“ځان ته لیک”

لیکنه: عبدالخالق کریمزی

231

زما ګرانه،

یوه شیبه د خپل ځان سره د پرون په پرتله نن یو څه زیاته مینه وکړه. په یاد مو وي چې خپل ځان ته تر هر چا لومړیتوب ورکړه، ځکه چې تاسو له ځان سره مینه ونه لرۍ نو نور یې هم درسره نه لري ”اول ځان دی بیا جهان دی“(پښتو متل). خپلو هیلو او اهدافو ته دې کار وکړه، د کوچنیو ګامونو یې پیل کړه ځکه کوچنیو ګامونه لویو هغو ته لار پرانیزي ۔هغه وايی کنه چې څوک غرونه خوځوي پیل یې هم د کوچنیو ډبرو څخه کوي .

د هغه نعمتونو شکر وکړه چې ته یې اوس لرې او تیرو کلونو ته مو یو نظر وکړه او وګوره چې څومره پرمختګ دې کړی دی. ته ددې خړې خاورې یوه ځلانده او سپینه سپوږمۍ جوړېدلې شې، هغه سپوږمۍ چې د شپې د اسمان ټولو ستورو ته یو شان ښکلا وربخښي.

د ژوند په سفر کې د هیڅ ډول حالاتو څخه مه ویریږه؛ ساده او اسانه لاره حسته کوونکي وي خو سختې اوپیچلې لارې له تا څخه یو ماهر ډریور جوړوي. خپله کوچنۍ بریا هم ولمانځه، له خپلو غلطیو څخه زده کړه وکړه(چې څوک کار کوي حتمن غلطي کوي)، هیڅکله په خپلو وړتیاوو شک مه کوه؛ تاسو یواځې د هر څه لپاره بس یاست، یواځینی کس چې له تا سره مرسته کوي ته په خپله یې.

ژوند سخت دی مګر ته لا تر اوسه پدې توانیدلی چې مخکې لاړ شئ.
ته پوهیږئ، زه په تا ډیر ویاړم، که څه هم تاسو په ژوند کې د ډیرو سختو خالاتو سره مخامخ شوي یاستې؛ خو بیا هم تاسو په ښه توګه مدیریت کړي دي
ته یو جنګیالی یې او د ژوند په جنګ کې به هیڅکله ماته نه خورې؛ خپلو هڅو ته دوام ورکړه او هیڅکله مه تسلیمیږه.
نو ځکه خو استاد پسرلی وایي:

نه زوړ منطق چلیږي دلته، نه زاړه فکرونه
ځیرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي

زما ګرانه! زه پوهیږم چې ته مې هیر کړی یې زه په دې ورځو کې په ټولو ناخوالو، مصیبتونو او نمایشي خندا کې راګیر شوی یم او ته مې هېر کړی یې؛ خو زه هڅه کوم چې بیرته تا پیدا کړم د یو نوی ژوند او یو نوي فصل سره.

زه پوهیږم چې زړه دې مات دی له هرڅه او هرچا څخه؛ خو بیا خاندې، مستي کوي او خوشخالي کوي؛
جبران خلیل وايي :(په هر حالت کې خوشحاله اوسیدای شﺉ، که چیرې تاسې په هرحال کې دخوشحاله اوسیدو هنر زده کړ او دا دژوند تر ټولو لوی هنر دی).

زما ګرانه! زه باید تاسو ته د هیرولو درس درکړم، د خلکو هیرولو، د خپلو تېروتنو د هیرولو.

ما یو ځای لوستلی وو چې تېروتنې خلکو ته درس او تجربې ورکوي او دادی تجربه مې هم کړه؛ نو ځکه خو شاعر وایي:

_تجربه د ژوندون لویه فلسفه ده،
_کله کله رنځوران هم طبيبان شې!

د خپل ژوند د ناکامیو په اړه مه خفه کیږه همدا ناکامي ستا د قوي والي سبب کیږي او بلاخره تاسو په یو کامیاب شخص بدلوي(کله چې الماس شوي بیا پوهیږي چې ژوند ولې تل درباندې سختي او مشکلات راوستل). زه ډاډه یم که چېرې تاسو ناکام شئ او یا مو زړه مات شي؛ هر څه چې وي، د ټولو ناکامیو، د زړه ماتوالي او د خلکو د خبرو سره سره بیا هم هیڅکله ژاړې نه بلکې مبارزه ورسره کوې؛ ناکام انسانان یوازې خوړل ،څښل، خوب کول، ویښیدل او په پای کې مړ کیدو ته ژوند وايي. په داسې حال کې چې ژوند دلټون نوم دي.

ځان پېژندنه او ځان جوړونه هغه هڅه ده، چې د انسان واقعي څېره رابرسېره کوي. نو ځان وپېژنه! یعنې دا چې زه یو انسان یم او انسان د نړۍ پرمخ د فعاليت محور دی، انسان د الله(جل جلاله) د مخلوقاتو له ډلې نه یو بې سياله مخلوق دی، نه جماد دی، نه نبات دی، نه ملائکه او شیطان، بلکې يو د درناوي وړ مسئول مخلوق دى. انسان د حجم او وزن له مخې ددې پراخې نړۍ پرمخ ډیر ناڅيزه شی دی، خو د روح له نظره او د معنوي وجود له حيثه ډېر ستر موجود دي، او د اشرف المخلوقات په نوم نومول شوی دی، نو په دې اساس له ځانه سره ووایه: زه باید داسې چارې ترسره کړم،چې د انسان سترمقام وساتم، ماته په کار ده، چې خپله د خیر او ښېګڼې اروا راویښه کړم، ځکه دغه اروا زما د نېکمرغۍ زېری راوړي.

او! پهٔ پای کې به یوازې خپل ځان درپاتې وي، نو تر هرچا یې ښهٔ ساتنه وکړئ.

کورني توليدات څنګه زمونږ اقتصاد پياوړی کولې شي؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.