ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم مومند بابا-نهمه برخه

محمد داؤد مومند

148

د ننګرهارد پیاوړی مخور ولسی شخصیت، سناتور صاحب چکنوری د لیکنی لنډیز:

تذکر: مرحوم سناتور صاحب چکنوری د (خلیل اولسی ادبی جرګی) په سمینار کی چی د پورتنۍ ادبی جرګی لخوا د پیښور په (پرس کلپ) چی د محمد ګل بابا په افتخار جوړه شوی وه، د خپل تقریر په ترڅ کی وویل:«محمد ګل مومند بابا په وزارت کی فقیر وه او په فقیرۍ کی امیر وه)

سناتور صاحب لیکی:

وزیر صاحب محمد ګل خان مومند بابا خو داسی کارنامی کړی او پریښی دی چی د هیواد په معاصر تاریخ کی څاری او انډول نلری او هغه ټولی ددی وړدی چی هیوادوال او د افغانستان ولس یی د تل لپاره په خپلوفکرونو کی وساتی، که دا په زړونو کی وی او کتابونو او یا تاریخونو کی وی.

په ځانګړی توګه ، چی هغه د افغانستان د خلکو لپاره کوم فکر او سوچ لرلو، هغه خورا مضبوط او سالم تفکر او اندیښنه وه.

هغه تل غوښتل چی هیوادوال دی یو موټی او متحد وی او په اتحادی معشری وجدان او د یو والی توب د شعور په رڼا کی سره ژوند وکړی، یعنی په افغانستان کی چی څومره میشت ورونه قومونه دی، د ټولو یو والی، خوږ او هوسا ژوند، د ارواښاد مومند بابا د ستړی ژوند یوه لویه برخه وه.

خو له بده مرغه کیڼ اړخی او ستمی او تجزیه غوښتونکو ډلو تل په مومند بابا د تعصب او قوم پرستۍ تورونه لګول چی دا ټول په سیاسی غرضونو او ناوړه مصلحتونو بنسټ درلود. په داسی حال کی چی بابا ویل چی دلته په هیواد کی ټول میشت قومونه، د یوه وجود غړی دی چی د یوه واحد ملت ممثل ګڼل کیږی، نو ځکه باید د وروڼو په څیر ژوند وکړی.

هغه به تل دا سپارښتنه کوله چی یو د بل سپکه مه کوۍ، ځکه دا طبیعی خبره ده، چی هر وګړی د خپل قوم، کوراو کلی په سپکه خپه کیږی او په مقابل کی به مخاطب هم سپکو خبرو ته اړ کیږی.

وزیر صاحب محمد ګل خان مومند په دی پوهیده، چی په افغانستان به داسی ورځ راځی چی میرڅمن به یی د نفاق، افتراق او ویشلو هڅه کوی، مومند بابا پوهیده چی د افغانستان شمالی ګاونډی شوروی اتحاد د خپلو مستعمراتی مطامعو لپاره د افغانانو په مینخ کی د خپلی ایدیالوژی له لیاری او همد راز د قومی حساسیتونو د خلق کولو له لیاری خپل مقاصد تر سره کوی. همدا نن ورځ د خراسان غوښتنی او شمال او جنوب د ویش خبری او انګازی د همدی سیاسی شومو تاکتیکونو یوه خطرناکه دسیسه ده.

د همدی ویری او ډار یعنی د ملی وحدت د ټینګولو او تجزیی د مخنوی دپاره، مومند بابا د ختیز او جنوب نه هغه بی وزله پښتانه چی د ځمکی خاوندان نه وه، دی ته وهڅول چی د هیواد شمالی برخو او سیمو ته ولاړ شی، ځکه په شمال کی ډیری دولتی شړی ځمکی وی چی ځنګلونه وه او تر دی حده چی خوګان په کی ګرزیدل.

وزیر صاحب ویل چی هلته به نفوس ګڼ شی او دا شاړی بی حاصله ځمکی به د کروندی وړ شی او وطن  به لدی ناحیی څخه یو بسیا او خود کفا هیواد شی.

زما په اند باید د ولس مختلفی پرګنی او قومونه سره دومره نژدی شی چی قومی حساسیتونه او بیل والی له مینځه ولاړ شی، پدی توګه د قومونو په مینځ دا نژدیکت د تجارتی او اقتصادی او فرهنګی اړیکو د نژدیوالی موجب ګرځی لکه د ودونو او ازدواجونو ارتباطات، په مشترکو جماتونو کی عبادت، د یو د بل په ښادیو او ودونو او په جنازو او فاتحو کی اشتراک.

اقتصادی ګډ منافع د وګړو د اتحاد او یو والی او نژدیکت خورا بنیادی اړخ تشکیلوی.

له بلی اړخه په شمال کی د هیواد د نورو اقوامو او ټبرونو لکه پښتانه، بلوڅ، هزاره، نورستانیان او داسی نورو موجودیت، ددی عامل ګرځی چی د هیواد او ملت د میرڅمونو او دشمنانو د تفرقی پلانونه، چه هلته میشت اقوام لکه ترکمن او ازبک او تاجک، د پولی تر څنګ هیوادونو لکه ترکمنستان، تاجکستان او ازبکستان پوری وتړی، په نطفه کی خنثا کوی.

دلته ما سره ۱۳۵۵ م کال د لویی جرګی خاطرات شته چی غواړم ستاسی سره یی شریکه کړم.

