ (خاکستردانی)، اڅل (ګیلاس) توغندی (راکت)، پوهنځی، هستوګنځی، تودنۍ (بخاری)  ژوبڼ (باغ وحش) او داسی نور.

وزیر بابا به ویل چی په لوستلو کی هروګړی آزادی لری، خو په لیکنه کی باید هیڅ توپیر نه وی او د یوی واحدی قاعدی نه باید کار واخستل شی.

مومند بابا په پشتو ژبه کی د خوشحال بابا په څیر د نستعلیق لیک دود پلوی وه او د لیک دود، ګډودی یی غندله.

مومند بابا په ترکی، عربی او فارسی ژبو کی تسلط درلود او تر یوه حده په روسی ژبه هم پوهیده.

وزیربابا نه يواځی په نظری توګه پښتو ژبی ته بی څاری خدمت کړی دی، بلکه په عملی توګه یی هم ډیری ارزښتناکی مرغلری د علمی او ادبی کتابونو په لیکلو سره،  د  لویی شتمنی په څیر او توګه پښتو ژبی ته ډالۍ کړی دی.

د لته د تذکر وړ خبره ده چی د هیواد په ۱۹۶۴ عیسوی کال د بنسټیز قانون په متن کی د مومند بابا په ټینګار، پښتو ژبه د دری ژبی ترڅنګ له رسمی کیدو، برسیره، په یوه ځانګړی ماده کی، ملی ژبه یعنی د ولس د اکثریت ژبی په څیر ومنل شوه، چی په تأسف سره په ټولوورستنیو بنسټیزو قوانینوکی د پشتو ژبی د معاندینو له خوا ددی مادی محتوی  حذف او له نظره ولویده.

دا نومیالی، ننګیالی، خبر لوڅ، جرګه مار او ملی ستر مشر، په ( ۱۳۴۳ ) لمریز کال د زمری میاشتی په (۲۷) نیټه د سهار په اتو بجو د (۸۰) کالو په عمر د بریکوټ د غره په لمنه کی په یوه خټین غریبانه کرایی کور کی په حق ورسید.

د شاهی کورني د مشرانو څخه ځانله سردار صاحب محمد داؤد خان چی د ملی شعور او تفکر خاوند وه، ځان د بابا د کور دروازی ته رسولی او د جنازی وتلو ته منتظر ولاړ وه.

د پوهاند صاحب زیور دلیکنی ختم

د لیکنو دا سلسله دوام لری

ستر پښتون، ملي مفکر او زعیم مومند بابا-اوومه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.