د امریکا د ۴۷م ولسمشرۍ ټاکنې

103

د امریکا د ۴۷م ولسمشرۍ ټاکنو ته یوازې دوه ورځې پاتې دي:
مرکې، راپورونه او د کمپاین وروستي معلومات ښيي چې دواړو نوماندانو ته په هره لحظه کې وضعیت بدلېږي. راپورونه ښيي چې پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ۲۰۱۶ کال راهیسې د ګڼو ټولنیزو ډلو په منځ کې ډېر ملاتړ ترلاسه کړی دی. اوس هغه هیله لري چې د نویو ډلو ملاتړ هم ترلاسه کړي. نښې شته چې ځوانان، په ځانګړې توګه نارینه د ۱۸ څخه تر ۴۴ کلونو پورې، ممکن په ۲۰۲۴ کال کې د ټرمپ پلوی وکړي، چې دا به د مرستیالې ولسمشر کاملا هریس لپاره په دې تنګ ټاکنیزه مبارزه کې ستونزې رامنځته کړي.
د دې بدلون د څرګندیدو په توګه، دواړه خواوې هڅه کوي چې د ځوان نسل ملاتړ ترلاسه کړي. ټرمپ د اکتوبر په ۲۵مه د درې ساعته لیدنې په ترڅ کې د ځوانانو په ځانګړې توګه نارینه وو په منځ کې لا زیات محبوبیت وموند. د رسنیو د معلوماتو پر بنسټ، ۷۱ سلنه ګډونوال نارینه وو، او د دوی منځنی عمر ۲۴ کاله و.
د پخوا په پرتله، د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماندانو د ځوانانو د ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره ډېر وخت نه مصرفاوه – د ۳۰ کلونو او د هغې پورته رای ورکوونکي د دوی لپاره په تاریخ کې ډېر مناسب وو، په داسې حال کې چې ځوان رای ورکوونکي نسبتاً لیبرال دي.
که څه هم د مېرمنو ځوانو رای ورکوونکو دموکراتيکو الګو ته ډېر وفادار پاتې شوي دي، نارینه رای ورکوونکي تاریخاً له ۵۰ کلنۍ او پورته په نارینه او جمهوري غوښتونکي پلوه وېشل شوي دي.
په هر صورت، په ۲۰۲۴ ټاکنو کې ټرمپ په دې هڅه کې دی چې د ځوانو رای ورکوونکو، په ځانګړې توګه د ۱۸ څخه تر ۴۴ کلونو پورې، د ملاتړ یوه نوې لړۍ ترلاسه کړي. دا بدلون د هغو نارینه وو په واسطه پرمخ وړل کېږي چې په ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند په لوري وده کوي.
په متحده ایالاتو کې ځوان نارینه او ښځینه د اقتصاد، کورونو، مالیاتو، او انفلاسیون مسایل د خپلو مهمو اندیښنو په توګه یادوي. ځینې هم د ټرمپ د قوي شخصیت په لوري کشش احساسوي – هغه شخصیت چې اکثراً پر ځوانو ښځو منفي اغېز کوي. ځینې کسان وايي چې په تېرو کلونو کې د دوی مسایل د دموکراتانو له نظره وروسته پاتې شوي دي او دموکرات ګوند زیات تمرکز په موضوعاتو لکه سقط جنین لري، چې دا موضوع په ځانګړې توګه پر نارینه وو اغېز نه کوي. ځینې د کیڼ اړخه افکارو څخه اندیښمن دي.
د ایپوک ټایمز وروستۍ نظرپوښتنې ښيي چې ټرمپ د ۱۸ څخه تر ۳۹ کلنو نارینه وو په منځ کې د ۴۷ څخه تر ۴۶ فیصدو هریس څخه مخکې دی. په ورته حال کې، د همدې عمر ګروپ کې ښځې هریس ته ۴۴ څخه تر ۴۸ فیصده ملاتړ ورکوي.
ورستۍ نظرپوښتنې ښيي چې دموکراتان د ۲۰۲۰ په پرتله شاوخوا ۴ امتیازه په هر عمر کې د نارینه وو د ملاتړ له لاسه ورکړي دي، په داسې حال کې چې ټرمپ شاوخوا ۲ امتیازه ګټلي دي. او همدارنګه ټرمپ د ځوانو رای ورکوونکو په منځ کې ۷ فیصده زیات ملاتړ ترلاسه کړی دی. د ګوند ستراتیژیستان او په ډګر کې رای ورکوونکي هم دې روند ته پام کړی دی.
چارلس بولاک، د جورجیا پوهنتون د سیاسي علومو استاد وايي چې د ځوانو نارینه وو په منځ کې د ملاتړ کمېدل د دموکرات ګوند لپاره په روان کال کې یوه مشروع اندېښنه ده. هغه وویل: “دا د دوی لپاره لویه ستونزه ده، ځکه چې هغوی پر دې ډېر حساب کاوه چې د ځوانو رای ورکوونکو ملاتړ به ترلاسه کړي.”
په هر صورت، د دې لنډې بیاکتنې څخه دا نتیجه اخیستلی شو چې دموکراتانو خپل انتخاباتي کمپاین د لیبرال ارزښتونو لکه د سقط جنین، د مهاجرت حقونو، او اقلیتونو حقوقو او ځوان نسل باندې متمرکز کړی و. په مقابل کې ټرمپ خپل تمرکز په مالیاتو، د اقتصاد په ښه والي، د کار بازار، لوی امریکا او د پای ته رسېدلو جګړو باندې کړی دی. نو په لنډ ډول، د ۲۰۲۴ ټاکنې به په بشپړ ډول د پخوانیو ټاکنو په څېر د دوو اشخاصو یا دوو ګوندونو پر محور نه وي. په دې ټاکنو کې د اقتصاد مسایل ډېر مهم دي، چې په دې برخه کې ډونالډ ټرمپ مخکښ ښکاري.
حتی ځینې امنیتي اندېښنې هم شته چې په ۱۸۴۴ او ۲۰۲۰ کې د ممکنه ګډوډیو له امله راپورته شوي وې، او د نیویارک چارواکو ځینې ځایونو کې نظامي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
ليکوال : داود انورى
له درى څخه پښتو ته ژباړه: نصيراحمد څپاند

د کنفرانس، سیمینار، برنامې، ترینیګ، ورکشاپ او سمپوزیم ترمنځ توپیرونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.