افغانستان ته د امریکی متحده ایالاتو د جمهور رئیس، معاون یعنی ریچارد نکسن راغلی وه دلته د شوروی اتحاد د پلویانو او ګوډیاګانو له خوا د هغه حامل ګاډی یا موټر په هګیو او رومی بانجانو وویشتل شو چی ددی کار هدف د افغانستان او امریکی متحده ایالاتو د دوستانه روابطو د ټینګولو خنثا کول وه، چی نتیجه یی همدا شوه او ریچارد نکسن د افغانستان نه خورا بده خاطره ویوړه او نکسن د خپل هیواد کانګرس ته وویل چی موږ باید د افغانستان سره مقاطعه وکړو.

همدا راز د متحده ایالاتو حکومت د پاکستان سره چی د سیتو او سنتو پیمانونو غړی وه د اړیکو به بنیاد ، په هیڅ توګه حاضر نه وه چی د افغانستان سره چی د پښتونستان د مسئلی په ټینګ حمایت کی ولاړ وه، اقتصادی او حربی مرسته وکړی، نو ددی ستونزی د حل دپاره سردار صاحب داؤد خان چی د هیواد صدراعظم وه یوه لویه جرګه راوغوښته.

لویه جرګه د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه به وینا افتتاح شوه او بیا اعلیحضرت، محمد ګل خان مومند د خپل نائب رئیس په توګه وټاکه چی ددی نه وروسته د لویی جرګی ریاست او مشری په غاړه واخلی.

په لمړی جلسه کی به ټولو سفیرانو هم ګډون کاوه.

نو په هعه مهال، په الجزایر کی د فرانسوی استعمار پرعلیه د آزادی غوښتنی جنګ روان وه، د سفیرانو په لړ کی د فرانسی سفیرهم ګډون درلود.

مومند بابا په خپله لمړنۍ پرانستونکی وینا کی وویل چی:«موږ له ټولی نړۍ سره ښی اړیکی غواړو، زموږ هیواد هم د نړۍ د هیوادونو ځخه یو ملک دی او د نړیوالو نه هم د متقابلو نیکو اړیکو هیلی لرو.

موږ د الجزایر د خلکو په بده ورځ خپه یو او په دی حقله ډیر فکر مند یو او د الجزایر مسلمان ملت، چی زموږ ورونه دی، په حال باندی ځوریږو.»

زما په فکر او یاد د محمد ګل خان مومند په دی صریح اعتراض، د فرانسی سفیر یوه جټکه وخوړه.

یوه بله خبره هم د یادولو وړ ده چی د خوشحال بابا او رحمن بابا د لیسو متعلمین د لنډی عبدالمجید چی د بر صغیر د مهاجرینو له ډلی څخه او د پوهنی د وزارت وزیر وه، د خواشینی او خوابدۍ له امله محمد ګل بابا ته د خپل شکایت له امله ورغلی وه، داسی بریښیده چی عبدالمجید د یوی خوانه په درسی پښتو په نصاب کی څه ګوتی وهلی وی او هم یی غوښتل چی دا دواړه مکتبونه د هیواد نورو برخو ته منتقل کړی.

مومند بابا هغه متعلمینو ته ویلی وه چی« زه خو نور د کوم حکومتی او دولتی صلاحیت خاوند نه یم خو تاسی ته وایم چی لاړ شی او د عبدالمجید موټر په کاڼواو تیږو وولۍ. که حکومت تاسی نه په دی اړه پوښتنه وکړه، ورته وواسیاست چی محمد ګل مومند موږ ته سپارښت کړی دی.»

نو د وزیر صاحب زړه د عبدالمجید د بد نیتۍ له امله خورا ډک وه، نو په لویه جرګه کی یی مخ سردار محمد داؤد خان ته واړاوه او ویویل چی :« ته ددی کار دپاره یو مناصب شخصیت یی. خو دا ډلګۍ دی ښه نده، مخصوصا عبدالمجید د معارف وزیر»

په دی مهال د لویی جرګی ملمه پال (مهماندار) عبدالحکیم شاه عالمی د کورنیو چارو وزیر وه، چی د ملاقندی د ځوی په نامه مشهور وه، د ملا قندی ځوی هم پښتو ژبی او هم پښتنو ته بدبین سړی وه، نو ده د حکومت په نمایندګۍ یو تحریک شروع کړ چی د لویی جرګی د غړو نه یو څوک بیدا کړی چی د لویی جرګی د نائب رئیس د خبرو رد وکړی، دوی ماته هم ددی کار دپاره مراجعه وکړه چی ما جدا رد کړه، همدا راز د لویی جرګی یو غړی هم هم حاضر نشو چی د مومند بابا د خبرو رد او بی احترامی وکړی.

د لویی جرګی غړی چی د ټولو قومونو نمایندګان وه دا ملی شعور درلود چی وزیر بابا د افغانستان یو پیاوړی ملی زعیم او خدمتګار دی، او یوه هم دا تاریخی ملامتی او تورمخی قبوله نکړه.

هغه مهال چی وزیر بابا ننګرهار ته د تنظیمیه رئیس په توګه تشریف راوړی وه، ما د خپل  شعر په یوه بیت کی داسی لیکلی وه:

راغی ننګرهار ته ننګیالی محمد ګل خان

او د لالپوری قاضی شکرالله خان هم، مومندری ته د وزیر بابا د رتګ په حقله، په یوه استقباله بیت کی لیکی وه:

دا تور توتان او توره کوزه

ستا دی قسم وی چی تل راځه

د وزیر بابا روح دی تل ښاد وی

ستر پښتون، ملی مفکر او زعیم مومند بابا- اتمه برخه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.